د پلخمري ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي او ١٨ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی. افغان چارواکو د جوزا په ۱۹مه د چهارشنبې په ورځ دا حمله تأیید کړه. امریکا او بریتانیا د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې مالي ملاتړ کوي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي جرمني له دې هېواده ۴۲ افغان کډوال ویستلي دي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو چارو وزارت وایي چې دغه افغان کډوال نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته راستانه کړل شول. د دې وزارت مطبوعاتی سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان په جرمني کې د بېلابېلو سیمهییزو محکمو له لوري د دوی د اسنادو او قضیو له څېړلو وروسته راستانه شوي دي. ښاغلی انصاري وايي... Читать дальше...
په لوګر ولایت کې نن یو افغان خبریال حفیظالله حقپرست نیازی په داسې حال کې ووژل شو چې په خپله کرونده کې په کار بوخت و. د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالرحمان تسل ازادي راډیو ته وویل، حقپرست نیازی نن غرمه د پُل علم په کلنګار سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ بر یو بل د ډزو په ترڅ کې ووژل شو. ښاغلی تسل وايي چې څېړنې به معلومه کړي چې حقپرست د کوم لوري په مرمیو وژل شوی. حفيظالله حقپرست د لوګر ولايت ځایي خبريال و چې له ۱۳۸۳ ه.ل کال را په دې خوا یې له بېلابیلو سيمهیيزو او ملي رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د ستنو د ویجاړېدو له امله د زیات شمېر فابریکو فعالیتونه په ټپه درېدلي او د تولیداتو کچه راټیټه شوې ده. د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د ناامنۍ زیاتېدل بله هغه ستونزه ده چې له املهيې سوداګر په وېره کې دي او خپلې پانګې له هېواده باسي. نوموړی وايي چې د تېرو دوه میاشتو په پرتله د افغانستان سوداګریز وضعیت خراب شوی دی. ده له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې روان وضعیت کنټرول او د سوداګرو ستونزې حل کړي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره شااوخوا دوه نيم کاله پاته شوي واکمن تحريک انصاف انتخابي اصلاحات دا وخت خپل لومړيتوب ګرځولي دي. حکومت د ټاکنو شفافيت لپاره دا اصلاحات مهم ګڼي خو حذب اختلاف يې مخالفت کوي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر اصلاحاتو زيات زور ورکوي او که وشي نو ټاکنې به ورسره رڼې شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.
افغان پوسټ شرکت یو نوی الکترونیکي سیستم اعلان کړ چې له مخې بهیې ګمرکي اظهارلیکونه په انلاین ډول ترسره شي. دا شرکت وایي، د دغه نوي سیستم هدف دا دی چې ګمرکي اطلاعات خوندي، د ناوړه استفادې مخه ونیول شي او د ګمرکي اظهارلیکونو سیستم ساده او اسانه شي. د دغه شرکت مشر احمد وحید ویس د چهارشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا سیستم د پوسټ نړیوالې ټولنې (UPU) لهخوا جوړ شوی چې د افغانستان په ګډون په ۱۵۰ هېوادونو کې پلی کېږي. ښاغلی ویس زیاتوي: "د دې سیستم پلي کول په... Читать дальше...
له جرمني څخه ۴۲ تنه ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي نن سهار کابل ته راورسېدل. د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا پناه غوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې د کابل هوايي ډګر ته ورسول شول. دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبر راهیسې له جرمني د ایستل شوېو افغانانو ۳۹ مه جوپه ده چې په چارتر الوتکو کې کابل ته لېږل کېږي. د نن ورځې له ۴۲ تنو سره تراوسه پورې له جرمني څخه افغانستان ته یوزرو ۷۷ تنه افغانان ستنول شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو او له املهیې د مړینې شمېرې د اندېښنې وړ دي. ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه په 'کووېډ-۱۹' اخته کوم ناروغ بېاکسیجنه نهدی پاتې، خو انتقاد يې وکړ چې په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن په کارولو کې اسراف کېږي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "په کابل کې... Читать дальше...
