د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري دا اعلان چې ننیې وکړ، د دې الوتکې د تور بکس د معلوماتو او غږونو په اړه لومړنی رسمي راپور دی.
په ځانګړې توګه د هند په لویو ښارونو کې د کرونا پېښې په زیاتېدو دي. یو لړ سروېګانو د دې هېواد د پلازمېنې نوې ډیلي او د بل تجارتي ښار مومبيي په استوګنو کې د کرونا ویروس په وړاندې په پراخه کچه انټي باډي موندلې دي.
دا ځواکونه څو ورځې وروسته له دې ووتل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپله ژمنه تازه کړه چې له عراقه به ځواکونه وباسي.
د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی حيات بلوڅ د اېف سي ځواک یوه سرتېري د اګست پر ۱۳مه په تربت ښار کې په ډزو وژلی وو.
د بلوچستان په سبۍ سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او اووه نور تپي شوي دي.
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال دی. دی د نوميالي سندرغاړي فضل ربي استاد زوی دی. کمال وايي، هڅه کوي چې د خپل پلار د سندرې انداز ژوندی وساتي او پښتنو ته ښکلې سندرې وړاندې کړي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په خوست کې د ښوونځیو زده کوونکي له افغان حکومت غواړي چې د خصوصي ښوونځیو او په حکومتي سکټور کې د یولسمو او دولسمو ټولګیو د زده کوونکو په شان دې ټول ښوونیز بهیر په حضوري بڼه پیل شي.
وروسته له دې چې لوکاشینکا د اګست د میاشتې په ټاکنو کې بریالی اعلان شو، زرګونه تنه د دغه هېواد واټونو ته په لاریونونو راووتل.
پر لویو لارو عموماً د دولت وسلهوال مخالفان ماینونه ږدي، خو د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د یاودنې ده چې له څو ورځو راهیسې د دې ولایت په خاناباد او امام صاحب ولسوالیو کې او دغهشان د ښار په نږدې څنډو کې د وسلهوالو طالبانو خوځښتونو زور اخیستی او روان وضعیت د دې ولایت اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي.
د ننګرهار د برېښنا رئیس غلام حیدر فقیرزي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی لومړیتوب خلک او د خلکو د اوسېدنې ځایونه دي، خو په خبرهیې چې برېښنا کمه او د خلکو تقاضا زیاته شوې چې په دې سره د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دریم پارلیماني کال پیلیدو پر مهال د حکومت د کارکردګۍ ستاینه کړې.
د افغانستان حکومت وايي، پاکستان باید پر طالب مشرانو خپل اوسني لګول شوي بندیزونه لا ډېر پخوا وضع کړی وای.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲،۲۵۵ نمبر پرېکړهلیک په بشپړ ډول اجرا کوي.
د ملي امنیت یو باوري سرچینې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې زمری پیکان نن سهار په کابل کې نیول شوی او دا مهال ترې څېړنې کېږي.
د خیبر سوداګر وايي، حکومت دې پر تورخم دروازه عمله زیاته کړي او سهولتونه دې ورکړي، د ټرانزیټ لاره دې نه بدلوي.
د افغانستان حکومت وایي، پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي بریدونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا وغندل شي.
ایران وايي چې هندیانو په خپل وخت د چابهار – زاهدان پر پټلۍ، چې تاکل شوې ده د افغانستان تر زرنج پورې وغځېږي، کار ونه کړ او ځینې هندیان وايي چې د امریکا بندیزونه سبب شول چې دوی په دې پروژې کار وځنډوي.
ښاغلي نوري وویل چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی او په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې ګڼې پروژې هم پلې شوې دي.
د مزار شریف-حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې هره وځ زرګونه ټنه سوداګریز مالونه انتقالېږي او افغان دولت ته د عاید مهمه منبع شمېرل کېږي.
په ختیځ ښار لایپزیګ کې د درېیو جلا جلا کنسرټونو ټول برخوال باید په دې څېړنه کې د برخې اخیستو لپاره اول د معایناتو پر اساس ثابته کړي، چې په کرونا ویروس اخته نه دي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېر کال د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په کلني کنفرانس کې د زمري پیکان د سملاسي نیول کېدو غوښتنه کړې وه.
راپورونه وايي، په هندوستان کې تېره اوونۍ د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر خورا زیات و، چې په یوه شپه او ورځ کې تر ۷۰زرو زیاتې پېښې هم په کې ثبت شوي دي.
ښاغلی احمدي وايي په بله پېښه کې، د فراه د مرکز په اړوندو سیمو کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو پر ځینو اهدافو د هوايي ځواک په حملو کې ۹ وسلهوال وژل شوي دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور چې افغان حکومت ته اوسمهال د سولې پروسه لومړیتوب لري، نو ځکه د کابینې د ورپېژندلو موضوع شا ته پرېښې ده.