هندوستان تر ټېسټ لوبو وروسته له اسټرالیا سره د یو ورځنیو لوبلړۍ هم پیل کړه او په لومړۍ لوبه کې یې خپل مېلمه ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۷مه نېټه د ممبي ښار په وانکیډي لوبغالي کې ترسره شوه، اسټرالیا لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۱۸۹ منډو هدف یې وټاکه. یادې لوبډلې ته میچل مارش تر نورو توپوهونکو ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې وکړې. هند ته بیا محمدشامي او محمدسراج ۳ـ۳ لوبغاړي وسوځول. هند ورکړل شوی هدف په ۴۰م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. په هندي توپوهونکو کې کیل راهول ۷۵ او روینډرجدیجا ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر د هغه وضعیت په خاطر چې په اوکراین کې يې رامنځته کړی، صادر کړ. له دې سره همهاله، روسیه کې د ماشومانو د حقونو د یوې چارواکې ماریا لیفوفا بیلوفا په اړه هم ورته حکم شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې نن وویل، قوي شواهد لري چې وښیي پوتین او بیلوفا په اوکراین کې د جنګي جرمونو او روسیې د ته د اوکراینیانو په تبعید کې مسوول دي. ډېره اندېښنه د ماشومانو په اړه ښودل شوې ده. د روسیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاټر اداره یا نی وايي، تر اوسه درې خبریالان د طالبانو په زندان کې دي. د نی مسوول ظریف کریمي نن ازادي راډیو ته وویل، اوسهال په خوست ولایت کې خیرالله پرهر، په کابل کې مرتضی بهبودي او په پروان کې قدرت الله نوري د طالبانو په بند کې دي. هغه وویل: "مونږ په ځلونو هڅه وکړه څو د دې خبریالانو دوسیې د رسنیو د سرغړاويو کمېسیون او قانوني لارو وڅېړو." کریمي زیاته کړه تر واسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. سبا د کب۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې ده. د خبریالانو... Читать дальше...
د امریکا یو جګپوړی نظامي وایي، د داعش خراسان څانګه ښايي په افغانستان کې په نږدې شپږ میاشتو کې د دې وړتیا پیدا کړي چې د امریکا او یا د امریکا لوېدیځو متحدانو ګټې په نښه کړي. په منځنۍ ختیځ کې د امریکا جګپوړی قومندان مایکل کوریلا وایي، په شپږو میاشتو کې به داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې ده، ښايي وتوانېږي د امریکا او د نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره له افغانستان بهر په نورو هېوادونو بریدونه وکړي. دې جګپوړي امریکایي قومندان د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د سنا امنیتي کمېټې ته وویل، د داعش ډله... Читать дальше...
د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ځینې لوبغاړې وايي چې د دوی له نوم او عکس نه په ګټنې نور کسان له افغانستان ویستل شوي. د افغانستان د فوټبال په فدارسیون تور پورې دی چې د ښځینو فوټبالرانو په نوم یې نور کسان له دغه هېواده بهر ته انتقال کړي دي. فوټبالرانو د ملي ټیم ځینو غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې لا هم د ملي ټیم ډېری ښځینه لوبغاړې په افغانستان کې پاتې دي. د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د ملي ټیم یوه غړې چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، وايي،... Читать дальше...
په کابل کې یوه ښځینه هنرمنده وايي، په تیاتر کې له کار تر منع کېدو وروسته له بې وزلۍ او سختې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده. آرزو وداع وویل، ۱۵کاله یې د ملي تلوېزیون د تیاتر برخه کې کار وکړ او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره بې کاره شوه چې اوسمهال خورا په بد اقتصادي وضعیت کې ده. نور په راپور کې:
د افغانستان کورني کرکټ د ګریډ ون سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د ننګرهار ب لوبډلې د ای سي بي ایلیون لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. دغه سیالي چې نن جمعه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، ننګرهار ب لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. د ننګرهار په لوبغاړو کې محمد اسحق رحیمي ۵۵، عابد محمدي ۵۰، دل اغا ۴۸ او خیبر ولي ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ای سي بي ایلیون په توپ اچونکو کې بیا احمدولي ۴ لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...