د افغانستان دا خواهیش وو چې پاکستانیو علماوو چې د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ په اړه څنګه فتوا جاري کړې همداسې فتوا دې د افغانستان جګړې په باب هم ورکړي.
له څه ناڅه اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي پر سوله غږېدلي. د دواړو لوریو ویاندویان وايي، په دې غونډه کې د سولې روانې پروسې پر چټکتیا او د مذاکراتو د دوام لپاره د اجنډا پر موضوعاتو خبرې شوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي: "تېر ماښام د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او یو شمېر غړو ترمنځ ناسته وشوه. په ناسته کې د مذاکراتو په چټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې." د افغانستان د سولې په چارو کې... Читать дальше...
د زابل ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسیدونکي د زابل امنیتي حالت د اندیښنې وړ بولي. د زابل اوسیدونکي وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تر مرکز کلات پورې رسیدلي او دوی د دغه ښار د سقوط وېره لري. د مرکز کلات دوه تنه اوسیدونکي نور احمد او خدایداد وايي، وسله وال طالبان د کلات په دروازه کې له موټرو تلاشي اخلي، امنیتي کمربندونه له ښاره معلومېږي او د توپکو مرمۍ په کلات ښار کې د امینه قوماندانۍ سره لګېږي. نور احمد وايي: "طالبانو د دروازې د تلاشي عکسونه فیسبوک ته پورته کړي، هره شپه... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیز 'ژوند په شېبو کې ' پروګرام د شاه دوشمشېرې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د شاه دوشمشېره جومات څه وخت جوړ شو؟ اوسنی حالت یې څه ډول دی؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د امریکا جمهور رییس وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ایستل، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ ته، د پام نه اړولو په معنی نه دي. سپینې ماڼۍ د جوبایډن د هغه ليک په حواله چې نوموړي ګانګرس ته لیکلي ويلي: "متحده ایالات به په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې داسې وړتیا او امکانات ولري، څو اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي." جمهور رییس بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو له ایستلو ننګه کړې او وايي، سیمه کې ترهګري ځپل شوې. هغه زیاته کړې: "تېرو... Читать дальше...
د بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د ښخو ماینونو په شنډولو بوخت ول.
د مشال مرکه کې مو پروفيسر عبدالوهاب خان مېلمه دی. نوموړی د سوات جهانزيب کالج پرنسپل پاتې شوي او د ماحولياتو لپاره د يوې ټولنې مشري کوي. وهاب خان وايي، چاپېريال پاک ساتل ډېر زيات مهم دي، د دې اثرات پر ژوند وي او خلکو له پکار ده چې د ماحول پاک ساتلو لپاره واړه واړه کارونه پیل کړی او له همدغه وړو کارونو بيا لوی کارونه جوړېږي. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
د بغلان ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې تېره شپه د 'هیلوټرسټ' په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې حمله کې لس تنه ماین پاکان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند جاوېد احمد بشارت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو هغه ژمنه چې د خیریه موسسو په اړه یې کړې وه، هغه یې عملي نه کړه او تېره شپه لس بجې یې د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر یوه کمپ حمله وکړه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي." د ښاغلي بشارت په خبره، دغه ماین... Читать дальше...
په کندز ولایت کې یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې لرغوني اثار، جایدادونه د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوي دي او ډېری تاریخي ځایونه د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي. دوی وايي، لرغونو اثارو ته دې ګواښ سخت اندیښمن کړي دي . لیکوال او شاعر محمداسماعیل کلیوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لرغوني اثار د یو هېواد او ملت ژوندی تاریخ بلل کېږي، کله چې دغه لرغوني اثار تخریبیږي او له منځه ځي نو دا په دې معنی ده چې ګوندې زموږ د هېواد تاریخ او زموږ ملي هویت له منځه ځي." د کندز ولایت... Читать дальше...
په پېښور کې د جون پر اتمه د قبایلي ضلعو د ورکو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، له تېرې څو مودې راهیسې احتجاجونه کوي خو حکومت یې غوښتنو ته پام نه کوي. د نهې ورځې مظاهرې په اړه لا حکومتي چارواکو څه نه دې ویلي خو حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د لادرکه کسانو د پلټنو کمېشن جوړ کړی وو او د کمیشن چارواکي وايي چې اوس هم پر ځینو قضیو کار روان دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د ازادي راډیو خبریاله د کابل ده سبز ولسوالۍ ته تللې او له دې ماشومانو چې په مېله بوخت وو، انځوریز راپور پرې برابر کړی دی. د لاندې تړوني په کېکاږلو سره یې لیدلی شئ:
د هرات په ولایت کې د شهید بېسیم روغتون دهلیز دې ورځو کې د پخوا پرتله ډېر بوخت دی،۲۳ کلن عبد الفتاح له خپل پلار سره د کرونا له امله روغتون ته راغلي. دواړه د تنفس کمښت لري او د اکسیجن په مرسته ساه اخلي، مګر د زوی وضعیت یې د زاړه پلار په نسبت ښه دی. عبدالفتاح وايي، مخکې له دې چې هغه د کرونا په ویروس اخته شي، کرونا یې جدي نه نیوله: "اوس مهال زه او زما حاجي اغا دلته په روغتون کې بستر شوي یو. دلته د ناروغانو شمېر دومره ډېر شوی چې دا روغتون کې بې اندازې بېروبار دی." په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ممکن په هره شېبه کې فاجعه له ځان سره ولري. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان کې لس ماین پاکان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي. دغه وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې شوې. خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان دغلته د ماین پاکانو کمپ ته ننوتلي او پر دې کسانو یې ډزې کړي دي. تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوي د ماین پاکۍ د کومې ادارې یا موسسې کار کوونکي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي، له څېړنو... Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو تبصرې او مقالې خپرې کړي دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د برښنا د ستنو نړولو او له منځه وړلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې څوک د برښنا ستنې نړوي او ولې يې حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی دی؟ وړاندې راغلي دي چې تر اوسه پورې د برښنا ستنو د نړولو مسوولیت هېچا نه دی اخیستی. برښنا شرکت يې د روښنایۍ او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي، خو دا چې دا دښمنان څوک دي او له دې کاره یې موخه څه ده، معلومه نه ده. لیکوال لیکي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې دا... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې ښځې د کلتوري محدیتونو له کبله نه یوازې دا چې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه لري بلکې د تفریح لپاره هم فرصت نه لري. په دغه ولایت کې په کال کې دوه ځلي د ساعت تیري موقع رامنځته کېږي چې دوه اخترونه دي، خو ښځې نه شي کولای په دغو ورځو هم تفریح وکړي. یوازې د ځینو کورنیو ښځې دا فرصت لري چې د اختر په ورځو کې تفریح وکړي، خو په ټوله کې داسې ځای یا پارک نشته چې ښځې پرته له وېرې د تفریح لپاره ورشي. نور بي بي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکې ده دې ازادي راډيو ته یې وویل چې ځينې خلک... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ژان ارنو، ایران ته په خپل سفر کې ویلي، د افغانستان کشاله د ډله ییز اقدام په مرسته د حل وړ ده. راپورونه وايي، ارنو پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره یې وکتل. د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دغه راز ویلي چې د هڅو تمرکز یې د افغانستان د روانې لانجې د حل لپاره د ډله ییزو همکاریو خپلول دي. په راپور کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د افغانستان د سولې په اړه په مجازي کنفرانس کې د پاکستان مهم چارواکي برخه اخلي. په پام کې ده سعودي عربستان او د اسلامي نړۍ د اړیکو د سازمان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان دیني عالمان سبا پنجشنبه پردې موضوع خبرې وکړي. د ارشاد، حج او وقافو وزارت ویاند، فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کنفرانس کې د پاکستان د اسلامي چارو وزیر او ډېر لوی-لوی علما ګډون کوي. دغه راز د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د اسلامي همکاریو... Читать дальше...