Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Апрель
2025

Новости за 06.04.2025

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه

له پاکستانه ایستل کېدونکي کډوال اجازه نه لري خپل وسایل افغانستان ته یوسي بريټانوۍ بندي جوړه وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی. ایران کې سږنی نوروز مرګونی وو ټرافیکي پېښو کې ۸۸۰ کسان مړه شوي. او د نولس کلنو کرکټ ټیم نیپال ته ماته ورکړه. دا په هایلایټ خبرونو کې چې صفي الله ستانکزی یې وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

ایران یو وار بیا له امریکا سره مستقیمې خبرې رد کړې

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو تر غوښتنې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په شپږمه په خپره شوې اعلامیه کې، عباس عراقچي ویلي چې تهران چمتو دی له واشنګټن سره غیر مستقیمې خبرې وکړي. هغه ویلي: «ایران ځان د ټولو ممکنه یا احتمالي پیښو لپاره چمتو ساتي، او لکه څنګه چې په ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کې جدي دی، دا به د خپلو ملي ګټو او حاکمیت په دفاع کې هم قاطع او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت لخوا نیول شوی بریتانوي وګړی د طالبانو زندان «دوزخ» بولي

یو شمیر برتانیوي رسنیو له دې ډلې او تلګراف میل انلاین د راپورونو له مخې، نهه اویا کلن پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی په یوې ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې د طالبانو د زندان فضا ډیره وحشتناکه ده.

Mashaalradio.com 

روسیو ځواکونو پر پلازمېنې کییف او کوپیانسک ښار حملې کړې دي

روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی ویشتلی او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم غورځولی دی.داسې انګېرل کېږي چې دا بریدونه به د مسکو او کییف ترمینځ د اوربند هڅې لا زیانمنې کړي. د اپرېل پر شپږمه په کییف کې برید د اوکراین په حکومتي پیسو د چلېدونکي ټېلېوېژن ودانۍ ته سخت زیان ورساوه. دا دویم ځل دی چې د روسیې په هوايي بریدونو کې هغه ټېلېوېژن په نخښه کېږي. په کییف کې چارواکو ویلي دي چې پر صنعتي سیمه په میرایلي برید کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه درې ژوبل دي. په برید کې په ګودام او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پيټر رینولډز وايي د طالبانو زندان د دوزخ په څېر دی

یوه بریټانوۍ جوړه چې څه باندې نهه اوونۍ د طالبانو له خوا بندي ده وايي د طالبانو زندان دوزخ ته ورته دی. ۷۹ کلن پيټر رینولډز او مېرمن یې باربي د څرخي پله له زندانه بریټانوي رسنیو سره خبرې کړي. هغه ویلي ویلي چې طالبانو دوی له خطرناکه مجرمینو سره یوځای اچولي او یواځې یو وخت ډوډۍ ورکوي. د پيټر زوی له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د پلار او مور په خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي. «موږ ته په وار وار ویل شوي چې دوی بې ګناه دي، هیڅ جرم یې نه دی کړی او ډیر ژر به خوشې شي. خو دوی لا هم په زندان کې دي.»

Pa.azadiradio.com 

د ایران سږنی مرګونی نوروز؛ ۸۸۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

ایران کې د سږني نوروز د رخصتیو پر مهال ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۸۸۰ کسان مړه او څه باندې ۲۰ زره نور کسان ټپیان شوي. د ایران د لویو لارو د پولیسو چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د نورو د شلو ورځو رخصتیو پر مهال لږ تر لږه ۱ میلیون ټرافیکي پېښې شوي. د نوروز پر مهال د ایران په لویو لارو د موټرو تګ راتګ څو برابره کېږي چې ورسره د ټرافیکي پېښو او مرګژوبله شمېر هم د پام وړ لوړ ځي.

Mashaalradio.com 

د افغان کډوالو ټولنې مشر: "مهاجر باید د سیاست ښکار نه شي"

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ټولنې مشر وايي، پاکستان د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته هېواد ته د ستنېدو لپاره خورا کم وخت ورکړ او د مارچ په پای کې د مهلت له ختمېدو سره سم پولیسو ګڼ افغانان نیولي. حاجي راز محمد سلیمانخېل مشال راډیو ته وویل چې پولیس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مهاجرت کارډ (پي او ار) لرونکي هم نیسي. دی وايي، د پاکستان له چارواکو او په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت له سفیر سره لیدلي دي او ورسره د افغانانو پر ستونزو غږېدلی دی. سلیمانخېل زیاتوي چې د پاکستان او د طالبانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ټرمپ د نويو تعرفو اعلان پاکستاني سوداګر اندېښمن کړي دي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په ګډون پر خپلو سوداګریزو شریکانو "متقابلې تعرفې یا ټیکسونه" وضع کړې دي. نوموړي د دې تعرفو اعلان د اپرېل پر دویمه په سپينې ماڼۍ کې وکړ. د امریکايي ولسمشر تر دې اعلان وروسته په پاکستان کې سوداګر وايي چې په هغه هېواد کې له وړاندې لا اقتصادي حالات سم نه دي او د امریکا لخوا د تعرفو په لګولو سره به یې برامدات (صادرات) له مالي تاوانونو سره مخاخ شي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کریکټ لوبه پيل شوې

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي. د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي. د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی دا اونۍ پاکستان ته ځي چې د سفر موخه یې له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د دوی د دفتر مشر ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د اپریل له اتمې تر لسمې پورې په پاکستان کې وي. ویل شوي چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. له اقتصادي همکاریو ور هاخوا به یاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل صدر اعظم نن امریکا ته سفر کوي

ټاکل شوې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي. د نتنیاهو دفتر د شنبې ناوخته وویل چې نوموړی به یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) واشنګټن ته روان شي او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره " د ایران د ګواښونو" او د امریکا پر نویو تعرفو خبرې وکړي. د نتنیاهو د دفتر د معلوماتو له مخې، په دغو لیدو کتو کې په غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون، د ترکیې او اسراییلو پر اړیکو او د نړیوالې جزایي محکمې د هغه حکم په ضد خبرې وشي چې نتنیاهو یې په " جنګي جنایت" او د " بشر ضد جنایت" باندې تورن کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا کې د یوې افغان فعالې د پنا ردېدو ته غبرګونونه

وروسته له هغه چې د بریټانیا د حکومت لخوا د یوې افغان ښځې د پناه غوښتنې د ردولو په اړه راپورونه خپاره شول، په دغه هیواد کې یو شمیرمېشتو افغان ښځې د بریټانیا دا پریکړه غیر عادلانه بولي او په دې اړه د بیا غور غوښتنه کوي. په بریټانیا کې ځینو میشتو د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو پراخوسرغړونو او په افغانستان کې د بشري حقونواوسني وضعیت ته په کتو، دغه هیواد ته د یادې ښځې بېرته ستنول به له ګواښه خالي نه وي. له دې ډلې مریم مصطفوي وویل"دا واقعاً... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډله نن له نیپال سره دویمه لوبه لري

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې سره مخامخ کیږي. د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي. د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میرضیایف: نړۍ له افغانستانه پیښېدونکو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، نړۍ هغو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي چې له افغانستانه پيښېدونکي دي. میرضیایف پرون شنبه ( د حمل ۱۶مه) په سمرقند کې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې وویل چې منځنۍ اسیا او اروپا دواړه له مشترکو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. هغه دغه ګواښونه ترهګري، سخت دریځۍ، افراطیت، سایبري جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق او کډوالي بللې ده. د ازبکستان ولسمشر ویلي چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي او افغانستان کې زیربنایي پروژو او پانګونې ته کار وشي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus