Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 13.07.2019

Pa.azadiradio.com 

د بریالیتوب نمرې د سېکس په بدل کې!

ایا د تحصیل په دوران کې د استاد له خوا له جنسي غوښتنې سره مخ شوي یاست؟د کابل پوهنتون د یوې محصلې خبرې چې د دغه پوهنتون د یوه استاد له خولې یې بیانوي.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې په هوايي حملو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ولسوالۍ په ایلمان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کې ۵ نور طالبان ټپیان شوي. رضايي وايي، دا حملې د هغو پوځي عملیاتو په دوام شوي دي چې د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې د بلخ ولایت په اړوندو سیمو کې پیل شوي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د هند او پاکستان غېرحکومتي غونډه شوې

په اسلام اباد کي د پاکستان او هند د پخوانيو سفارتکارانو، حکومتي چارواکو، دفاعي ماهرينو، ښځينه فعالانو او ځوانانو غېرحکومتي يا ټريک ټو دوه ورځنۍ غونډه نن [جولای ۱۳مه] پای ته ورسېده. ګډون کونکو د دواړو هېوادونو پر حکومتونو تينګار کړی چي ترينګلتيا کمه کړي. په غونډه کې پاکستانيو ګډون کوونکو سياستوال افراسياب خټک، هند کې د پاکستان پخواني سفير عزيز احمد خان او قايداعظم پوهنتون اسلام اباد ښوونکي سلمان بېټني د مشال راډيو له خبريال طاهر خان سره خبرې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د والي ویاند: په قرقین کې د طالبانو حملې په شا تمبول شوي

د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې پر قرقین ولسوالۍ کې د طالبانو حملې دې سیمې ته د کومانډو ځواکونو له رسېدلو وروسته په شا تمبول شوې دي. د جوزجان د والي ویاند فریدون عنیق نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو غوښتل چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي او امنیتي ځواکونو ته تلفات واړوي، خو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې طالبان له قرقین ولسوالۍ څخه ایستل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: د کندز په امام صاحب کې د وسله والو پرضد عملیات روان دي

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد تصفیوي عملیات روان دي. د کندز امنیه قوماندان ډګروال منظور ستانکزی وايي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. ښاغلي ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې یو شمېر کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي او زیاتوي چې د سیمې په امنیت کې اوس د پام وړ بدلون راغلی دی. ده وویل: هغه لوی تشویش چې ولس او خلکو درلود، هغه رفع شوی دی، تاسو راسره یۍ او وضعیت ګورئ چې تراوسه مو هېڅ منفي عکس العمل نه دی لیدلی، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: تېره شپه د خوست په موسی خېلو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال وژلي دي. په خوست کې د ملي اردو د لوا د رسنیو مسؤل عبدالله نن ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او څېرمه امنیتي پوستو یې ډله ییز برید وکړ. ده وویل: طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ پر مقر او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو له نېکه مرغه چې هلته د دېره ځواکونو له کلک ځوابي برید سره مخ شول. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ګرانۍ او نویو ټېکسونو پرضد په ټول پاکستان کې کاربندیز

په پاکستان کي د تاجرانو او دکاندارانو لخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد نن په ټول هېواد کې کاربندیز دی. د سرښار اسلام اباد په ګډون په خېبر پښتونخوا ، سیند ، پنجاب ، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې کاروباري مرکزونه بند دي او په بازارونو کې د ټېکسونو پرضد بېنرې لګول شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ناڅرګندو کسانو د یوې محلې راډیو خبریال وژلی

په پکتیا ولایت کې ناڅرګندو کسانو د یوې محلې راډیو خبریال نادرشاه وژلی دی. په پکتیا کې د افغان خبریالانو د خوندیدیتوب کمېټې مشر ساحل منګل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه خبریال په ګردېزغږ راډیو کې کار کاوه چې تېر ماښام ناڅرګندو کسانو تښتولی و او نن سهار لس بجې یې مړی موندل شوی دی. منګل زیاتوي چې نادرشاه لومړی تښتول شوی، بیا په چاقوګانو وهل شوی او وژل شوی او وروسته یې مړی یوې څاه ته غورځول شوی دی. منګل زیاتوي، نادرشاه له هېڅ چا سره هېڅ ډول شخصي ستونزه او دښمني نه درلوده او نه هم چا تر اوسه پورې هېڅ ډول اخطارونه ورکړي وو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خېبر لومړنۍ ښځینه کاندیده

ناهید وایي ډېرې ښځې ورته ښه راغلاست وایي او خوشحالیږي چې په لومړي وار یوه ښځه انتخاباتو ته ولاړه ده، خو لا هم په ټولنه کې د یوې ښځې لپاره انتخابي مهم چلول یو اسانه کار نه دې.

Mashaalradio.com 

د نويو ټېکسونو پرضد په اسلام اباد کې کاربندیز

په پاکستان کې د تاجرانو او دکاندارانو لخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد نن د جولای پر ۱۳مه په ټول هېواد کې کاربندیز دی. په دې لړ کې د اسلام اباد په اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.




Mashaalradio.com 

اقبال خټک: پاکستان کې د صحافت د ازادۍ تصور ختم شوی دی

په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديي - پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس – په وینا ، پر ميډيا د غيراعلانيه سنسرشپ ، د ځينو ټلويژن چېنلونو د بندولواو د ځينو اپوزېشن سياستوالو پر مرکو د بنديز پرضد د جولايي په ۱۶مه په ټول هېواد کې د تورې ورځې نمالځلو اعلان کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشه‌يي مواد نيول شوي

د ننګرهار ولايت پولیسو په تېره یوه میاشت کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشه‌يي مواد نيولي دي. د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکو ننګرهار ولایت د نشه‌يي موادو د قاچاقو په یوه لاره بدل کړی دی، ځکه نو افغان ځواکونو د نشه‌يي موادو او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي. دی وايي: "په‌دې قضیو کې یو زرو ۱۱ کیلو ګرامه چرس، تریاک او تیزاب شامل دي. دغه ډول د نشه‌يي موادو له قاچاقو کوونکو سره ۲۲ موټرونه هم نیول شوي او تر هغه وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر نجونو او هلکانو په نوښت جوړه شوې سینما

ای خانم سینما چې د یو شمېر نجونو او هلکانو په نوښت جوړه شوې، په هېواد کې سینما ته د تګ د فرهنګ نوې پیلامه ده. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي مو دغې سینما ته بیايي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ دوه چارواکي له يو کلن بندیز سره مخ شول

د کرکټ ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او پخوانی چیف سیلکټر دولت احمدزی له يو کلن بندیز سره مخ شول. د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې دا اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی په خپلو چارو کې د ناغېړۍ له امله له يو کلن بندیز سره مخ شوي دي. د دغه بندیز له مخې ياد کسان د يوه کال لپاره د کرکټ په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نشي کولای. نوید صایم کاکړ له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملي لوبډلې منیجر و چې په نړیوال جام سیالیو کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲ کسان ونیول شول چې له بغلانه یې کابل ته نشه‌يي مواد قاچاقول

دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې له بغلان ولایت څخه یې کابل نشه‌يي مواد قاچاق کول. د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان پولیسو هغه مهال په بنو ولسوالۍ کې ونیول چې غوښتل یې د سرطان د میاشتې په ۱۸مه نېټه ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له بغلان ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره شوې

د افغانستان په خوست کې د جولایي پر ۱۲مه چنار دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه. دا مشاعره د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې ته ځانګړې شوې وه. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو د سولې مذاکرې دې پیل شي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په چين کې يې په څلور اړخيزه غونډه کې پر دې بحث وکړ چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ بايد بين الافغاني مذاکرې سم د لاسه پيل شي.  زلمي خليلزاد تېره شپه په ټوېټر کې ليکلي چې پر موضوع يې پرون په پيکنګ کې د چين، روسيې او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې بحث وکړ. زلمي خليلزاد ليکلي چې د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مذاکرې بايد د سولې يو چوکاټ او د راتلونکي لپاره داسې ټولشموله سياسي طرحه وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus