Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2019

Новости за 13.07.2019

Pa.azadiradio.com 

د لبنان د حزب الله مشر وايي، امريکا ورسره د تماس ټينګولو هڅه کوي

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وايي، د امريکا متحده ايالتونه هڅه کوي چې د ده له ډلې سره تماسونه پرانيزي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا د حزب الله پر رهبرانو تازه بنديزونه لګولي دي. ايران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي.  نصرالله د جزياتو له ورکولو پرته د حزب الله له المنار ټلويزيون سره پرون په خبرو کې وويل: د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي چې په لبنان کې د منځګړو له لارې له حزب الله سره د تماسونو چاینلونه پرانيزي. د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په همدې مرکه کې وويل: که د واشنګټن او تهران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې چاودنې یو پولیس وژلی او ۲ نور تپیان دي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار يوې چاودنې یو پولیس وواژه.  ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار په جلال اباد کې د کابل اډې ته څېرمه د پولیسو پر رینجر موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وويل، په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.  د پېښې مسؤليت تراوسه چا نه دى منلى.  پرون په پچيراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې ٦ کسان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول. په وژل شويو کې د ولسي پاڅونوالو يو مشر ملک تور هم شامل دى.

Pa.azadiradio.com 

په جبل الطارق کې د ايران د یوې نيول شوې کښتۍ ۴ عمله خوشې شوه

په جبل الطارق کې پوليس وايي، د ايران د تېلو لېږدوونکې کښتۍ نيول شوې څلور عمله په ضمانت خوشې شوه. شک کېږي چې دغې ضبط شوې کښتۍ د ايران تېل د اروپايي ټولنې د بنديزونو برخلاف سوريې ته لېږدول. د تېلو لېږدوونکې کښتۍ ٢٨ عمله لېږدوله چې تر ډېره هنديان، پاکسانيان او اوکراينيان وو.  دغه کښتۍ د جولاى په څلورمه په جبل الطارق کې چې بريتانيا يې کنټرولوي، ضبط کړاى شوه.  د جبل الطارق پوليس وايي، د کښتۍ څلور عمله تر نامشخصو شرايطو لاندې خوشې کړاى شوي او د دوى پرضد کوم تور نه دى درج شوى. د پوليسو په خبره،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار اداره: حکومت دې د ميدان وردګ حمله ژر وڅېړي

د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له حکومته غوښتنه وکړه چې په ميدان وردګ کې د تېرې اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي. دغې ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کې د څلورو ملکيانو په وژنې تورن کړل. دغه حمله د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ په شپه کې په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلنيک شوې وه. د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، په هغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى و. ده وویل: په هغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ځيني کسان، وسايط... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې لسګونو کسانو د والي پر ضد مظاهره وکړه

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې لسګونو کسانو په يوه لاريون کې د والي د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. لاريونوال چې دولایت د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، پر واليد اداري فساد تور ولګاوه. دوى ادعا وکړه چې د کمزورې ادارې له کبله د بادغيس په بېلابېلو برخو کې ناامني زياته شوې ده. خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لاريونوالو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل: زه په مطلق ډول ردوم، ځکه چې دوی غواړي د ولایت مقام ته د خپلې خوښې کس راولي چې د دوی په ګټه کارونه وکړي، دوی پخپله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځایي پولیس: د سومالیا پر یوه هوټل په حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي

افراطي وسله والو پرون د سومالیا په ساحلي ښار کيسمايو کې پر یوه هوټل حمله وکړه چې په نتيجه کې يې نامعلوم شمېر کسان ووژل شول. د جرمني خبري اژانس د يوه عالي رتبه پوليس افسر په حواله راپور ورکړى چې په پېښه کې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي دي. په نورو راپورونو کې ويل شوي چې په حمله کې ګڼ کسان وژل شوي دي. الشباب ډلې د دې حملې مسؤليت منلى دى. حمله په يوه موټربم چاودنه پيل شوه چې وروسته وسله واله جګړه وشوه. د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيمز سوان په یوه اعلامیه کې دا حمله غندلې او د کیسمایو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا استازو جرګې د ایران په اړه یوه پېشنهادي طرحه تأييد کړه

د امريکا په کانګرس کې د استازو جرګې یوه پېشنهادي طرحه تأييد کړه چې له مخې به یې د ايران په وړاندې د پوځي اقدام لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ وړتیا محدوده شي.  د دې پرېکړې پر اساس به ټرمپ پر ایران د هوايي حملو تر پيل مخکې له کانګرسه تأيید تر لاسه کوي. د جمعې په ورځ په استازو جرګه کې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، دغه پېشنهادي طرحه په ٢٥١ موافقو او ١٧٠ مخالفو رأيو سره تأييد شوه. تر شلو زياتو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراټانو سره لاس یو کړ او دا وړانديز یې د استازو جرګې د دفاعي بودجې په لایحه کې شامل کړ. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

۹۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد نیول شوي چې له پنجشیره کابل ته قاچاقېدل

پولیسو هغه مهال ۹۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول چې له پنجشیر ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل. د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل:"د سرطان د میاشتې په ۱۷مه نېټه د پنجشیر ولایت پولیسو په رُخه ولسوالۍ کې ۸۸ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې کابل ته وړل کېدل." د دې نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور درې کسان نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

تخار کې پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول

د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول. د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سرطان د میاشتې پر ۱۷ نېټه د دې ولایت په لته بند سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ کیلو او ۳۳۰ ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته یې قاچاق کړي. د دې پېښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نه‌دي نیول شوي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus