سوداګرو او هټیوالو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سپارښتنې
دغې خونې په خپلې خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.
د خونې چارواکو د همدې خبرپانې په حواله له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په کتو دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال دا خبرپاڼه خپروي چې له دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعاړو د لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي.