د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک په مالي لګښت ۱۰۰ زره کسانو ته د شاوخوا ۹۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کار زمينه برابره شوې ده. د یادې پروژې ولایتي مسولین وايي، چې دوی به ۲۱۹ بېلابېلې پروژې پلي کړي. دا لومړی ځل دی چې دارزګان په چورې ولسوالۍ کې د نړيوال بانک لهخوا په دومره لويه کچه ګڼې پروژې تطبیقيږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
نولس سوه دوه نویم کال د امریکایي پاتریشیا کوبټا او د دې د کورنۍ لپاره عادي نه و، په دې کال پاتریشیا چې دوه پنځوس کاله عمر یې درلود ورکه شوه. له ننه دېرش کاله مخکې چې کله پاتریشیا کوبټا د پنسلوانیا له پیټسبورګ ښاره تري تم شوه هیچا ته یې څه نه و ویلي، نه خپل مېړه ته او نه هم خپلو خویندو ته. هغه وخت پولیس ډېر وګرځېدل خو دا ښځه یې ونه مونده او کله چې یې مېړه له کلونو هڅو وروسته بریالی نهشو چې خپله مېرمن پيدا کړي، اعلان یې وکړ چې پاتریشیا مړه شوې ده. اوس سي این این ټلوېزیون راپور ورکړی دی چې، پاتریشیا... Читать дальше...
له افغانستان نه د امریکا ځواکونو له وتلو وروسته دغه مسله اوس دننه امریکا کې د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ په ناندرۍ اوښتې. د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس (مایکل مککال) چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا وتل له افغانستان څېړي په یو تازه بیان کې یې ویلي، د بایډن اداره غواړي له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکایانو اذهان ګډ وډ کړي. د امریکا د استازو جرګې د نوموړي له قوله په یو بیان کې د پنجشنبې ورځې ناوخته ویلي، د امریکا خلک د دغو ویجاړوونکو وتلو لپاره د ځواب ترلاسه... Читать дальше...
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو نومیالی سندرغاړی حیات افغان مېلمه کړی. دی وايي، څلور میاشتې کېږي چې له کابله پېښور ته کډه شوی او هنري هلو ځلو ته یې دوام ورکړی دی. دی البته وايي چې د پولیسو له وېرې په ازادۍ ولسي پروګرامونو ته نه شي تللای. دی په دې برخه کې د پاکستان له حکومته د مرستو غوښتنه کوي. بشپړه خپرونه واورئ.
د شورا مشر ډاکتر قبله ایاز د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د نرښځیو د حقونو د ساتنې قانون ته د بیاکتني په اړه په اسلام اباد کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې د دیني عالمانو په ګډون د بشري حقونو د چارو وزارت چارواکو، د نرښځیو استازو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون وکړ.
د فوټبال نړیوال فدراسیون په درې اویایم کانګرس کې یو وار بیا «جاني انفانتینو» د دې فدراسیون د راتلونکو څلورو کلونو مشر وټاکل شو. د نوموړي دنده د یاد فدراسیون د اساسنامې پر اساس وغځول شوه او په دې پروسه کې یې هيڅ سیال نه درلود. د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د رونډا هېواد په پلازمېنې ګیګالي کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې ښاغلی انفانتینو به تر ۲۰۲۷ ز کاله پورې د دې فدراسیون مشر وي. دغه راز په دې کانګرس کې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر هم برخه درلوده او د فوټبال نړیوال فدراسیون له مشر سره یې لیدلي دي. Читать дальше...
د پولنډ حکومت ۹ تنه روسیې ته د جاسوسۍ په تور توقیف کړي دي. د پولنډ چارواکو نن نیول شوي کسان د روسیې د یوې استخباراتي کړۍ غړي یاد کړي چې، د دوی په ټکو دغه هېواد کې یې د ورانکاره فعالیتونو هوډ درلود. اسوشیتید پریس د پولنډي چارواکو په حواله ویلي، نیول شویو کسانو د اوسپنې د هغې پټلۍ څارنه کوله چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته پرې وسلې لېږدول کېږي. په خبر کې راغلي چې، دغو کسانو غوښتل اوکراین ته د وسلو لېږدولو چاره له خنډ سره مخامخ کړي. روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په قطر کې "د پنځمې نړیوالې امنیتي غونډې" وروستۍ ورځ د افغانستان امنیت، حکومتولي او بشري حقونو ته ځانګړې شوې وه. يو پخوانی نظامي چې نهغواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي، ادعا کوي چې طالبانو وهلی دی. نوموړي ازادی راډیو وویل، طالبانو له درې میاشتو ډېر زنداني کړی او په دې جریان کې سخت وهلی دی. دا پخوانی پوځي وايي: "د طالبانو لهخوا ونیول شو، موږ یې ډېر شکنجه کړلو، برښنایي شارټونه یې راکړل، په کېبلونو یې ووهلو، موږ یې بر بنډ کولو، په یخو اوبو کې یې موږ پرېښودلو، ډېر یې شکنجه کولو،... Читать дальше...
