د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې لخوا د معذوره کسانو لپاره د لوبو درې ورځنۍ مېله نن (نومبر شپږمه) پای ته ورسېده. په دې مېله کې له ټول پاکستان څخه ۵۰۰ نارينه او ښځينه لوبغاړو ګډون کړی و. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه يې په اړه ويډيويي راپور لري.
د سربیا په یوه هدیره کې هغه پناه غوښتونکي ښخ دي، چې غوښتل یې ځانونه اروپا ته ورسوي. دوی د بېلابېلو دلایلو له مخې پر لار مړه شوي دي. د سربیا چارواکو په وروستیو کلونو کې د لسګونو پناه غوښتونکو مړینه تایید کړې ده. نور په دې راپور کې وګورئ
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وايي، د تېرو ۲۰ کلونو په جګړو کې نژدې ۷۰ زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي دي. سیګار دا شمېرې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، د متحدو ایالاتونو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک مېلي له قوله خپرې کړي دي. په دې راپور کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې نېټې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۱۹۱۰ تنه ښودل شوی. سیګار په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۵۴۳ تنه اعلان کړې وه.
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي ټیمونه یکشنبه د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې لوبیږي. په دې لوبه کې د افغانستان بریا نیمه پایلوبې ته هیلې رامنځته کولای شي خو ماته له روان نړیوال جام سره خدای پامانی دی. د نیوزیلنډ لپاره هم دا لوبه مهمه ده ځکه په ګټلو سره به یې نیمه پایلوبې ته د ورتلو ډېر چانس ترلاسه کړي. صفي الله ستانکزي دې لوبې ته لنډه کتنه کړې ده
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې نن دوه لوبې وشوې. د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننیو لوبو د نتایجو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "د سیمرغ البرز لوبډلې درې د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې د هندوکش عقابانو درې- یو توپان هریرود ته ماتې ورکړه." د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ پرون د لړم په ۱۴مه پیل شوې. د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا په افغانستان کې د فوټبال لومړی لیګ دی.
د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.
سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي.
د نومبر پر درېیمه وزیراعظم عمران خان قوم ته په خپله وينا کې د دې مالي امداد یو وارې بیا یادګيرنه وکړه او له سعودي عربه یې مننه وکړه.
د کرکټ د نړیوال شل اووریزه لوبو په لړ کې نن استرالیا له ویسټ اندیز سره لوبه کوي. ټاس ویسټ اندیز ګټلی او د توپ وهنې پریکړه یې کړې. د دې جام په دوام کې تېره شپه هندوستان، سکاټلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. سکاټلنډ د ټاس په ګټلو سره د توب وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې هندوستان ته ۸۱ د منډو هدف وټاکه. هندوستان بیا دغه هدف په اتم اور کې د دو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ. سبا افغانستان له نیوزلنډ سره مخ کیږي، کرکټ پوهان وايي، که افغانستان خپله سبانۍ او وروستۍ لوبه وګټي نو نیمه پای لوبې ته به يې د تللو امکان پیدا شي. Читать дальше...
په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې. د سوک وهنې فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه سیالۍ لس ورځې وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسیدې. د دې فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لوبو موخه د غوره استعدادونو پېژندل او د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته یې انتخابول وو. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د کابل، ننګرهار، غزني، نورستان او کونړ ولایتونو له ۸۰ وزرشي کلپونو څخه ۱۸۰لوبغاړو ګډون کړی و. فدراسیون وايي، له لوبغاړو ۲۶ تنه یې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته انتخاب شول.
په هلمند ولایت کې د مني موسم په رارسېدو سره د والیبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ چې د مني جام په نوم نومول شوي چې د مرکز او ولسوالیو اته لوبدلې په کې ګډون لري. د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي چې د هلمند د والیبال په ورزشي لوبغالي کې ترسره کیږي. د دې لوبو موخه د والیبال برخې وده په ګوته شوې.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې په ډزو وژل شوي دي. په یوه پېښه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو او په بله یوه کې د دوو پخوانیو پوځي مېرمنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ظاهرا د لومړۍ قضیې په تړاو د څېړنو د پیل خبره کوي. خوستی وایي: "د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. Читать дальше...
د ګرجستان اپوزیسیون په پام کې لري چې نن د پراخې مظاهرې په ترڅ کې له بنده د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي د خوشې کېدو غوښتنه وکړي. د اپوزیسیون د ملي متحد غورځنګ یوه مشر نیکا میلیا پر خپله فیسبوک پاڼې لیکلي چې دا مظاهره په سیمه ییز وخت د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي. د دې غورځنګ بنسټ ساکاشویلي ایښی و. ښاغلي میلیا د اپوزیسیون له غړو غوښتي دي چې د روستاوي محبس مخې ته راټول شي او یو موټی واوسي. ساکاشویلي له اته کلن تبعید وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېته د ملي انتخاباتو په درشل کې ګرجستان ته له راستنېدو څو ساعته وروسته ونیول شو. Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو مظاهرو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې پیل شوې دي. د ایران پلوو شیعه معترضانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د پرونيو نښتو په ترڅ کې یو اعتراض کوونکی ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول. د دې پېښو په اړه د تحقیقاتو امر د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي کړی و. اعتراض کوونکو چې د تېرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو نتایج نه مني، له څه باندې درې اونیو راهیسې د بغداد زرغونې سیمې ته څېرمه پرلت وهلی. پولیسو پرون وروسته له دې چې معترضانو په کاڼو وویشتل او زرغون زون ته د ننوتو... Читать дальше...
