Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2021

Новости за 21.06.2021

Pa.azadiradio.com 

نیکول پاشینیان په پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ. لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان ګوند د پام وړ بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون عمده اتحاد د ټاکنو نتیجه رد کړې او ادعا لري چې درغلي شوې ده. د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ فیصده رایې خپلې کړي. د دغو نتیجو له مخې د پخواني ولسمشر روبرټ کوچاریان په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ فیصده رایې ګټلې دي. پاشینیان نن سهار وختي د خپلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د کرونا ضد واکسین کمپاین بیا پیل کړ

هندوستان په دغه هېواد کې چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې مقابله کوي نن دوشنبه د کرونا ضد واکسین کمپاین بیا پیل کړ. که څه هم د واکسین شمېر خورا کم دی، بیا هم هر بالغ کس کولای شي په وړیا ډول دغه واکسین ترلاسه کړي. که څه هم دغه هېواد نړۍ ته د کرونا ضد واکسین له لویو صادروونکو و، خو په کور دننه د ستونزو له کبله نورې نړۍ ته د کرونا ضد واکسین صادرات ودرول شول. په هندوستان کې چې ۱،۴ میلیارده وګړي لري، تر اوسه یوازې درې نیم فیصده خلک په بشپړ ډول واکسین شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني د بلاروس په وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د بلاروس په وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه د اروپايي ټولنې د هغې غونډې په درشل کې شوې چې په پام کې ده د دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا د رژیم په وړاندې پر مجازاتوونکو اقداماتو په‌کې بحث وشي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې سره غونډه کوي چې د بلاروس په وړاندې د بندیزونو پر لارو چارو بحث وکړي. ښاغلي ماس له دي ویلټ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې نن دوشنبه خپره شوه ویلي: "فکر کوم چې د بلاروس په وړاندې له اضافي بندیزونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان کې پارلماني ټاکنې؛ نږدې ۵۰ فیصده خلکو رایه ورکړې

په ارمنستان کې چې زیات سیاسي کړکېچونه‌یې تجربه کړل خلکو په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته. دا ټاکنې ځکه مهمې بلل شوي چې سږ کال د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې د اذربایجاني ځواکونو په وړاندې د ارمني پوځیانو ماتې خلک په غوسه او د حاکم رژیم د لیرې کولو غوښتنه‌یې کوله. د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د شپې ناوخته اعلان کړه چې د رأی ورکونې په شرایطو د برابرو خلکو له ډلې نږدې ۵۰ فیصدو رایه ورکړې ده. ښايي وروستۍ پایلې څو ورځې وخت ونیسي، خو د لومړنیو پایلو له مخې چې د ارمنستان راډیو خپرې کړي د سرپرست صدراعظم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن راروانه جمعه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله کوربه دی

سپېنې ماڼۍ ویلي راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي. د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي. په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي چې ترې امریکا وګواښل شي. سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالند کې لسګونه افغانانو د افغانستان د روانې جګړې خلاف لاریون وکړ

په هالند کې مېشتو لسګونه افغانانو پرون د افغانستان د روانې جګړې په خلاف یو لاریون وکړ. د لاریون ګډونوالو د افغانستان ګاونډی هېواد پاکستان تورناوه چې د روانې جګړې تر شا لوی لاس لري. د امستردام په (دم سکوایر) کې د دې لاریون یوې تنظیموونکې سایره نورزۍ وویل: "پاکستان له هرې وسیلې څخه کار اخیستی تر څو په افغانستان کې جګړه اوږده وساتي او زموږ افغانان په خپله خاوره کې د خپل ولس په وړاندې استمعالوي." پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې افغانان او افغان حکومت دې نور د دوی له ملامتولو لاس واخلي. د دغه هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنېدو ملي بحث وشو

په کابل کې د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنېدو یو ملي بحث ترسره شو. د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې د دغه بحث کوربه و وايي هدف دا دی چې په ماشومانو باندې د جګړې او تاوتريخوالي د تأثیراتو په اړه د نړیوالو پام جلب او په حل لارو تمرکز وشي. د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري دې ملي بحث ته په وینا کې وویل چې "طالبان باید په ډاګه کړي چې دوی د ماشومانو ژوند، حقونو او راتلونکي ساتنې ته ژمن دي او د جګړې او تاوتريخوالي له ناوړه پايلو څخه د ماشومانو ساتنې لپاره د اسلامي او ملي اخلاقو پيروي کوي". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویانا د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم دور خبرو کوربه و

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپايي ټولنې استازو د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم ځل لپاره مستقیمې خبرې وکړې. د امریکا استازی د ایران د مخالفت په خاطر مستقیماً په خبرو کې حضور نه‌لري، خو په غیر مستقیم ډول‌یې استازیتوب کېږي. مرکچیانو ویلي چې په یو لړ مسایلو توافق شوی او اوس د دوی د هېوادونو په مشرانو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي. دې خبرو کې د اروپايي ټولنې استازې انریکا مورا ویلي په یو لړ تخنیکي مسئلو موافقه شوې او اوس چې کله مرکچیان بېرته راستنیږي په دې پوه دي چې څنګه هوکړه بشپړه کړي.

Pa.azadiradio.com 

حامد کرزی: امریکا په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد شاته پرېږدي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په مټ د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته واک ته ورسېد په افغانانو د تېرو شویو کړاوونو ملامتیا د بهرنیو په حضور واچوله. حامد کرزي ویلي امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد شاته پرېږدي. ښاغلي کرزي دا خبرې له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې پرون کړي. ښاغلی کرزی زیاتوي: ​"د هغوی د حضور (په خاطر) موږ نن دا حال لرو، ځکه هم موږ دا شرایط نه‌غواړو. موږ له دې بدبختیو او بې‌وقارۍ سره چې نن مخ یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: افغانستان کې راتلونکی روښانه نه دی او خلک په خپل برخلیک نه پوهېږي  

ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د جګړې زیاتېدو او عادي خلکو د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.   لیکوال په دې باور دی چې ډېری امریکايانو په افغانستان کې په چټکۍ سره جګړې ته د پای ټکی ايښودو هرکلی کړی دی، خو ده ویلي چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.   په دې مقاله کې راغلي چې تراوسه د سولې، اوربند او قدرت د مشارکت په اړه توافق نه لیدل کېږي.   د مقالې لیکوال په دې باور دی چې راتلونکی روښانه نه دی او عادي خلک د خپل برخلیک په اړه نه پوهېږي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus