واشنګټن پوسټ، ډفېنس ون او ګڼو نورو امریکايي ورځپاڼو واشنګټن ته د ولسمشر غني د سفر او په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ده د کتنې په اړه لیکنې خپرې کړې دي. ډفېنس ون ډفېنس ون ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي رئيسې جین ساکي په قول لیکلي، د افغانستان جګړه چې امریکا غواړي مسؤلیتیې د افغانستان حکومت ته وسپاري، ګټل کېدای نهشي. ډفېنس ون وايي چې سپینې ماڼۍ په دې توګه د جمهوريپالو غوښتنه رد کړه. هغوی په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر سره د افغان ولسمشر تر کتنې څو ساعته وړاندې له... Читать дальше...
د بنو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان د وژنې پر ضد احتجاج پر ۲۷مه ورځ هم دوام لري. دغه پرلتوالو د مې له ۳۱مې راهیسې لومړی په جانيخېلو او د جون له ۲۳مې د بنو ـــــ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی او مړی يې لا هم نه دی ښځ کړی. دوی په سيمه کې د امن او وسله والو پرضد د اقدام غوښتنه کوي، خو حکومت وايي د دوی غوښتنې به پر ځای کوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ په 'ده یحیا' کلي کې يې د عملیاتو په اړه پلټنې پیل کړي. د دغه ریاست له لوري د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په اړه یې له اطلاعاتو نیولی بیا تر عملیاتو پورې د معلوماتو ټول پړاونه را ټول کړي. اعلامیه زیاتوي، د عملیاتو د څرنګوالي د پلټنې لپاره یې باصلاحیته پلاوی په دنده ګمارلی او ډاډ ورکوي چې له پلټنو وروسته به ډېر ژر خپلې پایلې د پېښې له قربانیانو او عامو خلکو سره شریک کړي، خو ډېر جزئیات یې نه دي ورکړي. Читать дальше...
د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې دا مهال داسې بحثونه روان دي چې د هیواد لویې رسنۍ له پښتنو سره تړلې مسئلې او پېښې له پامه غورځوي. په دې کې زیات بحث د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبايي مشر عثمان کاکړ د جنازې او د بنو د جانيخېلو د احتجاج په اړه د پاکستان په لویو چینلونو کې د خبرونو او ویډګانو نه خپرېدو په اړه روان دی. سیاستوال او څېړونکي افراسیاب خټک د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ولیکل، د عثمان کاکړ په جنازه کې په سلګونو زرو خلکو ګډون کړی و خو د پاکستان ریاست او میډیا ورته هېڅ پام ونکړ. دغسې لیکوالې... Читать дальше...
د کرکټ شل اوورېزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۷ مه نېټه ترسره شي. د کرکټ يو شمېر رسمي خبرپاڼو ليکلي چې دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې وي. له دې وړاندې ويل شوي وو چې د کرکټ شل اوورېز نړيوال جام به هندوستان کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله دغه هېواد کې یې ترتيب شوی مهالويش وځنډول شو. د راپورونو له مخې راتلونکی شل اوورېزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کېږي چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلېنډ، هالنډ، سکټالنډ او نامیبیا هېوادونه... Читать дальше...
د پکتیکا په ولایت کې د والیبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې عمومي رياست د مطبوعاتي برخې غړي عارف پیمان نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوي وې نن پای ته ورسېدې. د ښاغلي پيمان په خبره، په دغه سياليو کې چې ۱۵ لوبډلو ګډون درلود پاى لوبه ته د بیدار ملنګ او ورزشې اداري واليبال لوبډلو لار پيدا کړه. د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې د دې سياليو اتله لوبډله د ورزشي اداري والیبال لوبډلې شوه چې اتلولي په خپل نوم کړه.
په ارزګان ولايت کې د فوټبال د لوبڅارۍ ټولګی پای ته ورسېد. دا ټولګی د ارزګان ولایت د فوټبال لوبڅارانو د ظرفیت لوړونې په موخه د روانې لمريزې مياشتې په ۱۸ مه نېټه پيل شوی و چې نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) پای ته ورسېد. د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند عزيز مشعوف نن ازادي راډيو ته وويل، په ياد ټولګي کې ۲۴ لوبڅارانو ګډون درلود چې دا لړۍ به دوام ولري.
په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې روغتونونه د کووېډ-۱۹ناروغانو څخه ډک شوي، خو د دې هېواد د ډېری اوسېدونکو په خبره چې په کووېډ - ۱۹ د اخته او له دې وبا د امله د مړینو شمېر د رسمي اعلان شوېو شمېرو پرتله څو چنده لوړ دی. د ننګرهار اوسیدونکی فرید وایي چې د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت اعلان شوې شمېرې ډېرې کمې دي: "هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې هره ورځ د اخته کسانو او مړینو په اړه خپروي، سمې نه دي، ځکه روغتونونه د دې وړتیا نه لري چې ټول خلک ورته... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو د درملو د تنظیم ادارې، د کرونا ضد واکسین تولیدوونکو شرکتونو فایزر/ بایو انټیک او موډرنا ته خبرداری ورکړ چې د دوی واکسینونه تر لګولو وروسته په ځینو کسانو کې د زړه د لږ پړسوب یا التهاب سبب شوي دي. په خبرداري کې هغو ډاکټرانو ته چې دغه واکسین خلکو ته لګوي، ویل شوي چې دغه واکسین تر ډېره په ځوانو سړیو کې د ځینو جانبي عوارضو سبب کېږي، لکه د زړه د عضلې او پوښ د پړسوب احتمال. د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون وویل، د جون له یوولسمې په امریکا کې د دغو عوارضو ۱۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي. Читать дальше...
دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې ناهید اپرېدۍ مېلمنه ده. نوموړې له خیبر سره تعلق لرونکې یوه ټولنیزه فعاله ده. ناهید د قبایلي سیمو د ښځو د حقونو لپاره په مختلفو پلیټ فارمونو غږ پورته کوي. هغه د تکړه قبایلي خویندو نومې سازمان په بنیاد اېښودونکو کې یوه ده. ناهید د خیبر لومړۍ ښځه ده چې د ۲۰۱۹ز کال د صوبايي اسمبلۍ په عمومي انتخاباتو کې یې د عوامي نېشنل پارټۍ په ټکټ په انتخاباتو کې برخه اخېستې وه. همدا رنګه هغه د قبایلي سیمو لومړۍ ښځه ده چې په لومړي ځل یې په کمپینونو کې پوسټرې لګېدلې وې او په ولسي ځایونو کې یې په تقریرونو کې برخه اخیستې وه.
په چک جمهوریت کې تر یوې وژونکې بړبوکۍ وروسته د اوروژنې مامورینو او سرتېرو د پاککارۍ چارې پیل کړې دي. تېره پنجشنبه لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت مړه او شااو خوا ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د دغه هېواد په جنوب کې پر اوو کلیو سخته بړبوکۍ راغله. له بړبوکۍ سره سخته ږلۍ هم مله وه چې هره یوه د ټنس د توپ په اندازه ښوول شوې ده. د چک جمهوریت چارواکو ویلي بړبوکۍ د ۵۰۰ کیلومترو په پراخوالي او د ۲۶ کیلومتره په اوږدوالي ساحه ویجاړه کړې ده. حکومت د ۱۹ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د عاجلو مالي مرستو ژمنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف وايي، په پام کې لري ډېر ژر به په مسکو کې د امریکا له سفیر جان سولیوان سره وګوري. د روسیې لپاره د امریکا سفیر چې دوې میاشتې له خپل مقامه لېرې و، تېره اوونۍ بېرته مسکو ته ستون شو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي ریابکوف نن شنبه تاس خبري اژانس ته ویلي، راروانه اوونۍ به له سفیر سولیوان سره وګوري. ده ویلي چې په خبرو کې به په امریکا کې د روسیې د ماموریتونو او په روسیه کې د امریکا د ماموریتونو د چارو د عادي کېدو موضوع هم شامله وي. د... Читать дальше...
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته، په لومړي ځل بې پیلوټه امریکایي الوتکو د دغه هېواد په شمال کې پر طالبانو حملې وکړې. دغه حملې د جمعې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني او د امریکا د جمهور رییس جوبایډن له لیدو کتو څو ساعته مخکې وشوې. فاکس نیوز د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یو چارواکي له خولې ویلي چې دا دوې حملې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په واسطه په بغلان او کندز ولایتونو کې شوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. پنټاګون تردې دمه په رسمي ډول د دې حملو په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
نوموړي دا خبره د جون پر ۲۵مه په اسلام اباد کې تر هغې وروسته وکړه چې پاريس مېشتې نړيوالې ادارې پاکستان په خړ لېسټ کې د ساتلو پريکړه وکړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېدا ایالت ګورنر وايي، میامي ساحل ته نږدې د یوې ۱۲ منزله ودانۍ د نړېدو د علت په اړه باید بشپړې څېړنې وشي. ران دي سانتیس دا خبره پرون رسنیو ته وکړه:" موږ قاطع وضاحت غواړو چې دا پېښه څنګه وشوه. په کار ده دا وضاحت دقیق وي. ښکاره خبره ده چې نه غواړو په دې برخه کې کومه تېروتنه وکړو." په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د دې ودانۍ یوه برخه ونړېده چې په نتیجه کې یې د څلورو کسانو مړینه تایید شوې ده. نن درېیمه ورځ ده چې د ژغورنې ډلې په نورو کسانو پسې د لټون عملیات کوي. Читать дальше...
د فاریاب ولایت چارواکي او سرچینې وايي، وسله والو طالبانو اندخوی او خان چهارباغ ولسوالۍ نیولي دي. د اندخوی ولسوال، سلطان محمد سنجر، نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ولسوالي تېره شپه تر جګړې وروسته د وسله والو لاس ته ورغله. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده. بل خوا په خان چهارباغ ولسوالۍ کې یوې دولتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دغه ولسوالي هم نیولې او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته یې اور اچولی دی. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن، له افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي. ښاغلي بایډن دا غوښتنه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه. بل خوا ولسمشر غني، تر پرونۍ کتنې وروسته په واشنګټن ډي. سي کې یوه کنفرانس ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په باب د ولسمشر بایډن د پرېکړې درناوی کوي: "د دې پرېکړې درناوی کوو. څرنګه چې پرېکړه په دې روحیه شوې چې... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د افغانستان په صادراتو کې ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی. د دې خونې د صادراتو د پراختيا رييس مير زمان پوپل نن شنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو مياشتو کې شااوخوا ۴ زره ټنه صادرات چې ارزښت يې ۶۸ ميلیونه ډالره کېږي صادر شوي. ښاغلی پوپل وایي، په صادر شوېو توکو کې غالۍ، وچه ميوه او حيواني محصولات شامل دي چې لوېدیځو هېوادونو،... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، راتلونکې اوونۍ په کابل کې د اوبو لګولو ۷ پروژې پلې کېږي. د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن شنبه(د چنګاښ په ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه پروژې د ۷۳ ميلیونه افغانيو په ارزښت د کابل په شکردره او پغمان ولسواليو کې پلې کېږي. د نوموړي په خبره، د دې پروژو لګښت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي. د ښاغلي رستمي د معلوماتو له مخې د دې پروژو په پلي کېدو سره به په ورځني ډول شااوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
غونډه د اسمبلۍ د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه او د بجټ مسوده د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي وړاندې کړه. په اسمبلۍ کې موجودو حکومتي غړو، بجټ بې له څه ترمیمه منظور کړ.
بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:"د افغانستان او د امریکا ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي. بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."
وسله وال سنګوريان د افغانستان هلمند ولايت لښکرګاه ګېرچاپېره د کمربندونو په جوړولو سره له تېرو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو مخه ډب کړې ده. له دې ډلې سره د افغان حکومت ملاتړ شامل دی او جنګيالي یې داسې خلک دي چې په جګړو کې یې خپل خپلوان وژل شوي. د دغه غچ اخیستو احساس او له سيمې سره بلدتيا یې د بریاليتوب راز ګڼل کېږي. په دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس له ویډيو د بشيرګواښ جوړ کړی دا راپور وګورئ.
د خيبر پښتونخوا کروندګر وایي، ږلۍ او تېز باران یې فصلونه زښت زیانمن کړي دي چې له وجې یې هغوی له زیات تاوان سره مخ شوي. دوی وايي، په پټو کې یې تمباکو او نورو تیار فصلونه له وخته مخکې وهلي او نوي فصلونه یې پکې کرلې دي. نور حال په دې وېډیويي راپور کې.
د پکتیا والي وايي، مېرزکې ولسوالۍ چې افغان امنیتي ځواکونه ورڅخه تاکتیکي تر شا شوي وو، تېره شپه بېرته ونیول شوه. محمد حلیم فدايي، نن شنبه (د چنګاښ ۵مه) رسنیو ته وویل چې پر دې ولسوالۍ د بشپړ کنټرول لپاره دوې ورځې مخکې عملیات پیل شوي وو: "امنیتي ځواکونو د مېرزکې ولسوالۍ هم له پنجابي ملېشو پاکه کړله. خو له بده مرغه چې دلته یې دولتي تاسیسات او ودانۍ وران کړي دي. د دوی جګړه اصلاً د ولس پر خلاف ده." تردې مخکې په ننګرهار کې هم د وژل شوېو طالبانو په ډله کې د ځینو پاکستاني جنګیالیو د موجودیت راپورونه ورکړل شوي وو. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ څارونکو پرون وویل چې دوی تر اوسه د ایران له لوري د اټمي تأسیساتو د څارنې د موافقې د تمدید په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی. د امریکا متحد ایالاتونو او فرانسې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که چېرته تهران دا موافقه تمدید نه کړي د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو هڅې به له خطر سره مخامخ کړي. د ایران له اټمي تاسیساتو څخه د اټمي انرژۍ د نړیوالې موسسې د څارنې موافقه چې په فبروري میاشت کې شوې وه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده. د اټمي انرژۍ د نړیوالې موسسې مشر... Читать дальше...