د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو کې بیا ځان کاندیدوي.
نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د متحده ایالاتو د تر ټولو زاړه ولسمشر د دورې د اوږدولو په اړه دې خپلې اندېښنې لرې کړي.
که بایډن دغه انتخابات وګټي، د دویمې دورې په پای کې به نوموړی ۸۶ کلن وي.
جوبایډن به د ډیموکراتانو لهخوا د ولسمشرۍ لپاره د کاندید په توګه په اسانۍ غوره شي، ځکه د هغه په وړاندې جدي سیال نه ترسترګو کېږي.