هایلایټ خبرونه
ظاهر قدیر په کینیا کې د امریکا په غوښتنه نیول شوی. د پولیو واکسیناسیون پیل شوی او ۱۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي. پاکستان د افغان کډوالو د ځورونې د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې اداره جوړه کړې. پاپ فرانسس په ۸۸ کلنۍ کې ساه ورکړه.
ظاهر قدیر په کینیا کې د امریکا په غوښتنه نیول شوی. د پولیو واکسیناسیون پیل شوی او ۱۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي. پاکستان د افغان کډوالو د ځورونې د مخنیوي لپاره یوه ځانګړې اداره جوړه کړې. پاپ فرانسس په ۸۸ کلنۍ کې ساه ورکړه.
پاکستان وايي د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کې د هغوی د ځورونو د مخنیوي لپاره یې یوه ځانګړې اداره جوړه کړه. دغه اقدام کابل ته د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.
د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د امنیتي ځواکونو یوه غړي چې د متحده ایالاتو ته یې د کډوالۍ قضیه درلوده په پاکستان کې ځان وژنه کړې ده. د هغه ګاونډیان او ملګري وايي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، په راولپنډۍ کې رامنځته شوه.
ورځپاڼې د اپرېل پر ۱۸مه په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا یو عدالت د کینیا له چارواکو غوښتي ول چې هغه وروسپاري ځکه چې ورباندې د نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو لرلو تورونه لګېدلي دي.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر او لارښود خورهې ماریو بېرګولیو، چې ځان ته یې د فرانسېس نوم غوره کړی وو، له اوږدې مودې راهیسې د برېښ (نمونیا) په رنځ اخته وو او په تېرو څو میاشتو کې تر اوږدې مودې په روغتون کې بستر وو.
جماعت اسلامي د "غزې تړانګې له ولس سره د یووالي ښوولو" لپاره احتجاجي لاریون او جلسه کړې ده. په اسلام اباد کې د اپرېل ۲۰مې جلسې ته د ګوند د مشر حافظ نعیم الرحمان په ګډون یوشمېر سیاستوالان او ګڼ پلویان ورغلي ول. د اسلام اباد انتظامیې تر احتجاج مخکې پلازمېنې ته داخلېدونکې او مهمو ودانیو ته تلونکې لارې تړلې وې. خو چارواکو وروسته جماعت اسلامي ته له زیرو پواینټ سره نېږدې پر اېکسپرېس وې د جلسې اجازه ورکړه. په اسلام اباد کې دا احتجاج پر داسې مهال شوی چې اسراییلیو ځواکونو په غزه کې پوځي عملیات پراخ کړي دي. Читать дальше...
د رزمي لوبو یو افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده په امریکا کې د یوې وړې نجلۍ په جنسي ځورونې تورن او بندي شوی دی. حسن زاده د کالیفورنیا په سکرمنتو ښار کې اوسېږي. د دغه ښار پولیسو تایید کړې چې د یکشنبې په ورځ یې حسن زاده نیولی دی. د ۲۸ سهیل حسن زاده له خوا د یوې ۱۴کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې قضیه د روان کال له پیله څېړل کېده. حسن زاده چې دمګړۍ په زندان کې دی څلور لکه ډالره جریمه شوی او راتلونکې محاکمه یې د سه شنبې په ورځ ده. تمه وه حسن زاده راتلونکې شنبه د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبه هم... Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.
واتیکان په یوه بیان کې تأیید کړه چې پاپ نن سهار د واتیکان په وخت ۰۷:۳۵ دقیقې، مړ شوی دی.
کراچۍ مېشتي افغان کاروباریان وايي، له هغه وخت راهیسې چې پاکستان د کډوالو ایستل پیل کړي، خلک ورڅخه د لوی اختر لپاره د قربانۍ څاروي په ارزانو بیو د اخیستو غوښتنې کوي. دوی وايي، د افغانانو جبري ستنولو تر حکومتي اعلان مخکې یې څاروي اخیستي ول او نه شي کولای چې ژر یې خرڅ کړي. دوی وايي، سږ کال یې کاروبار زښت خراب شوی دی. د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې لسګونه زره افغانان هېواد ته لېږدولي دي او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
حکومت د اپرېل پر څلورمه د ۲۰۱۷ز کال د کانونو او معدنیاتو په قانون کې د بدلون مسوده صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
د سري لنکا په کنډالاما سیمه کې یو سړي په خپل هوټل کې یوازې ښځې په کار ګومارلې دي. په هغه هوټل کې ۷۵ ښځې کار کوي. کنډالاما د سري لنکا له هغو سیمو یوه ده چې پکې د ټولنیزو دودونو له وجې ښځې د سړیو په نسبت د کار کمې موقعې لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی چې پر مهال یې روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.د پاکستان دولتي راډیو وايي چې وزیراعظم محمد شهباز شریف د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو کیمپېن رسماً پرانیست. راډیو وايي، نوموړي پر میندو او پلرونو غږ وکړ چې خپل ټول بچي واکسین کړي. د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د روغتیايي چارو سلاکار احتشام علي د اپرېل پر ۲۰مه خبریالانو ته وویل چې د اپرېل له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله من دی چې روسیه او اوکراین به روانه اونۍ یوې هوکړې ته ورسیږي. ټرمپ پرون ( یکشنبه د حمل ۳۱) پر خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشیل تروت ولیکل چې یوې هوکړې ته له رسیدو وروسته به روسیه او اوکراین له امریکا سره لوی تجارت پيل او دواړه به شتمن شي. دا چې کیف او مسکو به څنګه او د کومو شرایطو لاندې د اوکراین د جګړې په اړه هوکړې ته رسیږي، ښاغلي ټرمپ یې په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۱۹مه د عیسویانو د پاک اختر یا ایستر په مناسبت د دواړو هېوادونو اوربند تر بیګا نیمې شپې پر ځای پاته و. Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې چین د دوی د حکومت استازو ته د شانګهای د همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د دوی له مالي او ادارې معین محمد نعیم سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې. ضیا احمد د چین د سفیر په حواله ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو چین د هغو هېوادونو له ډلې دی... Читать дальше...
پاکستان وایي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو لپاره یې یو لړ جدي ګامونه اوچت کړي دي. دغه څرګندونې د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته پرون یکشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلفوني خبرو کې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره د کنټرول خونه او ځانګړې مبایل شمېرې فعاله کړي دي. Читать дальше...
نن دوشنبه د ( اپریل ۲۱ مه) په ټول افغانستان کې له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلیږي. له "پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم بنسټ په خپله اېکس پاڼه له خلکو غوښتنه کړې چې خپل ماشومان واکسین کړي.