په ځینو مناسبتي ورځو، په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې افغانانو ته مرګژوبله اړوي. د سیمهییزو سرچینو د راپور پر بنسټ، یوازې په هرات ولایت کې د اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه د ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰۳ تنه ټپیان شوي دي. د هرات ولایت د حوزوي روغتون سر طبیب، محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په ورځو کې د ټرافیکو پېښو ۲۰۳ تنه ټپیان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته راوړل شوي، چې د ۳۴ ماشومانو په ګډون، ۳۶ هغه یې ښځې او پاتې یې نارینه وو." هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ،... Читать дальше...
پولیسو نن د ترکیې په ۲۱ ولایتونو کې پر کورونو عملیات ترسره کړي او له سختدریځو کرد وسلهوالو سره د اړیکو په تور یې شاوخوا ۱۱۰ تنه نیولي دي. د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د دغو عملیاتو خبر داسې مهال ورکوي چې، څه باندې دوه اوونۍ وروسته د می په ۱۴مه په ترکیه کې پارلماني او د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي. د ترکیې د کُرد پلوه د خلکو ډیموکراتیک ګوند یا HDP مرستیال مشر طیب تیمیل په یوه ټویټ کې ویلي، د دغو انتخاباتو په درشل کې سیاستوال، خبریالان، وکیلان او د بشري حقونو فعالان په نښه شوي دي. د راپور... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبره کوي. شعیب چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، له څو ورځو راهیسې سخته تبه او ځان درد لري او د ستړیا او کمزورۍ احساس کوي. شعیب وايي، بېکاره دی او د خپلې درملنې لپاره ډاکټر ته د تګ وسه نهلري، له همدې امله هڅه کوي خپله درملنه په خپل سرو داروګانو او یوناني بوټو وکړي. نوموړی وايي: "زه ډېر ځان درد یم، زه احساس کوم چې زما د بدن ټولې برخې ټوټې ټوټې شوي او سخت ستړی یم. زه نهشم کولی... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تایید کړې چې، په دوحه کې د افغانستان په اړه په را روانه غونډه کې به ګډون وکړي. ضمیر کابلوف نن د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، دا غوښتنه څو اوونۍ مخکې ترې شوې وه، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د مې په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په غونډه کې به ګډون وکړي. خو کابلوف په عین حال کې یادونه وکړه چې روسیه له دې غونډې ډېره تمه نهلري، ځکه د ده په وینا، د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګلارو ترمنځ انډول وساتي. د... Читать дальше...
د کرزي پر رسمي ټويټر پاڼه ليکل شوي چې په پرونۍ (د اپرېل پر ۲۴مه) لیدنې کې دواړو په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کارونو ته د افغان ښځو د بیا ستنېدو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو پر اهمیت ټينګار وکړ.
پاکستانيو رسنيو د صحت د مرکزي وزير عبدالقادر پټېل په حواله ويلي چې حکومت يې ژمن دی چې د ماشومانو د واکسينولو او د هغوی د راجسټرولو چارو کچ ۱۰۰ فيصده ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو کې بیا ځان کاندیدوي. نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د متحده ایالاتو د تر ټولو زاړه ولسمشر د دورې د اوږدولو په اړه دې خپلې اندېښنې لرې کړي. که بایډن دغه انتخابات وګټي، د دویمې دورې په پای کې به نوموړی ۸۶ کلن وي. جوبایډن به د ډیموکراتانو لهخوا د ولسمشرۍ لپاره د کاندید په توګه په اسانۍ غوره شي، ځکه د هغه په وړاندې جدي سیال نه ترسترګو کېږي.
افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ ډېرېدل. د روغتیا نړیوال سازمان، WHO نن د اپریل ۲۵مه د ملاریا په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې، تېر۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د ملاریا څه باندې ۱۲۵ زره پېښې ثبت شوې دي. دا د وړم کال په نسبت ۴۵سلنه زیاتې پېښې دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ملاریا اکثره پېښې په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي. د دې سازمان په خبره اوس یې وخت دی چې، د ملاریا د له منځه وړلو لپاره پانګونه، نوښت او نور اقدامات وشي. ملاریا یوه ګواښونکې ناروغي... Читать дальше...
د روغتیا نړيوال سازمان وايي، افغانستان په هغو هېوادونو کې دریم ځای لري چې د ملاریا ناروغي پهکې شته. د ننګرهار ولایت اوسېدونکی صحت سمسور هغه کس دی چې تازه یې د ملاریا ناروغي یې تېره کړې ده. سمسور ازادي راډيو ته وویل، خلک د دې ناروغۍ د درملنۍ په خاطر لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. نوموړی وايي: "په کلي کې دومره اسانتیاوې نهشته چې د ملاریا ناروغۍ خلاف اقدام وشي، نه په روغتونونو کې ښه وسایل او درمل نهشته چې په چا د ملاریا تبه راځي، د مخنیوي لپاره یې باید څه وکړي؟ په دې برخه کې عامه... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي، د ایران امنیتي ځواکونه په منظم ډول د ماشومانو په وژنو، شکنجو، ورکاوي او له هغوی سره په ناوړه جنسي چلند کې لاس لري. دې سازمان نن په یوه بیان کې وویل چې ایراني چارواکي ماشومان له حقوقي ضمانتونو پرته نیسي، تحقیقاتو ته یې کېنوي، تعقیبوي یې، د هغوی کورنیو ته د خپلې خوښې مدافع وکیل د نیولو اجازه نه ورکوي، د نامعلومو جرمونو لپاره سزا ورکوي او د ماشومانو په محاکمو کې یې نه محاکمه کوي. هیومن رایټس واچ د تېر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر او د سږني کال د فبروري میاشتو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونېسف وايي، تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو، شرې او د سختو تنفسي ساري ناروغیو له ستونزو سره مخامخ و. هغه ناروغۍ چې تر ډېره یې مخنیوی د واکسینو د تطبیق له لارې ممکن دی، خو ښکاري چې د دې پروسې د عملي کېدو په برخه کې ستونزې شته. له همدې امله د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونېسف تېره شپه ناوخته په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، تېر ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۱۱۷ زره افغان ماشومانو ته د ناروغیو پر ضد وقایوي واکسین نهدی تطبیق شوی. Читать дальше...
د سوات په مینګوره کې نن لسګونو کسانو اعتراض وکړ او د هغو چاودنو په اړه یې د څیړنو غوښتنه وکړه چې د دوشنبې په ورځ په دې سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په یوه مرکز کې شوې وې. د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو په مرکز کې د دې بمي چاودنو د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسیدلی دی. چاودنې د سوات په کبل سیمې کې دوشنبه ماښام شوي چې له کبله یې شاوخوا پنځوس کسان ټپيان شوي هم دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې کړي دي. بل... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ایران امنیتي ځواکونه چې د پراخو اعتراضونو په ځپلو کې ښکېل دي، په منظم ډول د ماشومانو په وژنو، شکنجو، ناوړه جنسي چلند او د هغو په ورکولو کې لاس لري. هیومن رایټس واچ نن په یو بیان کې وویل د سپټمبر او فبروري میاشتو ترمنځ موده کې یې له ۱۱ ماشومانو سره د ناوړه چلند قضیې څېړلې. په بیان کې راغلي چې ایراني مشرانو، بې رحمه امنیتي ځواکونه، د ماشومانو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغو شکنجې ته آزاد پرېښي او ماشومان له غیرعادلانه او مضحکو محاکمو څخه نه معافوي. په بیان کې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق یونېسف وايي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۱۱۷ زره افغان ماشومانو هېڅکله د ناروغیو پر ضد د وقایې لپاره واکسین نه دی ترلاسه کړی. یونېسف د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې چې پرون خپور شو ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو، شري او د سختو تنفسي ساري ناروغیو له ستونزو سره مخامخ و چې مخنیوی یې د پراخو وقایوي اقداماتو له لارې ممکن و. د یونېسف د معلوماتو له مخې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته په ټوله نړۍ کې له ۶۷ میلیون... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د تروریزم ضد مبارزې د پولیسو په مرکز کې د بېګانیو بمي چاودنو د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته لوړ شوی. د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یوه چارواکي اختر حیات ګنډاپور فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شویو کې پولیس افسران، پنځه تنه مشکوک تروریستان چې هلته ساتل کېدل او د چم ګاونډ دوه ماشومان شامل دي. د سوات په کبل سیمه کې د دې چاودنو په نتیجه کې ۵۷ نور کسان هم ټپیان شوي. د سوات پولیس وايي، د چاودنو علت د ودانۍ په تاکاوۍ کې د لاسي بمونو او نورو مهماتو په زېرمه تون کې د برښنا شارټي وه. Читать дальше...
په افغانستان کې د خاورینو لوښو کاروباریان وايي چې په بازارونو کې د پلاسټيکي لوښو او ګلدانونو له وجې د دوی د لوښو کاروبار اغېزمن شوی دی. دوی زیاتوي چې له پاکستان، ایران او چین څخه دغه هېواد ته پلاسټيکي شیان صادرېږي چې له وجې یې خلک اوس زیاتره خاورین لوښې نه اخلي.
د طالبانو د نږدې دېرشو سیاسي مخالفانو او فعالانو غونډه نن د دویمې ورځې په مخه هم په ویانا کې دوام لري. د افغانستان د روان وضعیت په اړه د هغوی غونډه پرون دوشنبه پیل شوه او سبا پای ته رسېږي. دغه غونډه د اتريش د څېړنيز انسټېټيوټ په نوښت جوړه شوې. د غونډې ګډونوالو وویل چې د هېواد پر روان وضعیت او د وسله والو طالبانو د سیاسي مخالفینو تر منځ د سیاسي اجماع پر رامنځته کېدو خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست وایي، د ناروې د کډوالو شورا له مشر یان ایګلنډ سره یې پر دې خبرې کړي چې څنګه نړیوال د یوې اصولي تګلارې له مخې د افغانانو بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي. ویسټ دا خبره نن سه شنبه وختي پر خپله ټویټرپاڼه کړې او له یان ایګلنډ سره یې د لیدو کتو انځور هم خپور کړی دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له کاره د ښځو راګرځېدل به په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی او د ژغورنې هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي. د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې افغانستان... Читать дальше...
په سوډان کې د جګړې دواړو لوریو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده. نړیوالو اژانسونو ویلي چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی. فرانس پریس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی. تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسي اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول. د سوډان په جګړه کې تر... Читать дальше...
د رومانیا پولیسو دېرش افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو په خاطر نیولي او بلغاریا ته یې لېږلي. د رومانیا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا افغانان له بلغاریا ور اوښتي وو او اکثر یې تر اتلسو کلونو کم عمره وو. د دوی د قاچاق په تور یو بلغاریایي تبعه هم نیول شوی دی. پولیسو ویلي چې دغو افغانانو هېڅ ډول سندونه نه درلودل او ویل يې چې د افغانستان اوسېدونکي دي. پخوا اکثرو هغو افغانانو چې د ترکیې له لارې لومړی بلغاریا او بیا رومانیا او نورو ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي وو شکایت درلود چې پولیسو تر نیولو وروسته سخت وهلي دي.
د خیبرپښتونخوا چارواکي وایي چې د تورخم د غره د ښویېدو په پېښه کې د ټولو وژل شویو اتو کسانو مړي را ایستل شوي او د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي. دا خبره پرون دوشنبه په تورخم کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې ویاند مقصود عالم ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل: "تورخم کې له اړوندو ادارو سره تر همغږۍ وروسته موږ عملیات پای ته ورسول. اته مړي موږ په پنځو ورځو کې را وایستل او همدارنګه پنځه ویشت کانټینره او پرزه جات هم را ایستل شوي." په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې مشري یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوله د امریکا په شمول اکثرو لوېدیځو هېوادونو په روسیې کلکې نیوکې وکړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې غونډې ته په وینا کې وویل چې نړۍ په یوه خطرناکه حالت کې ده او که په څو اړخیزتوب باندې باور له لاسه ووځي وضعیت به تر دې هم بدتره شي. دا غونډه د اغېزناکه څو اړخیزتوب تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، خو په اصل کې ویناوالو پر اوکراین د روسیې د یرغل تدوام ته په کتو د روسیې په غوښتنه د امنیت شورا د دې غونډې په ترسراوي نیوکې وکړې. Читать дальше...
د سویډن په کوربه توب د بدن د ښکلا په یو لړ نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي شریف علي خان د سرو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د باډي بلډینګ یا د بدن د ښکلا فدراسیون په خپل فېسبوک خبر ورکړی چې شریف علي خان د سویډن په ګرنډ پریکس سیالیو کې چې د نړیوالو لوبو ورتګ سیالۍ هم وې په اتیا کیلو وزن سره د سرو زرو مډال ګټلی دی. همدارنګه بل افغان لوبغاړي زمري احمدي په فیزیک سپورټ رشته کې دویم مقام خپل کړی او د نقرې مډال یې په غاړه کړی دی. د سویډن ګرنډ پریکس سیالۍ پرون ختمې شوي او په کې په سویډن سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی دی.
د ویانا په غونډه کې لسګونه طالب ضد څېرې ګډون لري. د طالبانو پر ضد د سیاسي اجماع رامنځته کول او پر دوی د نړیوالې ټولنې د فشارونو راوړل هغه دوه مسایل وو چې د ویانا په غونډه کې پرون پرې بحث شوی. د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو سیاسي مخالفان چې په کې شاوخوا دېرش تنه د پخوانۍ ملي شورا غړي، سیاستوال، فعالان او ځینې رسنیزې څېرې شاملې دي غونډه کړې ده. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو یوې فعالې فوزیې کوفي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا غونډه د یوې سیاسي اجماع د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې وه. Читать дальше...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د ښځو پر کار د بندیز د لرې کېدو او د تعلیمي مراکزو په بیا پرانیستلو ټینګار کړی دی. ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو د کار بندیز د لرې کولو او د تعلیمي مراکزو د بیا پرانیستلو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي. ملګرو ملتونو سازمان تېره اوونۍ ګواښ کړی و که طالبان د دغه سازمان اړونده دفترونو کې د افغان ښځو د کار په اړه بندیز لرې نه کړي نو دوی به په مې میاشت کې له افغانستانه ووځي. تازه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې... Читать дальше...