Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 28.07.2019

Mashaalradio.com 

په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر وسله‌ واله حمله

د جولای پر ۲۸مه، د انتخاباتي کمپاینونو پر لومړۍ ورځ وسله‌ والو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه. د زرغون بهیر مشري د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح کوي. د خان محمد سیند رپورټ. وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر وسله‌واله حمله

د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ ورځ وسله‌والو حمله کوونکو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه. د زرغون بهیر دفتر د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پورې اړه لري. شفیع کريمي له نورو جزئیاتو سره. وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر نوماندانو د انتخابات د تحريم ګواښ وکړ

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو شورا د يوې اعلاميې په استولو سره د افغانستان د 1398 کال د ولسمشرۍ د انتخابات د تحريم ګواښ وکړ. دا شورا له دولسو نوماندانو څخه جوړه ده. د انتخاباتي سياليو او د تحريم د ګواښ د لاملونو په اړه د تميم اخګر په دې ويډيويي راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست د نوماندانو ترمنځ د ټاکنیزو منډو تړو پیل

د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړی ورځ درېيو نوماندانو محمد اشرف غني، ډاګتر عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ خپل کمپاینونه پیل کړل. په دوی کې اشرف غني او عبدالله عبدالله د یو بل پر وړاندې په کنایو د خپلو کمپاینونو ډګر ته راودانګل. وېډیو ذکریا صفري او نصرت پارسا: وړاندې کوونکی: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې چاودنه او ډله ییز برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي چې نن مازیګر ۴ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې اورانوس هوټل ته مخامخ چاودنه شوې.

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان استازي: د ارزګان چهارچینو ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو ځينو استازو او د ولایتي شورا ځينو غړو ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ د تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې ده. دوی وايي، پر یادې ولسوالۍ تېره شپه هم وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي خو وايي چې که یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري ونه رسېږي، سقوط به وکړي. په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین هم مني چې یاده ولسوالۍ وسله والو طالبانو محاصره کړې، خو وايي چې هېڅ کله به هم سقوط ونه کړي. د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ازادي راډيو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنځه کاله وروسته بیا هم د تېرو ژمنو تکرار!

ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلو پلویانو ته د تېرو ژمنو په بیا ځلې ویلو سره خپل کمپاینونه پیل کړل، دواړو طرفونو هغه ژمنې تازه کړې چې پنځه کاله وړاندې یې خپلو پلویانو ته کړې وې.




Pa.azadiradio.com 

تاجکستان نن ۸۰ افغان بندیان افغان لوري ته وسپارل

تاجکستان نن یکشنبه ۸۰ افغان بندیان په شېرخان بندر کې افغان لوري ته وسپارل. په دوشنبې ښار کې د افغانستان د سفارت مستشار سید معصوم بدخش د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال ته وویل: نن موږ د دواړو خواوو د پلاوو په حضور کې ۸۰ تنه ولېږدول، موږ شېرخان بندر او د تاجکستان پولې ته راغلي یوو، دا ۸۰ تنه موږ افغانستان ته وسپارل. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو موافقه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کتنه کې وشوه.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره لیدلي دي. عمان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ په ترینګلتیا کې یې د ناپیلتوب اعلان کړی، مخکې ویلي وو چې غواړي د دواړو لورو ترمنځ د منځګړي رول ترسره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ له خپل عماني سیال یوسف بن علوي سره لیدلي. علوي د مې په میاشت کې یوې عربي ورځپاڼې ته ویلي وو، که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ونښلي، دا به د ټولې سیمې لپاره یو لوی خطر وي. په دې اړه چې د ایران او عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بین الافغاني خبرې به د امریکا او طالبانو د موافقو له نهایۍ وروسته وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره به بین الافغاني خبرې وروسته له هغې د یو جامع او ملي مرکچي پلاوي له خوا پیل شي چې امریکا له دې ډلې سره خپل توافقات نهايي کړي. نوموړي وروسته له هغې پر ټوېټر دا څرګندونې کړي چې افغان چارواکو وویل، راتلونکو دوو اوونیو کې له طالبانو سره د دوی مخامخ خبرې پیلېږي. د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو، تر راتلونکو دوو اوونیو به د یوه مرکچي پلاوي تشکیل او د سفر چارې بشپړې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د غزني د ملکي شفاخانې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د بمي جاودنې له امله د دوی روغتون ته څلور قرباني شوي کسان وروړل شوي دي. د شفاخانې رئیس باز محمد همت د ‎یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د چاودنې له ځایه دوه تنه مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي. بازمحمد همت زیاته کړه: دغه ټول ملکیان دي. چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د غزني ښار ته څېرمه د کابل کندهار پر لویه لاره د کابل هډې ترڅنګ رامنځته شوه. تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مسکو پولیسو له ۱۳۰۰ زیات مظاهره کوونکي نیولي

د مسکو پولیسو تر ۱۳۰۰ زیات کسان په دې خاطر ونیول چې د پلازمېنې د ښاروالۍ د انتخاباتو لپاره په تیاریو کې د سرغړونو خلاف یې اعتراض کړی و. د نیول شویو کسانو شمېر (اووي ډي اینفو) خپلواکې ادارې اعلان کړ. دا اداره د نیول شویو مظاهره چیانو شمېر څاري. دا مظاهرې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د اپوزیسیون د غړو د نومونو له ثبتولو د روسي چارواکو د انکار په غبرګون کې شوي دي. بلواضد پولیسو چې برقي ډنډې یې په لاسونو کې وې، دا کسان پرون د مسکو د ښاروالۍ مخې ته په غونډه کې ونیول.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus