Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان د بې پولې خبریالانو راپور ردوي؛ ځینې خبریالان: لاهم خوندي نه یو

عبدالقیوم ذاهد صمدزی له هغو خبریالانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو.


هغه له تېرو نږدې ۱۲ کالو راهیسې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي، وروستۍ دنده يې د پاکستان ۹۲ خبري ټلوېزیون سره خبریالي ده.


ښاغلی صمدزی وایي، څه موده وړاندې لومړی د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د طالبانو له خوا وهل او ټکول شوی دی، خو له دې وروسته، کله چې د یوې ناستې په خبري پوښښ اخته و، د طالبانو له خوا ونیول شو او یوه نامالوم ځای او یوې سړې خونه کې د نېږدې ۲۴ ساعتونو لپاره بندي شوی و.




هغه ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً پنځو ورځو کې دا دوهمه پېښه ده چې ما ته راوشوه او هېڅ ډول امنیت احساس زه او کورنۍ مه نه کوو؛ بیا هم نه څوک شته چې د حیثیت اعاده وکړي او یا هم هغه تورورنه چې بیا په چا باندې لګېږي بیا پوښتنه یې وشي."


که څه هم یو شمېر خبریالان چې د داسې پېښو عیني شاهدان دي وایي، په اوس کې ځان خوندي  نه احساسوي.


د بې پولې خبریالانو بنسټ د تېرې جمعې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره لیکلي پر افغانستان د طالبان له بشپړې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې نږدې ۵۰ خبریالان د طالبانو له خوا یا نیول شوي او یا هم د لنډې مودې لپاره بندي شوي دي.




په دې راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان د طالبانو له خوا وهل شوي هم دي.


[نی] یا د افعانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بڼسټ د عدالت غوښتنې مسول، نصیر احمد نوري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو لړۍ دوام لري او له ترسره شوېو پېښو هېڅ یو نه دی څېړل شوی.


نوري زیاته کړه: "د دوی حکومت دوه ګونی سیاست په مخ وړي؛ د دوی مشران په ظاهره بڼه په مجالسو کې د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ خبره کوي، خو په عمل کې داسې څه نشته. دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او دا ډول سیاستونه د دې لامل کېږي جې خبریالان په وېره کې کار وکړي."


خو د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بې پولې خبریالانو د دې راپور په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.




بلال زیاته کړه: "موږ جدي هڅه کوو او د اسلامي امارت د ځواکونو د مسلکي کولو او پوهولو په حال کې یو، څو په ښارونو او نورو ځایونو کې خبریالانو سره څنګه جلند وکړي."




دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د نړیوالې فدراسیون د یو سروې پر بڼسټ چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، له ۶۰۳ رسنیو، د اګسټ په پنځلسمې راپه دېخوا، افغانستان کې ۳۱۸ رسنۍ تړل شوي دي.


د دغه سروې له مخه، له نږدې ۵ زره خبریالانو ۲۷۶۶ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې له ډلې ۷۱ سلنه ېې ښځینه خبریالانې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus