ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله په نړیوال جام کې سبا د کوارټر فاینل لوبه وکړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی دی:"د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله سبا د نړیوال جام د سیالیو په کوارټر فاینل کې له سریلانکا سره لوبه کوي. افغان نولس کلنه لوبډله د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري او که خدای کول پایله به یې هم د افغانستان لپاره مثبته وي." د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په وېسټ انډیز کې د جنوري... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې پرون خبر ورکړ چې په افغانستان کې یې تر یو میلیون په ډېرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې استازي ریچارډ ترینچارډ اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "موږ توانیدلي یوو چې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سره ورسوو. له دې سره به دا ډاډ ترلاسه کړو چې دوی خواړه لري. دا ډاډ به هم ترلاسه کړو چې په بازار کې غنم شته. دا ډاډ هم مهم دی چې دوی د غنمو د ډېر ښه کیفیت تخمونه د راتلونکو فصلونو لپاره لري." په افغانستان... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د موټرو پرمخ د کابل- جلال اباد د لویې لارې د پرانېستو خبر ورکړ. پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) مازدېګر د څلورو بجو خواته د سروبي ولسوالۍ په برخه کې له غره کاڼي ښوئیدلي وو چې لاره ورسره بنده شوې وه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې له څلورو ساعته هڅو وروسته دا لویه لار د شپې د اتو بجو خواته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. تردې مخکې د طالبانو فواید عامه وزارت له خلکو غوښتي و چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا دې پر دې لاره سفر نه کوي. تېره اوونۍ د وریښم تنګي په برخه... Читать дальше...
د افغانستان برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړ. تردې مخکې افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا کمه شوې وه. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ټویټر کې تېره شپه په یوه پیغام کې وویل، له منځنۍ اسیا څخه د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله افغانستان د برېښنا له ستونزو سره مخامخ شوی دی. نوموړي لیکلي: "زموږ د تخینکي برخې همکارانو هڅې وکړې چې د ترکمنستان برېښنا له کابل سره وصل کړي. له ښه مرغه اوس موږ توانیدلي یوو چې د یوه وخت لپاره خپلو وطنوالو ته دلته د ترکمنستان برق... Читать дальше...
فرانسې او جرمني روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین به برید بدې پایلې ولري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې خبري غونډې ته وویل، پاریس او برلین هېڅکله له خبرو سره مخالفت نه دی کړی، خو که روسیه پر اوکراین برید وکړي مسکو ته به ډېره ګرانه تمامه شي. ښاغلي شولڅ بیا دې خبري غونډې ته وویل، پردې فکر کوي که روسیې برید وکړ څرنګه ځواب ورکړي. د ده په وینا دې برخه کې یې نظر سره ورته دی چې د روسیې نظامي تحرکاتو ته به جدي ځواب ورکړل شي. تمه ده چې ولسمشر... Читать дальше...
په ایران کې یوې محکمې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ او د اسلامي نظام پرضد د تبلیغ په تور په اته کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) وویل چې د بنیامین بریر محاکمه د منلو نه ده. بریر د دوه زره شلم کال د مې په میاشت کې د ترکمنستان- ایران له پولي سره نیول شوی و. د شپږ دیرش کلن بریر کورنۍ ټینګار کوي چې هغه بې ګناه دی او د بشري حقونو ډلو ایران تورن کړی دی چې له لویدیځ سره د خبرو پر مهال د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر له بندیانو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي یا هم پیسې پرې ترلاسه کوي. Читать дальше...
نیویارک ټایمز له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د هغو پخوانیو کومانډو پوځیانو د برخلیک په باب لیکنه خپره کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» له خوا یې ملاتړ کېده. ورځپاڼه د خپل پروني مطلب په پیل کې لیکي، د کومانډو دغه پخواني پوځیان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره په همکارۍ کې کلیدي رول لوبولی و، په متحده عرب اماراتو کې د امریکا ویزو ته انتظار دي. لیکوال په اګست میاشت کې د تخلیې یا له افغانستانه د خلکو د را ایستلو عملیاتو ته اشاره کړې چې پر مهال... Читать дальше...
د اسیا پراختیایي بانک له افغانانو سره د څلور سوه پنځه میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ. د دې بانک په وینا دا مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لوري ولګول شي. د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي. د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري. د اسیا د پراختیایي بانک له اعلان شوې مرستې... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن چهاشنبه (د سلواغې ۶مه) په نیویارک کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي. د اغلې هویتفیلډ هېواد له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه و. دا لومړی ځل و چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته لویدیځ ډپلوماټانو له طالبانو سره په رسمي غونډه کې برخه واخېسته. د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني... Читать дальше...