انډیپنډنټ: برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د یکشنبې د ورځې هغه برید ته پام اړولی، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند پریوې غونډې وشوه. د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دغه برید مسولیت واخیست. مخکې له دې چې داعش د دې برید مسولیت واخلي، انډیپنډنټ ورخپاڼې د پاکستان د پولیسو په حواله لیکلي چې ویلي وو: لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا کار به داعش کړی وي. هغه ډله چې د ورځپاڼې په وینا، د افغان طالبانو یوه رقیبه ډله ګڼل کیږي. په دې لیکنه کې وړاندې لولو،چې دا برید پرهغه... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی حکومتي چارواکي به د سعودي عربستان په کوربهتوب د اوکراین د سولې په غونډه کې ګډون وکړي. د رویټرز خبري اژانس په وینا د وزارت ویاند متیو مېلر پرون دوشنبه دغه خبره په یوه خبري کانفرانس کې وکړه، خو زیاته یې کړه، په دې اړه نور جزییات نه شي ورکولای. دوه ورځې وړاندې والسټریت ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې سعودي عربستان به د اوکراین د سولې په تړاو غونډې ته د لویدیځو دولتونو، اوکراین او مخ پر ودې هېوادونو مشران وروغواړي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یېرمک... Читать дальше...
داعش ډلې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې د یکشنبې د ورځې د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست. د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې، چې په خپل ټیلګرام کې یې خپره کړې، د برید د مسوولیت منلو ترڅنګ د انتحاري بریدګر عکس هم خپور کړی دی. د دې برید د تلفاتو شمېر، چې په پیل کې ۳۵ اعلان شوی و، اوس ۵۴ تنو ته زیات شوی دی. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي ريیس شوکت عباس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې... Читать дальше...
په قطر کې د امریکا او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې پرون دوشنبې پای ته ورسېدې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټوماس وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي. په هغې اعلامیې کې چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت تېره شپه پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټام وېست او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي. په هغې اعلامیې کې چې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت تېره شپه پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو د ملاتړ د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روانې اګست میاشت په وروستیو کې به له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې سیالۍ به د سریلانکا په دوو بیلابیلو لوبغالو کې د اګست په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره شي. د یادې ادارې په وینا چې د دې سیالیو کوربتوب د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه دی. افغانستان تر دې وړاندې په عربي متحده اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې په سریلانکا کې کوربتوب کوي. کرکټ بورډ وايي... Читать дальше...
د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د اشیز لوبلړۍ وروستۍ سیالي هم د جولای په ۳۱مه نېټه د لوبې په پنځمه ورځ د کوربه انګلستان په بري سره پای ته ورسېده. یاده سیالي د لندن په اوول لوبغالي کې پيل شوې وه چې اسټرالیا ونه کړای شول د انګلستان د ۳۸۴ منډو هدف پوره کړي، دوی دغه سیالي د ۴۹ منډو په توپير وبایلله. د اشیز د ټېسټ سیالیو په یادې لوبلړۍ کې لومړنۍ دوه سیالۍ مېلمه اسټرالیا وګټلې، خو په درېیمې سیالۍ کې د انګلنډ لوبډلې بری وموند. د دواړو لوبډلو ترمنځ په مانچسټر ښار کې څلورمه ټېسټ سیالي په مساوي توګه پای ته ورسېده. Читать дальше...
قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګري اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي. د قزافستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قناعت تومیاش پرون دوشنبه په استانې کې وویل، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړي چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شي. د منځنۍ اسیا هېوادونه سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا هڅه کوي. Читать дальше...
د پورونو له ترلاسه کولو سره سره د پاکستان روپیو پرون دوشنبې نور ارزښت هم له لاسه ورکړ. د پاکستان مرکزي بانک یا سټېټ بانک وايي چې د ډالر پر وړاندې د روپۍ ارزښت صفر اعشاره صفر ۷ سلنه ولوېد. پرون د بانکونو ترمنځ یو ډالر په ۲۸۶ اعشاریه ۶۴ روپۍ تبادله کېده، خو د کراچۍ د اسعارو په بازار کې هر ډالر په ۲۹۲ روپۍ تبادله شو.
د ایران د رضوي خراسان ولایت چارواکي وايي چې تر اووه نیم زره ډېر افغانان یې، چې په تایباد ښار کې په غیر قانوني ډول اوسېدل، افغانستان ته ګرځولي دي. ایراني رسنیو پرون دوشنبه د رضوي خراسان د تایباد د سرحدي پولیسو د قوماندان جګړن مجید شجاع په قول وویل چې دا کسان په شپږو ورځو کې په تایباد کې راټول شوي او د دوغارون بندر له لارې د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي. ده همداراز ویلي چې بهرني اتباع په ایران کې د اوسېدو لپاره باید قانوني اسناد ولري. ایراني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو په کنترول کې دی، پرون دوشنبې د 'کې ټو' یا K2 په څوکه کې د وفات شوي افغان غرختونکي علي اکبر سخي مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره. دغه افغان غرختونکی د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې له یو شمېر بهرنیو غرختونکو سره په پاکستان کې د 'کې ټو' څوکې ته د ختلو په لار کې د زړه د سکتې له امله ساه ورکړه. کې ټو د همالیا تر یورسټ وروسته د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده.
په مزارشریف کې د تېلو په یوه ټانک کې پرون هغه مهال اور ولګېد چې د ټانک کارکوونکو زېرمې ته تېل اچول. اور چې لمبې یې د مزارشریف ښار تر لېرې سیمو پورې په اسمان کې لیدل کېدې، څو ساعته وروسته د اور وژونکو له لوري مړ شو، خو ډېر مالي تاوان یې پېښ کړ. په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو وزارت وايي، له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره یې د افغانستان د پولو د نښه کولو د پلان تطبیق پیل کړی دی. د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر نورالله نوري پرون دوشنبه د خپل وزارت د کارونو په اړه د راپور ورکولو په ترڅ کې وویل، له ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان د پولو د نښه کولو چارې په ځینو برخو کې بشپړې شوي دي. ده د پاکستان یادونه ونه کړه. افغانستان د پاکستان په شمول له شپږو هېوادونو سره پوله لري. تر دې مخکې ځینو افغانانو... Читать дальше...