په جبل الطارق کې د ايران د یوې نيول شوې کښتۍ ۴ عمله خوشې شوه
شک کېږي چې دغې ضبط شوې کښتۍ د ايران تېل د اروپايي ټولنې د بنديزونو برخلاف سوريې ته لېږدول.
د تېلو لېږدوونکې کښتۍ ٢٨ عمله لېږدوله چې تر ډېره هنديان، پاکسانيان او اوکراينيان وو.
دغه کښتۍ د جولاى په څلورمه په جبل الطارق کې چې بريتانيا يې کنټرولوي، ضبط کړاى شوه.
د جبل الطارق پوليس وايي، د کښتۍ څلور عمله تر نامشخصو شرايطو لاندې خوشې کړاى شوي او د دوى پرضد کوم تور نه دى درج شوى.
د پوليسو په خبره، په دې اړه څېړنې لا هم روانې دي او د ګرېس-١ په نوم د تېلو لېږدوونکې کښتۍ لا هم په توقيف کې ده.