د اسلامې مسایلو ځینې څېړونکي او د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له افغانانو سره د طالبانو د حکومت چلند، له اسلامه ناوړه ګټه اخیستنه او له اسلامه د خلکو ویرول بولي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله خدیجه محمدي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د اوسني نظام استازي، اسلام داسې خلکو ته معرفي کوي، چې د اسلام د نوم په اخیستلو سره خلک د ډار او د ویرې احساس وکړي. دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ اسلام څخه ویره، په خپلو سترګو وینو او احساس یې کوو، دوی چې ځانونه د اسلام استازي بولي، د دوی کړنو خلک ستړي کړي دي او له اسلام خلک لرې کوې. Читать дальше...
په تایلينډ هېواد کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لومړۍ لوبه کې بحرین ۴ د ۲ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن پنجشبنه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د تایلینډ په پتایا ښار کې پیل شوې وه، د بحرین په بري سره پای ته ورسېده. د دې لوبې په ترڅ کې بحرین په پرلهپسې بریدونو سره ۴ ګولونه ترسره کړل او د افغانستان لوبغاړي یوازې د ۲ ګولونو په وهلو بریالي شول. د افغانستان لپاره تمیم حیدري دواړه ګولونه ووهل. د ویلو ده چې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې میاشتې... Читать дальше...
د افغانستان د خبریالانو د مرکز لهخوا د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د ۲۰۲۳ کال د غوره ژورنالېست د جایزې یوه ګټونکې افغانه خبریاله مرجان وفا ده. هغه چې له پنځه کلونو راهیسې خبریالي کوي وايي، د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته اته میاشتې بې دندې او په دې موده کې له ګڼو اقتصادي او روحي ستونزو سره مخ شوه، خو اوس یې چې دا جایزه واخیسته پر خپل ژورنالېستیک کار ویاړي. نوموړې وايي: "ډېره خوشحاله یم چې د کال د غوره خبریالې جايزه مې واخیستله، دا جایزه نه یوازې ما ته بلکې ټولو ښځینه خبریالانو ته یوه... Читать дальше...
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن دا خبره د خپل هېواد ولسې جرګې ته وکړه او ویې ویل، راتلونکې اوونۍ به په دې اړه په بروکسل کې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې د لا ښه، دوامداره اکمالاتو ډاډ ترلاسه کولو لپاره پرېکړې وشي. د اوکراین لوېدیځ ملاتړیو خبرداری ورکړی دی چې، کییف د هاوټزر په نوم د لویو توپونو د مرمیو له کمبود سره مخامخ دی، ځکه چې هره ورځ د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره دا ډول په زرګونو مرمۍ فیر کوي. کییف اروپایي ټولنې ته ویلي دي چې، دوی ته د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره د تهاجمي برید په خاطر د هاوټزر... Читать дальше...
د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه لاهور های کورټ ته له زمان پارک سره نېږدې د عملیاتو درولو درخواست کړی وو چې تر هغې وروسته قاضي د مارچ پر ۱۵مه پولیسو ته امر وکړ چې خان دې د مارچ ۱۶مې تر سهار ۱۰ بجو پورې نه نیسي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه د طالبانو حکومت لا څه نهدي ویلي، د ښوونځیو یو شمېر نجونې زدهکوونکې هیله لري چې، واکمن نظام به د نوي تعلیمي کال په پیل کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. د کندهار اوسېدونکې عالیه چې په اتم ټولګي کې ترې ښوونځی پاتې شوی وايي پر زدهکړو د طالبانو بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سږ کال له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زدهکوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. نوموړې وايي: "کله چې... Читать дальше...
په پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۹۳ او د خاورو تېلو هغه څه د پاسه ۱۹۰ روپۍ ته رسېدلی دی. د مالیې وزارت په بیان کې زیاته کړې چې نوې بیې به د مارچ تر پای پورې عملي وي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې د حکومت ضد مظاهره کوونکو د ځپلو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو لهخوا مظاهره کوونکي ماشومان د"وحشتناکو شکنجو" سره مخامخ شوي دي. دغه سازمان نن په یوه بیان کې ویلي، د ایران استخباراتي او امنیتي ځواکونو د کمعمره مظاهره کوونکو پر وړاندې د شکنجې وحشتناکه ډولونه کارولي دي. بیان زیاتوي، په دغو شکجنو کې د ماشومانو وهل، برښنايي شاکونه، جنسي تېری او نورې جنسي ځورونې شاملي دي. د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې، باید سمدستي ټول توقیف شوي ماشومان خوشې شي. په ایران... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، د دغه سازمان هدف د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې، تبعیض او تاوتریخوالي د زیاتوالي پر وړاندې د جدي اقداماتو ترسره کول وو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، تبعیض هر څوک کمزوری کوي او باید ودرول شي. د ګوتېرش په وینا نن او هره بله ورځ، موږ باید د خپل ګډ انسانیت په بیا ټینګار سره د وېشلو ځواکونو سره مبارزه وکړو. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د مارچ ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر ضد د نړیوالې ورځې په... Читать дальше...
په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې د دونیتسک په ختیځ کې د باخموت ښار لپاره سخته جګړه روانه ده، د اوکراین پوځ نن (د مارچ ۱۶مه) اعلان وکړ چې، روسي ځواکونو په باخموت او شاوخوا سیمو کې د اوکراین پر پوستو ګڼ بریدونه کړي دي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل یوه ورځني بولټن کې ویلي، اوکرایني ځواکونو په شمال او لوېدیځ کې د یوریکوف واسیلیوکا او بوهدانیوکا په سیمو کې د "بې شمېره بریدونو" مخه نیولې ده، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د ښار د نیولو او د اړیکو پرې کولو هڅې کوي. د اعلامیې له مخې، روسیې... Читать дальше...
سازمان د مارچ پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت زرګونه افغانان په شخصي چارټر پروازونو کې ابوظبۍ ته ولېږدول او بیا یې نورو ځایونو ته انتقال کړل.
د فلسطین د غزې تړانګې د خان یونس کیمپ کډوال وايي د اقتصادي ستونزو له کبله په خرګاډي کې ښوونځيو ته د بچیو استولو ته اړ شوي دي. هلته د خرګاډي کرایه د سکول د بس له هغې ۱۰ چنده کمه ده. خو د غزې تړانګې کډوال وايي، که حالات ډېر هم سخت وي، نه غواړي چې بچي یې له زده کړو بې برخې شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولیو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د بحرین هېواد پر وړاندې ترسره کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس، دغه سیالي به نن پنجشنبه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې په تایلینډ هېواد کې پیل شي. افغان لوبډله دوه ورځې وړاندې د تایلینډ هېواد پتایا ښار ته رسېدلې او هلته یې تمرینات هم ترسره کړي دي. تېره ورځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د افغانستان ساحلي فوټبال مشر روزونکي احسان شېرزاد په یوه رسنیز کنفرانس کې وویل: "خوښ... Читать дальше...
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس مایکل مککال وایي، د جو بایډن اداره له افغانستانه د امریکا د ناکامه وتلو په اړه د امریکایانو تېر ایستلو ته دوام ورکوي. جمهوريپال مککال چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د امریکا د وتلو په اړه چې له ګډ وډۍ سره مله وو، څېړنه کوي، پرون ناوخته په یوه بیان کې چې دې کمېټې په خپله وېبپاڼه خپور کړی ویلي، د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه د دې کمېټې د څېړنې تېر ایستلو ته دوام ورکوي او دا د دوی لپاره د منلو وړ نهدي. مککال ویلي، د... Читать дальше...
د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زدهکړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نهکړي، د ماشومانو ودونه او بېوزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په خپله وېبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکونکو ته چې اتلس میاشتې له زدهکړو منع شوي، باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ټولګيو ته لاړې شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی، که... Читать дальше...
یورو ایشیا ریویو ورځپاڼه: یورو ایشیا ریویو د افغانستان او پاکستان د چارو د کارپوه نورین اختر مقاله خپره کړې ده. په دې لیکنه کې د اسلام اباد او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اړیکو ته کتنه شوې ده. د مقالې لیکوال لیکي چې، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته دا اندېښنه وه چې ښایي په افغانستان کې د شخړو له زیاتېدو سره پاکستان ته نا امنۍ وغځیږي خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دوی ټولو هېوادو ته ډاد ورکړ چې له افغانستانه به د دوی امنیت ته خطر متوجه نهشي. Читать дальше...
امریکایي پوځي چارواکو پرون وویل چې، د روسیې جنګي جټ الوتکو د تور سمندرګي د پاسه د امریکا د جاسوسۍ یو ډرون له خپل مسیره راګرځولی دی. چارواکو دا په نړیواله فضا کې د روسي پیلوټانو د یرغلیزو او نامصونه کړنو یوه بېلګه او قصدي عمل بللی دی. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په دې اړه له خپل روسي سیال سرګې شویګو سره پر ټليفون خبرې کړي دي. دواړو لورو د دغو خبرو چې په پنځو میاشتو کې د دوی ترمنځ لومړی ځل خبرې دي، پخلی کړی خو نور جزیات یې نهدي په ډاګه کړي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه خبرې د متحدو ایالتونو... Читать дальше...