پښتین د مارچ پر ۱۹مه د بلوچستان په بوري (لورالايي) کې له زندانه د غورځنګ د مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خوشې کېدو په مناسبت جلسې ته په وینا کې زیاتې شوې ناامنۍ ته په اشاره دعوه وکړه چې په سیمه کې "یو ځل بیا د جګړې لپاره د پښتنو خاوره کارول" کېږي.
متقي دا دعوه پر داسې مهال کړې ده چې په افغانستان کې د وسلوالې ډلې اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ سیالي میلمه لوبډلې د ۱۰ وېکټو په توپیر وګټله. دغه سیالي چې نن یکشنبه د هند په اندرا پردېش ایالت کې ترسره شوه، کوربه لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۲۶م اور کې په ۱۱۷ منډو وسوځېدل. د هند په توپ وهونکو کې ویرات کولي یوازېنی لوبغاړی و چې زیاتې ۳۱ منډې یې وکړې. اسټرالیا ته بیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک ۵، شان ایبیټ ۳ او نېتن ایلس ۲ لوبغاړي وسوځول. د اسټرالیا لوبډلې د ۱۱۸ منډو هدف په ۱۱م اور کې د خپلو پيلیزو توپ وهونکو پر مټ پوره کړ. ... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی. د ټاس اژانس په وینا د اوکراین اشغال شوي ښار ماریوپول ته له رسېدو وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار د جنوب ختیځ ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې. دغه ساحې د سختو جګړو له کبله ویجاړې شوې دي. په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول. کییف لا د دې سفر په اړه سم د لاسه کوم عکس العمل نه دی ښودلی. Читать дальше...
نن د فرخندې ملک زاده د وژل کېدو اتم تلین دی. له نن څخه اته کاله وړاندې، ٢٧ کلنه فرخنده د کابل د شاه دوشمشېرې په زیارت کې د قهرجنو نارینه وو له خوا د قران کریم د سوځولو په تور په وهلو ټکولو ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو. سره له دې چې وروسته پر فرخندې لګېدلي تورونه درواغ ثابت شول، خو له هغې یوازې سوځېدلې جسد پاتې شو. د بشري حقونو بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالانو او دیني عالمانو هغه مهال دا پېښه وغندله او د فرخندې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه. حکومت هغه مهال د فرخندې په وژنه کې د لاس... Читать дальше...
یو شمېر ښځینه افغان سوداګرې چې د دوبۍ په انلاین نندارتون کې یې ګډون کړی وو، وایي، د شرعي محرم او د ویزې د نه درلودلو له امله ونه توانېدل څو په دې نندارتون کې فزیکي ګډون وکړي. ضیا ګل فردوسي جهاني، په افغانستان کې د کالیو او د ډیکورېشن د یوه شرکت مشره ده. هغه د طالبانو له خوا د ښځو پر سفر د لګېدلي بندیز له امله ونه توانېده، چې د دوبۍ په نندارتون کې په فزیکي توګه ګډون وکړي. ضیا ګل چې په انلاین توګه په دې نندارتون کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "ډېر د خواشینۍ ځای دی چې موږ په خپلو غرفو کې حاضرې نه وو. Читать дальше...
ماریوپول ته د ولسمشر پوتین د سفر اعلان پر داسې مهال شوی دی چې د جرمونو نړیوال عدالت په زور د اوکراینیو ماشومانو د "جلاوطنه کولو" په تور د ګرفتارۍ امر وکړ.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو د کچې د لوړېدو له امله په کور دننه د مرستندویه بنسټونو د جوړولو شمېر زیات شوی دی. عبدالله د یوې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرست دی. نوموړی وايي چې اوس وزګار دی او په ډېرې سختۍ خپل ژوند مخته وړي. هغه وویل: "بې کاري ده اقتصادي وضعه خرابه ده. د موسسې مرستې مونږ ته نه رسېږي، غریبو خلکو ته نه رسېږي، ان غریبان پرې خبرېږي هم نه. اوس روژه هم راروانه ده بېخي حیرانه یو چې څه وکړو. اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان... Читать дальше...
د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې دا مقدمې چې پکې د "ترهګرۍ" دفعې یا مادې هم شاملې دي تر هغې وروسته دایرې شوې دي چې د مارچ پر ۱۸مه د توشه خانې په قضیه کې عدالت ته د حاضرېدو پر وخت د خان د ګوند غړو او پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي پېښې وشوې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې داعش نهشته او وروستي بریدونه له بهره واردو شویو کړي. داسې مهال چې په افغانستان کې د وروستیو اکثرو حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې، داعش خراسان څانګې منلی، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، دا ډله په افغانستان کې لهمنځه وړل شوې ده. هغه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره مرکه چې پرون خپره شوې ادعا کړې چې په افغانستان هېڅ مخالفه وسلهواله ډله او داعش نهشته. متقي ویلي: "په افغانستان کې داعش نهشته. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي، په افغانستان کې روان بشري بحران، په افغانستان کې د ګڼو کورنیو، په ځانګړي ډول چې ښځې یې سرپرستي کوي، د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان کم کړی دی. دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې ویلي، د امریکا د پرمختیايي ادارې په مالي مرسته ۷۰۰۰ کسانو په نیمروز ولایت کې نقدي مرستې ترلاسه کړې، چې د ژمي پر مهال خپلې حیاتي اړتیاوې پوره کړي. طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې په ځواب کې یې ځینو موسسو یا خپل ټول فعالتیونه یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه وځنډول.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره خپل تمویل ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شارجه کې د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات په شدت سره روان دي. دغه تمرینات د پاکستان پر وړاندې د درېیو شل اووره مسابقو لپاره روان دي چې لومړۍ مسابقه به راروانه جمعه، دویمه د مارچ پر شپږویشتمه او درېیمه د مارچ پر اووه ویشتمه وشي. وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو ډډه وکړه، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرکټ له سترو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو لوبو پر چمتوالي جدي کار کوي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی. روسي رسنیو راپور ورکړی چې کرملین دغه اعلان نن یکشنبه وکړ. ټاس خبري اژانس لیکلي، دا د پوتین سفر کاري سفر و چې دغه ښار ته یې وکړ. ماریوپول په وروستیو سختو جګړو کې تر ډېره ویجاړ شوی دی. د ټاس اژانس په وینا ښار ته له رسېدو وروسته پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې. په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول. Читать дальше...
په مکسیکو کې لږ تر لږه پنځه مشکوک جنایتکاران او دوه سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې وسله والو په یوه پوځي قطعه کې کمین نیولی و او وروسته وسله واله نښته وشوه. چارواکو نن یکشنبه خبر ورکړی چې پېښه د مکسیکو په جنوب لوېدیځ کې شوې ده. دغه وسله واله شخړه پر ځايي وخت دګویریرو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د جمعې پر ماسپښین شوې ده. د پوځ راپور وايي، د حمله کوونکو هدف پوځي قطعه وه چې په دوو موټرو کې ۱۸ وسله والو ورباندې حمله وکړه او وروسته نښته وشوه. په پېښه کې پنځه وسله وال او دوه سرتېري وژل شوي او دوه کسان ټپیان شوي دي.
په قزاقستان کې په میلیونونو رایه اچوونکي به نن په پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي. داسې ښکاري چې دغه هېواد د تېر کال تر ناکراریو وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۳۸ کسان مړه شول اوس هڅه کوي چې خپل سیاسي بهیر بشپړ کړي. په دغه هېواد کې ۱۲ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، دوی به د ولسي جرګې یا مژلس ۹۸ څوکیو ته رایې ورکړي. دغه انتخابات د جون میاشتې تر ټولپوښتنې وروسته کېږي چې د پخواني رهبر نور سلطان نظربایف لپاره یې له اوږدې مودې ورکړل شوي امتیازونه ختم کړل. ټولپوښتنې په نومبر... Читать дальше...
روسیې، شام، ایران او متحده عربي اماراتو او په هغو هېوادونو کې شرکتونو لا د اوکرایني ولسمشر د اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
شمالي کوریا نن د کوریا ټاپووزمې د شرقي سواحلو پر لوري یو لنډواټنه بالستیک میزاییل وتوغاوه. دا خبر د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی. دا په اټومي وسلو د سمبالې شمالي کوریا د وسلو د ازموینو د لړۍ وروستی مورد دی. د جنوبي کوریا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه میزاییل پر ځايي وخت یوولس بجې او پنځه دقیقې له دونګ چانګ ري ساحې ویشتل شوی، چې د هدف تر ویشتلو مخکې یې ۸۰۰ کیلومتره مزل کړی دی. جنوبي کوریا د شمالي کوریا له خوا د بالیستیک میزاییلو وروستۍ توغونې غندلې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک یې ښکاره سرغړونه بللې ده. Читать дальше...
د اسراییل او فلسطین چارواکي نن د مصر په شرم الشیخ بندري ښارګوټي کې سره ګوري. د دې کتنې هدف د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ کمول او د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د تاوتریخوالي مهارول دي. دا کتنه، د دواړو لوریو ترمنځ دویمه هڅه ده، چې د سیمه ییزو متحدانو مصر او اردن دغه راز د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا تنظیم شوې ده. دغه متحدان غواړي د دې مذاکرو په مرسته د یوه کال هغه تاوتریخوالی ختم شي چې په نتیجه کې یې د اسرایل په ډزو تر ۲۰۰ زیات فلسطینیان او د فلسطین په حملو کې تر ۴۰ زیات اسرایلیان یا بهرني وګړي وژل شوي دي.
مولانا فضل الرحمان د چا نوم وانخیست خو په وروستیو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو یې ښايي اشاره د تحریک انصاف مشر عمران خان قضیو ته وي.
افغان لیکوال محمد انور وفا سمندر هره ورځ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د ژوند او مینې ویډیوګانې او مطالب خپروي. هغه وايي، افغانان که په تن روغ هم وي، خو وروستیو ناخوالو او جګړو د دوی ذهن، زړه، احساس او عواطف ټپي کړي او دا ټپونه یوازې د مینې په وسیله جوړېدلای شي، نو دی ځکه خلک مینې ته هڅوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
طالب چارواکي وايي، د دوی په یو شمېر حکومتي ادارو کې د رییسانو تر کچې د طالب چارواکو زامن دندې مخته وړي چې د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د نوي فرمان پر بنسټ به له دندو ګوښه شي. طالب چارواکي مني چې په یو شمېر حکومتي ادارو کې طالب چارواکو خپل زامن په دندو ګمارلي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وروسته تر دې چې د طالبانو مشر ملاهبتالله په یوه فرمان کې له حکومتي ادارو د طالب چارواکو د بچیانو د منفکۍ حکم وکړ نن ازادي راډیو ته وویل، ډېرې کم شمېر ادارې شته چې دا ډول ګمارنې په کې شوې دي. ... Читать дальше...
د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل سیالیو د اتم پړاو اتلولي یو وار بیا د تېر کال اتلې لوبډلې لاهور قلندرز وګټله. د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۸مه نېټه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د کوربه لوبډلې او ملتان سلطان ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې د ۱ منډې په توپير قلندرز وګټله. دا په پرله پسې توګه دویم ځل دی چې لاهور د دې سیالیو جام ګټي. د ملتان سلطان لوبډلې د قلندرز د ۲۰۰ منډو په تعقیب ۱۹۹ منډې جوړې کړې. د قلندرز لپاره په توپ وهنه کې عبدالله شفیق ۶۵ او لوبډلمشر شاهین شاه اپريدي ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي د پروګرامونو تمویل لپاره بېړنی وړاندیز کوي. ملګرو ملتونو پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د روانو بحرانونو له کبله په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ځانونو ته کافي خواړه نه شي برابرولای. د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ یوه مفصله اعلامیه کې ویلي وو، په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې د ۱۳ ملیونو کسانو د لاسنیوي لپاره په عاجل ډول ۹۳ میلیون ډالرو او د راروانو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري. د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ یو وار بیا د نجونو زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وبلله. وېسټ چې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري هم ورسره وه، د ماشومانو د تعلیم له فعالې ملالې یوسفزۍ سره کتلي دي. هغه پرون په ټویټر کې لیکلي چې د نجونو تعلیم تر ټولو غوره کار دی، چې یو هېواد یې په مرسته کولی شي هوسا ژوند ولري. طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. Читать дальше...