د ایران د رضوي خراسان ولایت چارواکي وايي چې تر اووه نیم زره ډېر افغانان یې، چې په تایباد ښار کې په غیر قانوني ډول اوسېدل، افغانستان ته ګرځولي دي.
ایراني رسنیو پرون دوشنبه د رضوي خراسان د تایباد د سرحدي پولیسو د قوماندان جګړن مجید شجاع په قول وویل چې دا کسان په شپږو ورځو کې په تایباد کې راټول شوي او د دوغارون بندر له لارې د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي.
ده همداراز ویلي چې بهرني اتباع په ایران کې د اوسېدو لپاره باید قانوني اسناد ولري.
ایراني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان ورمهاجر شوي دي.
له تېرو دوو کلونو راهیسې ایران پر لهپسې افغانان په ډلهییز ډول له خپلې خاورې باسي.