په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ یوه چارواکي طالبان تورن کړل چې د بشري مرستو په رسولو کې لاسوهنه کوي. فیض خدا د کابل ښار اوسېدونکی دی چې هره ورځ له کراچۍ سره په شهرنو کې کار کوي. نوموړی وايي، ډېری ورځې نه شي کولای چې خپلو ماشومانو د ډوډۍ پيسې پيدا کړي او د ورځې په پای کې دې ته اړ کېږي چې تش لاس کور ته ستون شي. هغه ازادي راډيو ته وويل: "ځینې وختونه دلته راځو، خو کار هېڅ نه پیدا کوو، له کراچۍ سره دې خوا ها خوا ځو. باور وکړئ، د دې لپاره چې ماشومان مې رانه څه ونه غواړي د شپې نهه بجې، لس... Читать дальше...
۲۳ کلنه فرزانه چې اوس د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې په یوه کارخونه کې خیاطي کوي، وايي، نه غواړي چې د کلونو زیار یې ضایع شي. نور جزییات په دې راپور کې:
عدالت چې د توشه خانې په قضیه کې د مارچ پر ۱۸مه اسلام اباد ته ورغوښتی وو نو د مارچ پر ۱۴مه یې پولیس ګرفتارۍ ته ولې ورغلل؟
د چین ولسمشر شي جین پینګ راروانه دوشنبه روسیې ته په رسمي سفر ځي. کرملین نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د خبرو پر مهال به د هر اړخیز شراکت پر نورو تحولاتو، دغه راز د روسیې او چین د سټراتیژیکې همکارۍ پر موضوع بحث وشي. د اعلامیې له مخې په نړیواله صحنه کې د روسیې او چین د همکارۍ د ژورتیا په باب به هم نظرونه تبادله شي. د چین ولسمشر شي جین پینګ له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې مسکو ته ځي. په وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چین ولسمشر ته د روسیې د سفر بلنه ورکړې وه. چین تېره میاشت د... Читать дальше...
سپریم کورټ وايي راو انوار دې وفاقي حکومت ته رجوع وکړي، له اي اسي ایل څخه نوم ویستل یا وراچول د مرکزي حکومت کار دی
یو خپلواک نړیوال تحقیقاتي کمېسیون چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي وايي چې روسیې څه باندې کال مخکې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له پیله له بشري حقونو او نړیوالو بشري نورمونو پراخې سرغړونې کړي دي. دغه کمېسیون پرون پنجشنبه په یوه راپور کې وویل، په دغو سرغړونو کې په لوی لاس د ملکیانو وژنې، شکنجه، غیرقانوني زنداني کول، تجاوز او د جنسي ځورونې نورې بڼې، دغه راز د مسکو تر ولکې لاندې سیمو څخه روسیې ته د ماشومانو اجباري اخراج شامل دي. د کمېسیون په وینا، ممکن د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو د روسیې د پراخو حملو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، مرستندویې ادارې په ۲۰۲۳م کال کې د میلیونونو افغانانو لپاره د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي. دغې ادارې نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د خلکو تر څنګ ودرېږي او نه دې پرېږدي چې وضعیت نور هم خراب شي. ملګرو ملتونو ویلي، روان کال به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي. نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او... Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکي افغانان تر ټولو زیانګالې ډلې دي. دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د دوی ډلو په تېره فبروري میاشت کې د ننګرهار په تورخم کې ۴۴۰ کورنیو ته نقدي او طبي مرستې برابرې کړي او د کور د اړتیا وړ لوازم یې ورکړي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د روان کال د فبروري له ۱۲مې تر ۲۵مې پورې ۲زره ۷۷۲ بې اسناده افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. په وروستیو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او حتی د اسنادو لرونکو افغانانو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډلې پرون د پاکستان پر وړاندې د راروانو سیالیو لپاره د چمتووالي تمرینات وکړل. ټاکل شوې په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه درې شل اووره نړیوالې سیالۍ وکړي. لومړۍ سیالۍ به راروانه جمعه، دویمه د مارچ پر شپږویشتمه او درېیمه د مارچ پر اووه ویشتمه وشي. وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو ډډه وکړه، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرکټ له... Читать дальше...
د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني صدارعظم عمران خان یو ځل بیا ادعا وکړه، چې محکمې ته د نه حاضرېدو علت یې ژوند ته ګواښ دی. په پاکستان کې یوې محکمې د عمران خان د مدافع وکیلانو دا غوښتنه رد کړه چې د ده د نیولو امر دې بېرته واخیستل شي. دې وکیلانو ویلي وو چې عمران خان به د خپلې واکمنۍ پر مهال پر وخت د سوغاتونو د پلورلو د اختلاس د تور د سپیناوي لپاره محکمې ته حاضر شي، خو د ده د نیولو امر دې وځنډول شي. عمران خان په لاهور کې په خپل کور کې ایسار دی او روانه اوونۍ د ده د نیولو پر مهال د پولیسو او... Читать дальше...
د ریښتر په مقیاس پنځه درجې زلزلې پرون د عراق او ایران سرحدي سیمې ولړزولې. د عراق دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، لا په دې زلزله کې د چا د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی. دا په داسې حال کې ده، چې په ترکیه او سوریه کې د فبروري میاشتې پر شپږمه یوې زورورې زلزلې تر ۴۸زرو ډېر کسان یوازې په ترکیه کې مړه کړل. په سوریه کې هم تر ۷۰۰۰ د ډېرو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی. تر زلزلې وروسته په سلګونو-زره کسان بېکوره دي او په خیمو یا هم اضطراري پناه ځایونو کې شپې ورځې تېروي.
د اوکراین ځواکونو په بخموت ښار او شاوخوا سیمو کې یې د روسیې یو لړ تازه حملې په شا تمبولي دي. د اوکراین پوځ نن سهار وختي ویلي، د دونیڅک په بخموت کې د روسیې له خوا د استوګنې پر دوو سیمو د توغندیو حملې، په ملکي اوکراینیانو کې د مرګ ژوبلې سبب شوې دي. د دونیڅک والي پاولو کیریلینکو په ټیلګرام کې لیکلي، له پرون راهیسې دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه راپور کې ویلي چې د روسیې پوځیانو پرون د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د کرښې په اوږدو کې څه باندې ۷۰ حملې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې سازمان له سرمنشي غوښتي، څو په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو په اړه یوه کره ارزونه وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش غوښتي، څو یو خپلواک پلاوی وټاکي چې د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي. امنیت شورا دا غوښتنه په یوه پرېکړهلیک کې کړې چې پرون د جاپان او متحدهعربي اماراتو لهخوا وړاندې شو او د امنیت شورا غړو په غوڅ اکثریت تصویب کړ. په دې پرېکړه کې راغلي چې د نړیوالو کارپوهانو دا پلاوی باید د نومبر له ۱۷مې نېټې وړاندې خپل راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. Читать дальше...
د ژوب تحصیلدار سهېل احمد وايي ځايي انتظامیه به د جمعې پر ورځ له مظاهرچیانو سره خبرې کوي او د حملې پلټنې پېل شوې دي
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار له حقه له اسلامي اصولو سره سم ملاتړ کوي او د دې ستونزې د حل په موخه د دیني عالمانو یو بل پلاوی کابل ته لېږي. د دې سازمان عمومي منشي حسین براهیم طه چې پرون یې په 'نواکشوت' کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۴۹مه غونډه کې خبرې کولې وویل، دا پلاوی به د اسلامي فقهې له نړیوال اکاډمۍ سره په همغږۍ د نجونو او ښځو د زدهکړ او کار په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي. هغه دا هم وویل چې دوی د نجونو او ښځو د زدهکړو او... Читать дальше...
په کندهار کې د میرویس روغتون چارواکي وايي، په دې ولایت کې د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر پخوا زیات شوی دی. د دغه روغتون د چارواکو په وینا، یوازې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ ناروغان په دغه روغتون کې بستر شوي دي. روغتیا پالان، سټریس یا خپګان د فزيکي فعاليتونو کموالی او د نامناسبو خوړو زیات استعمال د زړه ناروغۍ د زياتوالي عمده لاملونه بولي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې دودیزې "شمله" مشاعرې ته ګڼ خلک ورغلي ول. په مشاعره کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا ادیبانو شعرونه واورول او و یې ویل چې دا ډول لویې ناستې نړیوالو ته د پښتنو د سوله غوښتنې او له بشریت سره د مینې پیغام ورکوي. ویډیويي رپورټ.
یو جګپوړی امریکايي قوماندان وايي، داعش ډله به ښايي په ۶ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه دباندې د امریکا او د متحدو ایالتونو پر لوېدیځو متحدانو بریدونه وکړي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا دا خبره پرون پنجشنبه د خپل هېواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د سوال او ځواب یا استماعیه په غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د داعش ډله به په څومره وخت کې ممکن په دې وتوانېږي له دې هېواده دباندې حملې وکړي. جنرال کوریلا همداراز وویل چې دوی د... Читать дальше...