د افغان سولې پروسې په لړ کې د طالبانو يو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلام اباد د سفر پر مهال د اګست پر ۲۵مه د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره وليدل. له ملاقات وروسته د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت په يوه بیان کې وويل چې شاه محمود قريشي او طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو د ژر پېلېدو په ګډون د سولې پروسې پر نورو اړخونو خبرې وکړې. له کله چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال په فبروري مياشت کې په قطر کې له امريکا سره د سولې تړون لاسليک کړی له هغه راهيسې هڅې روانې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شي. خو په دې کې ځينې خنډونه دي.
دا خنډونه څه دي او د طالبانو د پاکستان د اوسنی سفر هدف څه دی؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.