نامعلومو وسلهوالو په ننګرهار ولایت کې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي دي. د جرمني خبري آژانس نن د ننګرهار ولایت د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې پېښه په سرخرود ولسوالۍ کې شوې. د خبر له مخې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي هم په دې پېښه کې ټپيان شوي دي. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او دا هم معلومه نه ده چې برید چا کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لاهم د تشدد خال خال پېښې کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی نن د ترکیې پر لور وخوځېد. د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دا پلاوی به د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پر ترکي چارواکو سربېره په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګهوالو سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونو د پراختیا په اړه په یو مهم کنفرانس کې به هم ګډون وکړي. په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برادر به له کومو ترکي چارواکو سره وګوري. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د پولنډ دفاع وزارت د دې هېواد د سرحدي ځواکونو هغه غوښتنه منلې ده چې له بېلاروس سره ګډ سرحد ته نور پوځي ځواکونه واستوي. د پولنډ دولتي خبري آژانس 'پي اې پي' نن دا خبر ورکړ. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال پرون وویل، وروسته له دې چې له بېلاروس څخه پولنډ ته د خلکو د غیرقانوني اوښتو په هڅو کې زیاتوالی راغی، سرحدي ځواکونو له دفاع وزارت څخه سرحد ته د زر تنه اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه. پولنډ دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په تېرو څو اونیو کې له بېلاروس سره د دې هېواد ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د واګنر ګروپ ملېشې لیدل شوي دي.
د بریتانیا حکومت د ایران د بېپیلوټه الوتکو د تولید پر صنعت او له شلو زیاتو نورو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه اعلان کړي دي. لندن تور لګولی، چې دا شرکتونه او افراد، روسیې ته د اوکراین په جګړه کې وسلې او تجهیزات برابروي. د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر جیمز کلیورلي نن د اګست اتمه وویل، د ده د هېواد دا اقدام به د ولسمشر پوتین د وسلو سرچینه محدوده او روسیې ته د وسلو د استولو لړۍ بنده کړي. پر اوکراین د روسیې له غیرموجه برید وروسته لویدیځو هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي. د بریتانیا د نویو... Читать дальше...
امریکايي چارواکي وايي، تمه ده چې حکومت به اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته نن اعلان کړي. دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د ولسمشر جوبایډن ادارې په څو برخو د هغو ۶،۲ میلیارد ډالرو وېش پیل کړی چې له اوکراین سره د امریکا په مرستو کې د پنټاګون د محاسباتي تېروتنې له اصلاح وروسته وموندل شوې. په مې میاشت کې پنټاګون اعلان وکړ چې په تېروتنه کې یې له ټاکلې اعلان شوې اندازې زیاتې وسلې کییف ته لېږدولي دي.
د غور اوسېدونکې ګل اندام د شپږو بچیانو مور ده. د هغې مېړه یو کال کېږي چې کور ته نه دی تللی. ګل اندام یوه له هغو زرګونو ښځو ده چې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې سازمان په وینا، درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هغه ته د ورکړل شوې سزا پرضد په اسلام اباد های کورټ کې خواست کړی دی. دا خبره رویټرز خبري اژانس د اګست پر اتمه د عمران خان د وکیل نعیم پنجوتا له خولې لیکلي ده. پنجوتا هيله ښوولې چې عدالت به یې د اګست پر نهمه، پر درخواست اورېدنه وکړي. عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهيسې د اټک په زندان کې بندي دی. دا له هغه وروسته ده چې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د دريو کلونو بند او یو لاک روپیو جرمانې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د ګرمې هوا له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په هېوادونو کې ۴۶۰ میلیونه ماشومان چې ۷۶ سلنه کېږي د کال ۸۳ ورځې د تودوخې له ۳۵ درجو څخه پورته په ګرمه هوا کې ژوند کوي. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ دا شمېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۳۲ سلنې ته رسېږي. یونېسف دا هم لیکلي چې، په جنوبي اسیا... Читать дальше...
د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې خلک د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بېثباتۍ له امله سختو بشري اړتياوو سره مخ دي. د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بېثباتۍ له امله بشري مرستو ته زياته اړتيا لري. دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، وروستیو سېلابونو اوغیر موسمي بارانونو دغه ناورین لا پسې سخت کړی دی. په راپور کې راغلي چې د... Читать дальше...
د بلوچستان د وکيلانو اتحادیې نن (د اګست پر اتمه) په کوټه کې د هغو ۵۴ وکيلانو د وژنې اووم تلين ولمانځه چې په ۲۰۱۶ز کال کې وژل شوي ول. په دې اړه په کوټه کې شوې غونډه کې د بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او سیند وکيلانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو. دوی د وژل شويو وکيلانو د کار ستاينه وکړه او د هغوی د ژوند په اړه یې د خبرو پر وخت وويل چې د جمهوريت او انساني حقونو لپاره د هغوی مبارزې ته بايد دوام ورکړل شي. د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه د کوټې په سيول هسپتال کې د بلوچستان وکيلان په نښه شول چې پکې د... Читать дальше...
د کوربه ویسټ اینډیز او هندوستان ترمنځ به نن درېیمه شل اوره سیالي پيل شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ دوه شل اوریزې سیالۍ د وېسټ اینډیز په بري سره تمامې شوي دي. په پام کې ده چې د دې ملکونو ترمنځ پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي. که نننۍ لوبه د وېسټ اینډیز په ګټه ختمه شي، نو د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به وګټي. دواړو لوبډلو د ټېسټ او یو ورځنیو سیاليو لوبلړۍ هم لوبولي دي چې دواړه هندوستان ګټلې وې.
د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو سیالۍ نن د کولمبیا او فرانسې په بریاوو سره پای ته ورسېدې. د نن ورځې لومړۍ سیالي د کولمبیا او جمیکا ترمنځ وه چې ۱ د صفر پر وړاندې کولمبیا وګټله. دغه راز دویمه سیالي بیا د فرانسې او مراکش ترمنځ وه چې ۳ د صفر پر وړاندې د فرانسې په بري سره پای ته ورسېده. د ښځینه فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل پړاو لوبډلې هم معلومې شوې چې یادې سیالۍ به د اګست په ۱۱مه نېټه پیل شي. د کوارټرفاینل په پړاو کې به هسپانیه د نیدرلینډ، جاپان د سویډن، اسټرالیا د فرانسې او انګلستان د کولمبیا پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې نن خپله دویمه سیالۍ د موزمبیق پر وړاندې دوه د دوه په پایلې سره مساوي کړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو دوه، دوه ګولونه ووهل. د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له چک جمهوریت سره ترسره کړې وه چې هغه هم مساوي پای ته رسېدلې وه. د موزمبیق او چک جمهوریت تر سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان بل پړاو ته لار پیدا کولای شي کنه. د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. Читать дальше...
یوې افغانې مېرمنې په افغانستان کې د یو شمېر پوهنتونونو د استادانو په مرسته یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ کړی چې افغان هلکانو او نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي. له زده کړو څخه محرومو نجونو ته د لیک لوست د زمینې د برابرولو د هڅو په دوام، د 'پیام امید اکاډمۍ' تر نامه لاندې یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ شوی دی. د بدخشان ولایت یوه مېرمن زرغونه پامیري چې د یاد ښوونیز مرکز مسووله ده، وايي، دغه مرکز د پوهنتون د یو شمېر استادانو له خوا جوړ شوی دی. هغې ازادي راډيو ته وویل چې د دغه مرکز تعلیمي ټولګي د هلکانو او نجونو لپاره وړیا دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د بودیجې د کموالي له کبله به په افغانستان کې ۲ زره ۸۰۰ سیمه ییز یا کلیوالي ټولګي بند شي. اوچا نن په یوه ټویټ کې کښلي، د تعلیم په سیکتور کې د کافي بودجې نشتوالی به سبب شي چې د روان ۲۰۲۳ د اکتوبر تر پایه ۲ زره ۸۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي. د اوچا پر اساس، له دې کبله به یولکو ۶۶ زره ۲۲۰ زده کوونکې ماشومان، چې په سلو کې ۵۲ یې نجونې دي، له زده کړو پاتې شي.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي له اندونیزیايي چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتابه، په ځانګړي توګه زده کړو ته د نجونو د لاسرسي پر لارو چارو خبرې کړي. مرسلین ارسلا پر همدې موضوع د پوهنتون له استاد پوهاند محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې ولې د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له کړنو ناراضه دی او له دوی سره د مستقیمې اړیکې پرځای غواړي اسلامي نړۍ د طالبانو د کړنو پر وړاندې سره متحده کړي؟ دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په سینګارتونونو د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر سینګارګرې مېرمنې وايي، بار بار یې د طالبانو حکومت ته د خپلو اقتصادي ستونزو ویلي او د بدیل کار غوښتنه یې کړې، خو په خبره یې هېڅ ډول مثبت ځواب یې نهدی تر لاسه کړی. په کابل کې یوه سینګارګره مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي، د دې په ګډون ډېری سینګارګرو به د ورځې کار کاوه او ماښام به یې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابوله. هغې وویل، له کومې ورځې چې سینګارتونونه تړل شوي، دوی د بدیل کار په لټه کې دي، خو په خبره یې نه د طالبانو حکومت مرسته ورسره... Читать дальше...
د ناروې د کډوالو شورا د ناټو په غړو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له لوږې ځپلو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرستې نه کوي. د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' وايي، د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی. د دغې شورا عمومي مشر یان ایګلنډ د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپل ټویټر لیکلي، د ناټو هېوادونو په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په خپلو پوځي عملیاتو ټریلیونونه ډالره ولګول، خو اوس هغو وږو ماشومانو ته چې د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې شمېر زیات شوې اساسي بشري مرستې نه ورسوي. Читать дальше...
د افغانستان د احصاییې ملي ادارې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د الیکترونیکي تذکرې لپاره بیې وټاکلې. د دې ادارې د هغې خبرپاڼې پر اساس، چې پرون ناوخته یې خپره کړه، په مرکزونو کې د الیکترونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او په اسان خدمت اداره کې ۷۰۰ افغانۍ ده. د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د الیکترونیکي تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۳۰۰ افغانۍ ته پورته شوه او اوس ۲۰۰ نورې هم پرې زیاتې شوې دي. د طالبانو حکومت د تذکرو د بیې د لوړېدو دلیل نه دی څرګند کړی. د طالبانو... Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټيننټل سیالیو په دوام کې نن د موزمبیق له لوبډلې سره مخامخ شي. د تایلنډ په بنکاک کې به دا سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوې نیمې بجې پیل شي. پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له چک جمهوریت سره څلور په ځلور مساوي کړه. د فوټسال کانټيننټل لوبلړۍ د اګست له اوومې د همدې میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام کوي. دې لوبلړۍ ته افغانستان وروسته له هغه غوره شو چې د منځنۍ آسیا په سیالیو کې یې دوهم ځای خپل کړ.
جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه په پېښور کې د پښتنو د قبايلي سيمو له مشرانو سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالو خوندي ځایونه د ناامنۍ د پراخېدو سبب دي.
په کابل کې د ایران سفارت په مزارشریف ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ د پنځه ویشت کاله پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه. دغه سفارت نن پر ټویټر لیکلي چې د دې پېښې کالیزه د هغې پر تعقیب ټینګار کوي. تراوسه پورې طالب چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. ۲۵ کاله پخوا د طالب ځواکونو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو سره سم په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وشوه او د دې کونسلګرۍ ۸ دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال یې ووژل شول. طالبانو هماغه مهال په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو، خو ایران طالبان... Читать дальше...
چارواکي وايي د پنجګور او کېچ ترمينځ سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې د يو قومي مشر په ګډون د ۷ کسانو تر وژل کېدو وروسته یې پلټنې پيل کړې دي.
د اندونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو او ښځو په لاسرسي ټینګار کړی دی. د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیمطه د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دواړو مشرانو په جاکارتا کې سره لیدلي او تعلیم ته یې د افغان نجونو او ښځو پهلاسرسي ټینګار کړی دی. هغې زیاته کړې، په دې لیدنه کې له افغانانو... Читать дальше...
د اګست پر اوومه د خيبر پښتونخوا په مردان کې پوليسو هغه وخت د پاکستان تحريک انصاف تر ۲۰ زيات پلويان ونيول چې کله هغوی د ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاج لپاره د مردان پرېس کلب مخې ته راټولېدل. د پوليسو په وينا دغه کسان يې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نيولي چې له مخې يې تر پينځو د زياتو کسانو پر ورغونډېدو بنديز وي.