هغه فیراري موټر چې پهکې د فارمولا ون موټرو د دوه زره درېیم کال اتلولي د دې لوبې بېساري اتل مایکل شومایخر ګټلې وه، په څه باندې دیارلس میلیونه ډالرو وپلورل شو. دا موټر پرون په بروکسل کې لیلام ته کېښودل شوی و. تر دې مخکې د فارمولا ون تر ټولو ګران بییه موټر د شومایخر د دوه زره اوولسم کال د اتلولۍ موټر و چې په لیلام کې په اووه نیم میلیونه ډالرو خرڅ شوی و.
د روسې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د ایران د ملي ځواکونو د شورا له مشر علي شمخاني سره د اوکراین پر جګړه، امنیت او نورو اړوندو مسلو خبرې کړي دي. دا خبره د روسیې امنیت شورا پرون خپره کړې او ویلې یې دي، پتروشیف څلور ورځې وروسته تر هغه تهران ته سفر کړی چې ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیي ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي. د ایران چارواکو ویلي، دوی د اوکراین د جګړې له پيل مخکې روسیې ته بې پیلوټه انتحاري الوتکې ورکړي دي. روسیې د ایران په انتحاري بې پیلوټه الوتکو چې په کمیکازه مشهورې دي، د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي دي.
د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې پولیسو ویلي، هغه افغان چې دغلته د خپلې مېرمنې په وژنه تورن دی، د اروپا دننه نیول شوی دی. د واشنګټن د پولیسو یوه چارواکي مارک ګریګوري پرون خبریالانو ته وویل چې، له اروپا امریکا ته د دغه مشکوک افغان وحید کاشفي د استرداد هڅې روانې دي. ګریګوري ویلي، دغه افغان ۲۰۱۹ کال کې د امریکا دننه خپله مېرمن وژلې وه او وروسته له دغه هېواده تښتېدلی و. د پولیسو چارواکو ویلي، مشکوک قاتل د اکتوبر په نهه ویشتمه په اروپا کې د خپل هستوګنځای دننه نیول شوی، خو دا نهدي ویل شوي چې د اروپا کوم ځای کې.
د ناټو سرمنشي دا خبره رد کړه چې د امریکا په منځمهاله انتخاباتو کې به د جمهوري غوښتونکو له بریا سره، د لوېدیځ له لورې د اوکراین پوځي ملاتړ ټکنی شي. ینس ستولتنبرګ پرون د برېتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره د لیدو پر مهال وویل چې، له اکراین څخه به د ناټو د متحدانو ملاتړ ادامه پیدا کړي، همدا راز د خرسون ښار په جګړې کې به د اوکراین ترڅنګ وي. د راپورونو له مخې روسیې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون له ښاره ووځي. ستولتنبرګ وویل، دی نهشي کولی چې د امریکا د منځمهاله دورې... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي. د نړیوالو چارو د مشارکت په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنره جاټا ارپیلیانین پرون له یو شمېر افغان مېرمنو سره تر لیدو کتو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې له افغان مېرمنو به د اروپایي ټولنې ملاتړ ادامه پيدا کړي. اروپایي ټولنه د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د افغان ښځو یوه له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده. طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي.
روسیې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړې. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون د روسیې تاس خبرې اژانس ته وویل چې، د ماسکو فارمټ په نوم غونډه به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې ترسره شي چې پهکې به د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان او قزاقستان استازي برخه واخلي. طالبانو ویلي دي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولی شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي. روسیې ورته غونډه پروسږ... Читать дальше...
په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه نن د انګلستان او هند د ملي ټیمو ترمنځ ده. پرون په دې نړیوال جام کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان د نیوزیلنډ لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. ټاکل شوې ده چې پایلوبه د یکشنبې په ورځ د استرالیا په میلبرن کې د پاکستان او د نننۍ لوبې د ګټونکي ترمنځ وشي.
برېتانیا د سلګونو هغو افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې د برېتانیایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې وژل شوې دي. د وسلهوال تاو تریخوالي پرضد په لندن کې یوې مېشتې خیریه موسسې خبر ورکړ چې برېتانیا د هغو څلور شپېته افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوې دي. د دې موسسې په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې دې ماشومانو له یوه کاله تر پنځلس کلونو پورې عمر درلود چې په افغانستان کې د برېتانیا د اته کلن... Читать дальше...
دا افغانۍ مخکې چاپ شوې وې خو طالبانو نه شوای کولی چې افغانستان ته یې انتقال کړي، اوس د امریکا متحد ایالتونو دې ته لاره برابره کړه چې دا پیسې ولېږدوي. د افغانستان بانک مسؤلينو په وینا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان دې مرکزي بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د پیسو د ورکړې لاره هواره کړه، کابل ته په پولنډ کې چاپ شوې افغاني بانک نوټونه ورسېدل. د رویټرز اژانس د راپور لهمخې د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د افغانستان له مرکزي بانک سره په چلند کې د بدلون څرګندونه کوي، ځکه... Читать дальше...
د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه انډیپنډنټ: برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه تر دې سرلیک لاندې چې په طالبانو کې دننه د دې لپاره چې ښځینه ډاکټرانې ښځې له نورو جلاکړي، فشارونه روان دي، په یوه مطلب کې لیکي، وروسته له هغې چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د کابل د ښځو په روغتون کې د امیده مومند د ټولګي نږدې درېیمه برخه ډاکترانې له هېواده وتښتېدې. هغه وایي، د دغو ډاکترانو په وتلو سره د روغتون پر پرسونل فشارونه زیات شوي دي. انډیپنډنټ لیکي، مېرمن مومند پرېکړه... Читать дальше...