Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2020

Новости за 26.08.2020

Mashaalradio.com 

له خيبره تر چمنه ولسونه په احتجاج مجبور شوي: منظور پښتین

د جمرود په باب خیبر کې د تیراه کوکيخېلو کډوالو احتجاجي پرلت نن [د اګست پر ۲۶مه] په ۵۷ مه ورځ هم دوام لري.دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې یې ژر تر ژره خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي. د خیبر سیاسي اتحاد تر سیوري لاندې د اګست پر ۲۶مه دې احتجاجي پرلت ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې دا مهال د اپرېدو او وزیرو قامونو په ګډون د چمن ولسونه په احتجاج مجبوره شوي او په باجوړ، کورمه او مومندو کې هدفي وژنې رواني دي خو د ده په وينا حکومت ورته غوږ نږدي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پروان غمیزه

چارواکي وایي، تر خاورو لاندې لا هم سلګونه جسدونه پاتې دي. د پروان مرکز چارېکار کې نن سهار نږدې درې بجې سېلابونه راووتل او د ښار‌ ډېرې برخې یې په کنډواله بدلې کړې. تر اوسه د مړو او ټپیانو وروستۍ شمېرې معلومې نه‌دي. نور جزئیات د شفیع کریمي په راپور کي.

Pa.azadiradio.com 

د ډونالډ ټرمپ شخصي او سیاسي ژوند

ډونالډ ټرمپ چې کله ۲۰۱۶ کال کې د جمهوريپال ګوند له نامه ټاکنې وګټلې، هغه مهال امریکاییانو دی د یوه سوداګر او ټلویزیوني ستوري په توګه ښه پیژانده. نوموړی اوس د دویمې دورې لپاره د ټاکنیزې سیالۍ ډګر ته راغلی. په دغې ویډیو کې د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې

Mashaalradio.com 

افريقا له پوليو وايرسه پاکه ګرځول شوې

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) افريقا له پوليو وايرسه پاکه ګرځولې ده. اوس يوازې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه هېوادونه پاته شوي چې پکې د ګوزڼ وايرس لاهم شته.

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې سیلابونو زیانونه اړولي

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، سیلابونو عامو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او پولیسو د خلکو د مرستې لپاره پر وخت اقدام کړی. نور حال په ویډیو کې:

Mashaalradio.com 

د افغان طالبانو د پاکستان له سفره هدف څه دی؟

د افغان سولې پروسې په لړ کې د طالبانو يو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلام اباد د سفر پر مهال د اګست پر ۲۵مه د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره وليدل. له ملاقات وروسته د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت په يوه بیان کې وويل چې شاه محمود قريشي او طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو د ژر پېلېدو په ګډون د سولې پروسې پر نورو اړخونو خبرې وکړې. له کله چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال په فبروري مياشت کې په قطر کې له امريکا سره د سولې تړون لاسليک کړی له هغه راهيسې هڅې روانې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت ولسمشر روغتون کې بستر شو

د چک د ولسمشر ویاند یرژي اوچاچیک پر ټوېټر لیکلي چې ولسمشر د چک جمهوریت په پلازمېنه، پراګ کې په عسکري طبي پوهنتون په روغتون کې بستر دی.

Mashaalradio.com 

په پښین کې وړیا هنري زده کړې ورکول کېږي

د پاکستان حکومت (د هنرمند بلوچستان پروګرام) له لارې د بلوچستان ټولنیزې ښېګړې په مرسته بې وزلو ځوانانو ته هنري زده کړې ورکوي. ادارې د بلوچستان په نهه ضلعو کې خپل کار پېل کړی او غواړي چې نورو سیمو ته يې هم وغځوي. د هنر زده کولو وروسته ځوانانو ته تر پېنځه لکو روپیو پورې پور هم ورکول کېږي. د بلوچستان پښین ضلعې ځوانان هنري زده کړو ته خوشحاله دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي راپور وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus