د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه (د سلواغې ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، افغان لوبډله اوس مهال په قطر کې په تمريناتو بوخته ده. د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغانستان او کوربه بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ميلادي مياشتې په ۲۳مه نېټه درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزه سیالۍ پیل شي. ښاغلی هوتک وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوورېزه لوبه د فبرورۍ په ۲۳مه، دوهمه په ۲۵مه او درېيمه په ۲۸مه نېټه ترسره شي. Читать дальше...
شبرغان کې د کورش سیالۍ وشوې. د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې يادې سيالۍ تېره ورځ د دوو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د سرپل او جوزجان ولایتونو پهلوانانو ګډون کړی وو چې په پای کې لومړی مقام د جوزجان ولایت ورزشکارانو وګاټه. یاده دې وي چې د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول په ګوته شوي دي.
په چین کې د ژمني المپېک په لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، دغو لوبو کې هغه مهال د ۲۶ کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل چې د يادو سياليو لپاره بېکېنګ ته رسيدلي وو. په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو لوبغاړي برخه لري. راپورونه وايي، په دې لوبو کې د افغانستان او تاجکستانه هېڅ یوه لوبغاړي ګډون نه دی کړی، خو د ایران دوه لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه لري. د المپیک دا ژمنې لوبې به د روانې فبرورۍ تر شلمې دوام وکړي.
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې د محکمې یوه کار کوونکې چې څه باندې شل کاله یې په ستره محکمه او لویې څارنوالۍ کې کار کړی وایي، د طالبانو په راتګ سره بې کاره شوې او برخلیک یې نه دی معلوم. دا مېرمن نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره-سره يې لوړې زده کړې وکړې، خو له ټولو تجربو او خدمتونو سره اوس له دندې شړل شوې او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاتوي: "د سترې محکمې په بېلابېلو دیوانونو کې مې دنده ترسره... Читать дальше...
د البانیا په شیخجین ښارګوټي کې دوو افغان کډوالو نجونو ریسټورانټ پرانیستی دی. دوی وايي چې په دې ښارګوټي کې شاوخوا زر افغانان مېشت دي او دې رسټورانټ ته ډیر خوشاله دي. په دې اړه د ایسوشیېټیډ پریس اژانس دا ویډیو وګوری چې انیسه اجمل پښتو کړې ده.
د امریکا متحدو ایالاتونو د بندیزونو هغه معافیت احیا کوي چې له مخې یې ایران ته اجازه ورکوي چې د اټمي همکاریو پروژو ته بېرته ستون شي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال د اټمي موافقې د بیا برحاله کېدو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرې حساس پړاو ته داخلې شوي دي. د بندیزونو دغه معافیت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لغوه شوی و. واشنګټن له اټمي تړونه په ۲۰۱۸م کال کې ووت او پر تهران یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.
په پاکستان کې د ګازو د چاودنې په نتیجه کې څلور کان کیندونکي مړه شوي دي. د بلوچستان د کانونو د تفتیش مشر عبدالغني ویلي، چاودنه د بلوچستان له مرکز کوټې بهر په سره غوړګۍ سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې نن سهار د میتان ګازو له کبله شوې ده. د کان د یوې برخې د نړېدو له کبله د څلورو کان کیندونکو د مړه کېدو تر څنګ شپږ نور ژغورل شوي دي. ویل شوي، کان کیندونکو هلته په غیرقانوني ډول یو کان راسپړه. په پاکستان کې دېته ورته پېښې د خوندیتوب د شرایطو نه رعایتولو او د کان کیندونکو د لږ مسلیکتوب له کبله کېږي.
د ترکیې د سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون مرستیال کریم کونېک کابل ته د خپل درې ورځني سفر پرمهال پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلی کونېک چې د ترکیې د بشري مرستو د نېکۍ رېل ګاډي برابرولو او رسېدو مخکې د افغاني سرې میاشتې او طالبانو د دولتي ادارو د چمتوالي د څارلو لپاره کابل ته راغلی. نوموړي د شنبې په ورځ(د سلواغې۱۶مه) یې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل: "که نړیواله ټولنه په دې اړه بېړه ونه وکړي نو دا ستونزې... Читать дальше...
صهیب عربزی د کابل د حامد کرزي د هوايي ډګر په ابيګېټ کې د خپل ملګري د وژل کېدو کیسه کوي وايي، لکه د ورور ملګری یې سمسور نومېده او د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ اوسېدونکی و. د ده په خبره، سمسور او ورور یې د اګسټ په ۲۶مه نېټه له هېواده د وتلو په موخه، د کابل د هوايي ډګر لویدیځ لور ته د ابيګېټ دروازې ته تللی و چې هلته د شوي ځانمرګي برید په پایله کې سمسور ووژل شو او ورور یې ټپي شو. دی وايي: "ورور یې راته کیسه کوله چې سمسور له ځان سره پاسپورټ نه درلود، ما ورته پاسپورټ یوړ. کله چې هغه غوښتل له هوايي... Читать дальше...
عبدالقیوم ذاهد صمدزی له هغو خبریالانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو. هغه له تېرو نږدې ۱۲ کالو راهیسې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي، وروستۍ دنده يې د پاکستان ۹۲ خبري ټلوېزیون سره خبریالي ده. ښاغلی صمدزی وایي، څه موده وړاندې لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی، خو له دې وروسته، کله چې د یوې ناستې په خبري پوښښ اخته و، د طالبانو له خوا ونیول شو او یوه نامالوم ځای او یوې سړې خونه کې د نېږدې ۲۴ ساعتونو لپاره بندي شوی و. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال د ښځو ټیم چې پر افغانستان د طالبانو له خوا د ولکې له ټینګولو وروسته له افغانستانه وتلی، په اسټرالیا کې بیا د لوبو میدان ته ووت. دغه ښځې توانېدلي چې د میلبورن ویکټوريا په نوم د اسټرالیا د یوه لیګ په مرسته اسټرالیا ته لاړې شي. په پام کې ده د افغان ټیم دغه ښځینه فوټبالرانې د اسټرالیا په ویکتوریا کې د پوخ عمره ښځو د فوټبال په مسابقه کې برخه واخلي او د دې لپاره یې د شنبې په ورځ خپل لومړي تمرینونه په مېلبورن کې پیل کړل. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د دغو... Читать дальше...
د روسیې او فلپین چارواکي وايي، د فلپین په پلازمېنه مانیلا کې د روسیې د سفارت په ودانۍ کې لوی اور لګېدلی دی. چارواکي وايي دغه پېښه چې ځاني زیان یې نه دی اړولی د دې سبب شوه چې د سفارت کار کوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي وایستل شي. د فلپین د اور وژنې ادارې اعلان وکړ چې د دې څو ساعته اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې پیل شوي دي. د فلپین چارواکي وايي، اور پرون ماښام د سفارت د ودانۍ په دویم پوړ کې ولګېد چې سخت مالي زیانونه یې واړول. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت ټول کار کوونکي په خوندي ډول ایستل شوي دي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي مشال راډیو سره خبرو کې دا د پاکستان کورنۍ مسله وبلله او ویې ویل، هېڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد فعالیت وکړي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چي شپږ تنه یې په ټپي حالت کې را ایستلي او په کوټه کې یې روغتون ته وړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سېند صوبې ویاند رویدالله د فبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې پرلت کې به د ملک د نورو برخو نه هم د هغوی ملګري او پخپله د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم ګډون کوي
د طالبانو حکومت وايي، دوی په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي. د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق نن په ټویټر کې لیکلي، رسنۍ هم مکلفیت لري، چې بې پرې، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي. تردې مخکې پرون جمعه د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري پر ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تر دې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ له لویدیځ څخه غوښتنه وکړه، چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي. دواړه مشرانو د اړیکو د ژورتیا خبر داسې مهال ورکړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د اوکراین پر سر کړکېچ زیات شوی دی. د چین ولسمشر شي جین پنګ او د هغه روسي سیال ولادمیر پوتین پرون جمعه د چین په پلازمېنه پیکنګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو تر پیل مخکې سره وکتل. د دوی تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د دواړو دولتونو ترمنځ د نامحدودې دوستۍ یادونه شوې چې... Читать дальше...
عمران خان د چین ولسمشر شي جېنپېنګ سره د یوې پټۍ یوه سړک تر نوښت لاندې، په پاکستان کې د سي پیک یا د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو پر اهمیت خبرې وکړې.
د طالبانو حکومت مرکزي بانک د امریکا د خزانې وزارت له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ. دغه بانک په خپل تویټر پاڼه لیکلي، د امریکا د خزانې وزارت هغه پرېکړه چې له مخې به یې نړیوالو بانکونه افغانستان ته د بشري مرستو ترڅنګ نور نغدي حوالې هم ترسره کولی شي یو ښه ګام دی. د مرکزي بانک په خبره، دا چاره کولی شي په افغانستان کې له خصوصي او دولتي بانکونو سره د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي. د طالبانو د مرکزي بانک په وینا، د صادر شوي لارښود پر بنسټ، نړیوالې مرستندویه موسسې... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې تازه خبرپاڼه کې ټولو سوداګرو او هټیوالو ته خبر ورکړی چې د خوراکي او یو شمېر نور اړینو توکو د نرخو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي. دغې خونې په خپلې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي. د خونې چارواکو د همدې خبرپانې په حواله له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته... Читать дальше...
په خوست کې د اکسیجن پلانټ فعال شو چې په یوه ورځ کې د اکسیجن د ۸۰ بالونو د تولید ظرفیت لري. د خوست ډاکټران او روغتیايي مسوولان دا یو ښه پرمختګ بولي او زیاتوي، په اوس وخت کې چې د سږو د ناروغیو پېښې ډېرې دي، د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړتیا هم ډېره شوې ده. په خوست کې ظاهر امبولانس چې یاد اکسیجن پلانټ يې فعال کړی مسوول يې نظر محمد ظاهر ازادي راډيو ته وویل، دا کار يې دلته د ناروغ لرونکو او ناروغانو د اړتیاوو د حلولو په موخه کړی دی: "اوس مو دا پلانټ د خوست د اوسېدونکو لپاره د چین څخه را انتقال کړ، ځکه... Читать дальше...
د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا د قربانیانو شمېر د جمعې په ورځ تر نهو لکو واوښت. د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې پر دې خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، د هېچا ځای بل څوک نه شي نیولی. د امریکا په متحد ایالاتونو کې چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه نفوس لري د کرونا وبا د قربانیانو شمېر تر بل هر هېواد لوړ دی.
پاکستان چې خپله افغانستان کې له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، ادعا کوي چې افغان خاوره یې پرضد کارېږي. د پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید جیو نیوز سره خپله نوې مرکه کې ادعا کړې چې بلوچستان کې پر پوځي اډو برید کوونکي له افغان خاورې ور اوښتي وو. دی تور لګوي چې د برید کوونکو کمپونه د افغانستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، نورستان او کونړ ولایتونو کې دي. رشید وايي: "له افغانستان را اوړي او بېرته ځي. هغه سیمې چې ماوښودې، پولې ته نږدې دي. دوی پاکستان کې هم وسلهوال لري، خو کومې دوه لویې حملې چې... Читать дальше...
د بېلاروس په ختیځ کې بېلاروسي او روسي ځواکونو ګډ پوځي تمرينات کړي دي. لوېديځ هېوادونه اندېښنه لري چې په دا وروستیو کې د اوکراین پولې ته نېږدې د روسيې پوځي فعالیتونه ښايي د ماسکو لخوا پر کییف د بريد پيلامه وي، خو روسيه دغه تورونه ردوي. مليحه اميرزاده په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.
د امریکا د متحد ایالاتونو پوځي چارواکو څرګنده کړه چې د طالبانو د واکمنۍ په پيل کې یې د کابل له هوایي ډګر سره د ځان وژونکي برید په اړه څېړنه بشپړه شوه. دا برید د اګسټ په شپږ ویشتمه شوی و. د امریکا د پوځي تحقیقاتو نتیجه روښانوي چې دا ځان مرګی برید و، یوه تن ترسره کړی، له ځان سره یې شل پونډه چاودیدونکي مواد چې څه باندې نهه کیلوګرامه کېږي له بېل بېرنګونو سره لېږدول او دا چاودنه یې کړې ده. د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال فرانک مککنزي په واشنګټن کې د امریکا د دفاع په وزارت کې د راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل... Читать дальше...