په ایران کې یوې محکمې یو فرانسوی ګرځندوی د جاسوسۍ او د اسلامي نظام پرضد د تبلیغ په تور په اته کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) وویل چې د بنیامین بریر محاکمه د منلو نه ده.
بریر د دوه زره شلم کال د مې په میاشت کې د ترکمنستان- ایران له پولي سره نیول شوی و.
د شپږ دیرش کلن بریر کورنۍ ټینګار کوي چې هغه بې ګناه دی او د بشري حقونو ډلو ایران تورن کړی دی چې له لویدیځ سره د خبرو پر مهال د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر له بندیانو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي یا هم پیسې پرې ترلاسه کوي.
په پاریس کې د بریر مدافع وکیل فیلیپ والنت په یوه بیان کې ویلي دي چې مؤکل یې د تړلیو دروازو شاته په مشهد کې محاکمه شو چې نه په کې قضایان بې پرې وو او نه هم محاکمه عادلانه وه.