Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Апрель
2025

Новости за 15.04.2025

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته ستانه شوي کډوال په سرپنا پسې سرګردانه دي

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې  په چټکېدو سره یو شمېر افغانان چې په وروستیو کې دې هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي وايي دوی سرپناه نه لري او دا چې د کرایې کورونو بیې هم خورا لوړې شوي دي.

Mashaalradio.com 

لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د ۴ پاکستانيانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي

وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په یو بیان کې وویل چې په طرابلس کې د پاکستان سفارتي ماموريت خبر ورکړی دی چې یوه کښتۍ، چې د پاکستانیانو په ګډون بهرنیان پناه غوښتونکي پکې سپاره ول، د سرت ښار له هراوه ساحل سره نېږدې چپه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ٔٔد روغتیا نړیوال سازمان: د کال تر پایه به لس فیصده افغانان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال ترپایه به دافغانستان لس فیصده وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. فرانس پریس نن سه شنبه ( د حمل ۲۶مه) د دغه سازمان په حواله ویلي چې دغه ویره له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو له درېدو وروسته رامنځته شوې. خبر کې راغلي چې د افغانستان ۴۵ میلیونه وګړي تر ډيره په بشري مرستو متکي دي او دا مهال دغه هېواد د نړۍ په کچه له دویم لوی بشري ناورین سره مخامخ دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د روان میلادي کال په پيل کې د امریکا د مرستو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتونخوا مېپ، اې اېن پي او جمعيت علما اسلام د معدنو د "غير قانوني" راايستلو مخالفت کړی دی

محمود خان اڅکزي وويل: "تاسو چې کله خلک وځوروئ، د خلکو په کورونو ورننوځئ، د هغوی په غرونو کې د هغوی پر معدنو قبضه وکړئ، او چې کله يې هغوی دفاع وکړي، نو تاسو بيا نړيوالو ته واياست چې دا ترهګر دي."

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېرو دوو اونیو کې ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، د اپریل له لومړۍ نیټې نژدې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان نن سه شنبه( د حمل ۲۶مه) ویلي، د کډوالو دغه شمېر راتګ، د بیا ستنېدې په بهیر کې چټک زیاتوالی ښيي. یاد شمېر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اړول شوي دي. څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري ویلي و چې په راغلو کډوالو کې زرګونه شاوخوا څورلس زره داسې دي چې په زور را ایستل شوي. د طالبانو د کډوالو چارو ځانګړی کمیسیون له دغو راستنو شویو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مستونګ کې بمي چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي، ۱۶ ژوبل دي

د بلوچستان حکومتي وياند شاهد رند په يو بيان کې ويلي دي چې د اپرېل پر ۱۵مه د مستونګ له کنډ مسوري سيمې سره نېږدې د بلوچستان کانسټېبلري پوليسو پر بس د ماين چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې درې پوليس ووژل شول او ۱۶ ژوبل شول.

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د کډوالو اخراج، پرون هم څه باندې ۷۲۰ کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک را اړول شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو ځانګړی عالي کمیسیون وایي، پرون دوشنبه څه باندې ۷۲۰ کډوالې کورنۍ پر تورخم او سپین بولدک افغانستان ته را اړول شوي دي. د دغه کمیسیون دارلانشا په خپل ورځني راپور کې ویلي چې د دوی د ترانسپورت، روغتیا، مالي او نورو کمیټو راستنو شویو ته اړینې مرستې رسولي دي. که څه هم د طالبانو حکومت له را ستنېدونکو سره د مرستو خبره کوي، خو ګڼ شمېر راستنو شویو ازادي راډیو ته ویلي چې یا هیڅ مرسته ورسره نه کیږي او که کیږي هم کمې او یوازې یوځل دي. څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر حزب اسلامي پراخ محدودیتونه، شنونکي وایي طالبان فکري دایره تنګوي

وروسته له هغه چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د حکومت د عدلیې ریاست ته منسوب، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دپلویانو د نیولو، فعالیتونو او دفترونو د تړلو په اړه پر خواله رسنیو یوه مکتوب خپور شو، د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي چې طالبانو یې پر پلار او د دوی د ګوند په پلویانو ګڼ محدودیتونه وضع کړي دي. حبیب الرحمن حکمتیار ازادي راډیو سره خبرو کې وویل " دوی حساسیت ښیي، حتا په دې ناستو چې جناب حکمتیار صاحب ته خلک راتلل،دوی ورځ بلې ته خپل قیودات زیاتوي، دوی(طالبان) حتا له ښې مشورې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مخالفې جبهې: د حل یوازنۍ لاره د طالبانو د حکومت پرزول دي

