د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عزام پرون رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې د دې لیدنې جزییات شریک کړي. عزام ویلي:" ښاغلي وانګ د اسلامي امارت سره د هر ډول بشردوستانه مرستو او په هېواد کې د خپلې خوښې په دیني او کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړولو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ." د چین د بهرنیو... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله شي. د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې څو نړیوالو ادارو له کرونا وایروس سره د مبارزې د مرکزونو مسؤلیت په غاړه اخیستی. '"IOM' په هرات، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د څلورو روغتونو مسؤلیت منلی دی. یونېسف اعلان کړی چې په پنځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي او د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او هم اعلان کی چې څلور تر پنځه روغتونونه... Читать дальше...
د یونېسف چارواکي وایي تېرو شلو کلونو کې دوی لومړنۍ نړیواله اداره شوه چې کارکوونکي یې نورستان ته ځي او هلته له خلکو سره مرستې کوي. د یونېسف د نغدو پيسو د مرستو یوه تنظیموونکې نینکې ووپېن له خپلو همکارانو سره د نورستان مرکز پارون ته تللې ده. هغې په یوه پيغام کې زیاته کړه چې د ژمي پر مهال اړمنو ته د مرستو تر ټولو اغېزمنه لار همدا د نغدو پيسو وېش دی. ووپېن وایي:" موږ دلته د نغدو پيسو د وېش یوه مرکز ته راغلي یو چېرته چې کورنۍ پيسې ترلاسه کوي څو خپلې اساسي اړتیاوې پرې پوره کړي. هغوی چې په هر رقم... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی ژر افغانستان ته سفر وکړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي. مجاهد افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان ورځپاڼې تېره ورځ ناوخته... Читать дальше...
واشنګټن ایګزاماینر واشنګټن ایګزاماینر له افغانستان سره په یوه تړلې مساله کې د امریکایي ولسمشر جوبایډن د اعتبار او ملاتړ په له لاسه ورکولو یوه لیکنه خپره کړې ده. د لیکنې سرلیک داسې دی "هغه لحظه چې بایډن په کې خپل اعتبار له لاسه ورکړ." مقاله لیکوونکي د بایډن ځینو تګلارو ته کتنه کړې چې له مخې یې عامو خلکو او رایه ورکوونکو پر هغه خپل پخوانی باور له لاسه ورکړی. د لیکوال په باور، د بایډن یوه تګلاره چې عام خلک پرې خوښ نه و، هغه له افغانستانه "په بې نظمه او مرګوني ډول" د سرتیرو ایستل وو. واشنګټن... Читать дальше...