په مزارشریف کې د تېلو په یوه ټانک کې پرون هغه مهال اور ولګېد چې د ټانک کارکوونکو زېرمې ته تېل اچول.
اور چې لمبې یې د مزارشریف ښار تر لېرې سیمو پورې په اسمان کې لیدل کېدې، څو ساعته وروسته د اور وژونکو له لوري مړ شو، خو ډېر مالي تاوان یې پېښ کړ.
په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.