د طالبانو د حکومت سیاسي او پوځي مخالفانو یوځل بیا د دغه حکومت په وړاندې پر وسله والې مبارزې ټینګار وکړ. د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبان په " ظلم او وحشت" تورن کړل او زیاته یې کړه چې " هیڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه کوي". ښاغلي مسعود ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو اراده او تقاضا ډيره شوې ده. د طالبانو دغه مخالفان پرون دوشنبه، په سالنګ کې د خپلو ۷ غړو د وژلو د دویمې کلیزې په یاد غونډه کې، انلاین جرګه شوي وو. د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا غونډې ته وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور مېشتي افغان هنرمندان خپلې او د موسیقۍ راتلونکې ته اندېښمن دي

په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ سندرغاړي او موسیقاران پېښور ته کډه شول. دوی وايي، هلته یې ژوند ته خطر وو او هنري کارونه یې نه شول کولای ځکه چې طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. هنرمندان وايي، اوسمهال د افغان موسیقۍ او بېلابېلو الاتو خوندیتوب ته اړتیا ده او دا کار په پېښور کې شونی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ اونۍ راهیسې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د نیابي ډلو د خطرونو په تړاو وغږیدل

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره د دوشنبې په ورځ ( اپریل ۱۴) خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه بیان کې د دې ټیلفوني مکالمې په اړه وویل چې دوی د ایران او د هغه د نیابتي ډلو لخوا د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره د خطرونو په اړه خبرې وکړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د ناټو د پیاوړتیا د اهمیت په برخو کې یې موافقه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ، زیلینسکي د میلیونونو انسانانو د وژلو په خاطر پړ وباله

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اوکراین پر ولسمشر انتقاد وکړ او د فرانس پریس اژانس په وینا، ښاغلي ټرمپ په غیرواقعي توګه ولودمیر زیلینسکي د میلیونونو کسانو د مرګ مسوول وباله. ولسمشر ټرمپ ( د اپریل ۱۴) دا تور پورې کړ، نژدې شپږ اونۍ مخکې تر دې یې په سپینه ماڼۍ کې له ښاغلي زیلینسکي سره خبره اړولې وه. ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "د دریو کسانو له امله په ملیونونو خلک مړه شوې دي" نوموړي زیاته کړه "راځئ چې پوتین لومړی کس وګڼو، خو راځئ چې بایډن دوهم کړو چې هیڅ نظر یې نه لاره او بیا زیلینسکي». Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تهران: له امریکا سره به دوهم پړاو خبرې په مسقط کې وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا او ایران ترمنځ به د ا ټومي خبرو اترو دوهم پړاو هم په عمان کې ترسره شي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت دا بیان د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر انتونیو تاجاني له وینا سره په ټکر کې دی چې ویلي یې و دا خبرې به په پلازمینه روم کې وي.

Pa.azadiradio.com 

د بهرمیشتو افغانانو ګډه جرګه سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه د بهر میشتو افغانانو یوه اتلس کسیزه ګډه جرګه کابل ته ولاړه شي. د دې جرګې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې دوی به د طالبانو له چارواکو سره د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه خبرې وکړي. د اروپا میشتو افغانانو دا ګډه جرګه پروسږکال هم افغانستان ته تللې وه او په کابل کې یې د طالبانو له یوشمیر چارواکو سره په ورته موضوعاتو خبرې کړې وې، خو د دوی غوښتنې عملي نه شوې. د دې جرګې په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې افغانستان یوازې د خبرو اترو، عدالت او ټولشموله ګډون له لارې روښانه راتلونکې ته رسیدلی شي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په نیمایي ولایتونو کې د سیلونو د بهیدو امکانات شته

د افغانستان په اوولس ولایتونو کې نن او سبا د سیلونو د بهیدو امکانات شته. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په غور، بادغیس، غزني، رزګان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشیر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، بدخشان، تخار او کندز کې د ورښتونو له امله د اوبو کچه په سیندونو کې لوړیږي چې له امله یې د سیلابونو د بهیدو خطر شته. د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام( ډبیلو-ایف-پي) د راپور له مخې پروسږکال په افغاستان کې د سیلونو له امله تر یوسل او شپته زره ډير کسان اغیزمن شول او په زرګونه کورونه او کروندې ویجاړې شوې.

Pa.azadiradio.com 

تر۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي. دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي. تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده. ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus