کابل کې د نانوایانو مخې ته هره ورځ لسګونه میرمنې او ماشومان څو ساعته په دې تمه تیروي چې ګوندې څوک ورته یوه ډوډۍ واخلي. ځینو دغو ښځو ازادي راډیو ته ویلي چې پخوا یې دولتي ادارو کې کار کاوه، خو اوس وزګاره شوي او اړې دي چې سوال ته لاس واچوي.
په خيبر پښتونخوا کې د سبزيو او مېوو پلورونکي وايي چې د ګرانۍ له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی دی ځکه چې خلک په ګرانه بيه شيان نه اخلي. بلخوا ولس وايي چې د خراب اقتصادي حالت له وجې يې د ګرانو شيانو د رانيولو توان کم شوی دی.
افغانستان کې پر نارينه خياطانو د طالبانو محدوديت. شاه زمان په افغانستان کې ښځینه جامې ګنډلې خو اوس د طالبانو له لوري پر ښځینه جامو د ګنډلو له بندیز وروسته څه موده مخکې يې، خپل هېواد پرېښو او له خپل یو شاګرد سره پاکستان ته کډوال شو. نوموړی وايي، اوس کار نهلري خو هڅه کوي چې په یاد هېواد کې د خیاطۍ دوکان پرانیزي. نوموړی وايي: "په افغانستان کې طالبانو د ښځینه جامو ګنډونکو ته د کار اجازه نه ورکوله نو ځکه پاکستان ته کډوال شو تر څو همدلته یو دوکان خلاص کړو او خپل کار او روزګار شروع کړو." د ښځينه... Читать дальше...
د کراچۍ په یو ژوبڼ کې د یوې هاتۍ (فیلې) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي او په وروستیو کې ډېره ناروغه شوې وه. ډاکتران هیله من دي چې فیله به ژر روغه شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده. بل خوا عوامي نېشنل ګوند د مۍ پر درېيمه نېټه د امنیتي او سياسي حالاتو په اړه په اسلام اباد کې د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو اعلان کړی دی. په عین حال کې د خیبر په تیراه کې ځايي ولس د وسلوالو د هلو ځلو او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی دی. دا ځل "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
يو خبریال چې عبدالله ولي زاده نومېږي، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته کډوال شوی. ولي زاده وايي، دی او په پاکستان کې نور افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د قانوني اسنادو او دندې نشتوالي او بېبرخلیکه حالت یې اندېښنې ډېرې کړي دي. نوموړی وايي: "هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته راغلي، بې دندې شوي دي او په ډېر بد حالت کې ژوند کوي. بله خبره روحي او رواني ستونزې دي چې بېبرخلیک ژوند راته پېښې کړي او بله مسله دا ده چې ماشومان... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې، د خپلو وسلهوالو مخالفانو یو قومندان اکمل امیري یې وژلی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې شویو دغو عملیاتو کې د ښاغلي امیري ۷ ملګري هم وژل شوي دي. اکمل امیري چې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پخوانی قومندان هم پاتې شوی، اوسمهال د افغانستان د ازادۍ جبهې یو مشهور قومندان و. تر اوسه د ازادۍ جبهې چې د طالبانو وسلهوال مخالفت کوي، په دې اړه څه نهدي ویلي.
د خصوصي بانکونو پر خدماتو د خلکو نيوکې. د هرات يو اوسېدونکی چې نهغواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي:"موږ هم دا خبر واورېد چې له دې وروسته بانکونه ۵۰ زره افغانۍ ورکوي، خو دوی اوس هم ۳۰ زره ورکوي." د هرات دا اوسېدونکی وايي، په عزیزي بانک کې حساب لري خو په وینا یې اوس هم له خپل حساب څخه د پیسو اخیستلو پر مهال له ستونزو سره مخ دی. نوموړی وايي: "څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، موږ چې د برق بيل درلود، ورغلو چې دا بيل واخلئ او پیسې زموږ له حساب څخه وګرځوئ، ویل یې نهکېږي، تاسې اوونۍ په اوونۍ راشئ. Читать дальше...
د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې راغلي د پاکستان ایتلافي حکومت که څه هم په لومړي سر کې له طالبانو سره د جوړجاړي پالیسي روانه وساتله خو وروسته یې وويل چې د ترهګرۍ ضد تګلارو ته بايد له سره کتنه وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما خبرداری ورکوي، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډارونکې انتخاب وکړي. یوناما د سهشنبې په ورځ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا بندیز د نجونو او ښځو پر وړاندې یو قصدي او تبعیضي چلند و چې بشري حقوق او بشر دوستانه اصول نقضوي او افغانانو ته د ژغورونکو خدمتونو ته د رسولو په برخه کې خنډونه رامنځته کوي. Читать дальше...
د اپرېل پر اوومه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي. وروسته د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. مشال راډيو د پاکستان د پارلېمان له ځينو پښتنو غړو په دې اړه د هغوی نظر پوښتلی.
د لویي ویل Louisville ښار د زاړه نشنل بانک یوه کارکوونکي پرون پر خپلو همکارانو ډزې وکړې. د ښاري پولیسو د مشرې ژاکلین ګوین ویلارول په وینا پولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم په داسې حال کې چې ډزې روانې وې له بریدکوونکي سره نښته وکړه او ویې واژه. د بانک یوه کارکوونکي چې د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی و، یوه سیمهيیز ټلوېزیون ته وویل چې بریدکوونکي د یوه لوی ټوپک په وسیله د ودانۍ په کنفرانس خونه کې ډزې پیل کړې او زیاته یې کړه، ټول هغه کسان چې ده ته نږدې وو، ولګېدل. د لویي ویل د پوهنتوني... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر دې اندېښنه ښودلې چې، د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او مدني فعالان لاهم د طالبانو په بند کې دي. د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات او د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي له خوشې کېدو وروسته، یوناما بېګا پر ټویټر په یو بیان کې د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ د نورو فعالانو د خوشې کېدو پر غوښتنه ټینګار کړی. یوناما ویلي، باید هيڅ افغان د خپل نظر د بیانولو له وجې ونه نیول شي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او خبریالان نیول شوي دي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځه سیمه دونېڅک کې هوايي او توپچي عملیاتو ته زور ورکړی، اوکرایني چارواکي وايي چې د روسي ځواکونو لسګونه حملې یې شنډې کړي. د اوکراین د ستر درستیز دفتر نن په یوه بیان کې وویل، روسي ځواکونه له درنو ځاني او مالي تلفاتو سره سره په لیمان، بخموت، افدیفکا او مارینکا ښارونو کې پر پوځي عملیاتو تمرکز ته دوام ورکوي. بیان زیاتوي چې اوکرایني ځواکونو پرون د روسیې ۵۲ حملې شنډې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د هغو محرمو اسنادو د افشا کېدو احتمالي... Читать дальше...
د غزني په ناور ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې دوه ماشومان مړه شوي دي. په سیمه کې د طالبانو چارواکي وايي، دا پېښه د ناور ولسوالي د برجګۍ درې په ګلزار کلي کې شوې ده. د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې پرون یې رسنیو ته استولی ويلي چې، دا مرمۍ دې ماشومانو په زاړه کباړ کې کور ته راوړي وه. ماینونه او ناچاودې مرمۍ د افغانستان د څه باندې څلورو لسیزو جګړو میراث دی چې، چاودنو یې زرګونه خلک وژلي او زرګونه نور یې معلول کړي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو نن سهار په کوټه کې د پاکستاني طالبانو یا TTP پر یوه مشکوک پټنځای برید وکړ چې، په ترڅ کې یې د چارواکو په وینا ۴ پولیس او د ټيټيپي یو قوماندان وژل شوي. د پولیسو یوه چارواکي نویدشاه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې پولیسو خبر ترلاسه کړ چې دا قوماندان په کچلاغ سیمه کې په یوه کور کې پټ شوی دی. نوید شاه وايي، پولیسو له دې قوماندان څخه چې نوم یې نهدی اخیستل شوی وغوښتل چې تسلیم شي، خو هغه ډزې وکړې چې په پایله کې یې څلور پولیس ووژل شول. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت خپلو کارکوونکو ته ویلي دي چې، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام په اړه د پرېکړې تر وخته دې خپلو دفترونو ته نهځي. یوناما نن په یوه بیان کې وویل، د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې تر ۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه ارزونه کوي. د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ښځې د ملګروملتونو او نورو نادولتي مؤسسو په دفترونو کې کار نهشي کولای. یوناما وايي... Читать дальше...
عوامي نېشنل ګوند د پاکستان تحريک انصاف پر تېر حکومت نيوکې کوي چې باید د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې سره یې مذاکرات نه وای کړي. ايمل وليخان د روان کال په فبرورۍ کې بیان ورکړی وو چې د هغو مذاکراتو کوونکو پر ضد به په عدالت کې مقدمه کوي، خو تر اوسه یې دا مقدمه نه ده کړې.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي، هغه ادعا چې په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړې ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له امریکا غږ ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت که څه هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو په مسله کې له پاکستان سره مرسته وکړي خو نهغواړي چې د ټيټيپي پرضد ودریږي. ښاغلي اصف ویلي، د ده د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او ناټو... Читать дальше...
د بېل د مسودې په دويمه ماده کې راغلي چې هره مقدمه، اپیل یا موضوع چې په سپریم کورټ کې دایره شوې وي، په اړه به یې اورېدنې چیف جسټس او ورپسې دوه مشران قاضيان کولای شي او فیصله به د يو قاضي پر ځای د "اکثريت" منل کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي ځواب! په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ به هیڅکله داسې رژیم ته و نه سپارل شي چې د افغانانو استازیتوب نهکوي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله ټویټرپاڼه د دې وزارت د سرپرست امیرخان متقي یوه ویډیو خپره کړې چې، پهکې له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري او زیاتوي، په دې... Читать дальше...
تر دې پېښو يوه ورځ وړاندې د اپرېل پر ۱۰مه په کوټه کې غبرګو بمي چاودنو د دوو پوليسانو په ګډون څلور کسان ووژل او ۲۳ نور يې ژوبل کړل.
په هلمند کې د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د زیانمن شویو ښوونځیو د ترمیمولو چارې پیل کړي دي. تازه یونېسف د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو ښوونځی ترمیم کړی دی. د یونېسف مسوولان وايي، پلان لري چې په دې ولایت کې ۶۰ ښوونځي ترمیم او بېرته فعاله کړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د فلسطین ۱۳ کلنه ياسمين صرامه د اسونو د ځغل لوبغاړې ده. هغه وایي له وړوکوالي یې دا شوق وو چې پر نړیوال کچ د اسونو د ځغل پیژندل شوې لړبغاړې جوړه شي او په نړیوالو سياليو کې برخه واخلي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په یمن کې د سعودي عربستان سفیر پرون دوشنبې وویل چې د اوربند د تثبیتولو او د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره د یمن پلازمېنې صنعا ته تللی دی. صنعا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده. محمد الجابر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د خپل ورور هېواد عمان د استازو له پلاوي سره یې د اوربند د تثیبت او د سولې د ټینګښت لپاره صنعا ته سفر کړی دی. ده همداراز ویلي، د بندیانو د تبادلې او د یوې دایمي او هر اړخیزې سیاسي حللارې د موندلو په خاطر یې د یمني خواوو ترمنځ د خبرو د ځای د ټاکلو غوښتنه کړې ده. له بلې خوا حوثي یاغیانو... Читать дальше...