شوکت میرضیایف پرون جمعه د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ازبیکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ښاغلي میرضیایف په هغو مراسمو کې چې نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) په تاشکند کې جوړ شول، پر قران کریم او د ازبیکستان پر اساسي قانون لاس کېښود او د وفادارۍ لوړه یې پرځای کړه. میرضایف د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په انتخاباتو کې بریالی شو. لویدېځو څارونکو وویل چې د دې انتخاباتو اساس رښتیني رقابت نه و. د ۶۴ کلن میرضیایف پر وړاندې څلور حکومت پلوي کاندیدان چې ډېر خلکو نه پېژندل، ولاړ وو چې په نتیجه کې یې ده په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې. Читать дальше...
پر ټولنیزو رسنیو د ایران او ترکیې ترمنځ د افغان ځوانانو شکنجه د خواله رسنیو د کارونکو او ځینو بشري حقونو فعالانو اندېښنې پارولي دي. پر خواله رسنۍ توېټر یوه تازه خپره شوې ویډیو ښيي چې شپږ ځوانان په یوه خونه کې بند کړل شوي او یو کس یې په لرګي وهي، د برېښنا شارټونه ورکوي او شکنجه کوي یې. ویډیو اخیستونکی شخص وروسته هماغه خونه چې خالي وي تشریح کوي چې دلته اخاذې اخیستونکي کسان تل ځوانان راولي، شکنجه کوي یې او له کورنیو یې پیسې غواړي، خو دا چې یرغمل نیونکي څوک دي، ویډيو جزئیات نه لري. کوم څوک چې دغه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، د نورو هېوادونو بشري مرستي د افغانانو په ژوند مثبت اغېز لري او کولای شي د ستونزو په حل کې یې مرسته وکړي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دوی حکومت له ټولو هغو مرستو چې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له خوا کېږي، هرکلی کوي. ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت له ټولو بلاعوضه او هغو مرستو چې د خلکو ستونزو حلوي، هرکلی کوي. موږ غواړو چې دا هېوادونه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو په ازادۍ کې هم مرسته وکړی، څو... Читать дальше...
د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې، هغه چې یوازې د مخکني افغان حکومت په امنیتي او دفاعي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پورې محدودې دي. دا شمېرې د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې خپرې کړي. سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي. دا مرګژوبله د مخامخ جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو په پایله کې افغان سرتېرو ته اوښتې ده. دې ادارې دا ارقام د امریکا د لوی درستیز مارک مېلې له قوله خپاره کړي دي. د سیګار په راپور کې په افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د پیسو د راکړې ورکړې بهېر ښه شوی دی. د دې ټولنې مرستيال حاجي داد ګل نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وويل، اوس مهال ټول هغه کسان چې په بانکونو کې اکاونټونه لري د اوونۍ ۴ سوه ډالر او په افغانيو ۳۰ زره افغانۍ ايستلی شي. د نوموړي په خبره، په ورته وخت کې له بهره هم د پېسو د رالېږلو پروسه ښه شوې او په ورځني ډول ډير خلک صرافيانو ته ورځي. ښاغلی دادګل وایي، که بانکونه د صرافيانو په واک زياتې پېسې ورکړي، نو دغه بهېر به د پخوا په څېر عادي شي. Читать дальше...
په تورخم او سپين بولدک کې لا هم د صاداراتو او وراداتو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او سوداګر یې له امله شکایت لري. سوداګر او د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه مشر جبار صافي ازادي راډيو ته وويل، اړوند چارواکي دې ژر تر ژره د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي. د نوموړي په خبره، د افغان سوداګرو پرمخ بايد د نورور هېوادونو دروازې هم خلاصې شي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د پاکستان په شمول يو شمېر ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره خپلې پولې وتړلې. ... Читать дальше...
په نورستان کې چارواکي او ولسونه وايي، ځنګلونه يې د سېمې ښکلا ده او چاته به اجازه ور نه کړي چې شنې ونې پرې او د دغه ولایت طبیعې ښکلا ته زیان ورسوي. د پارون قومي شورا مشر مولوي کریم الله وايي، له لسګونو کالو را په دېخوا يې د خپلې سېمې ځنګلونه د تړو او ناغو په وسېله له پرې کولو ساتلي دي او په وینا یې د لرګیو مافیا او قاچاق وړونکو ته يې وخت نه دی ورکړی چې د نورو ولایتونو په څېر د نورستان پر ځنګلونو تالان جوړ کړي. کریم الله زیاتوي: "تر اوسه د قومي تړو او ناغو په وسیله قومونه دغه ځنګل ساتلی دی. پخواني... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د نړۍ د هېوادونو له خوا د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره د هڅو په دوام وايي، د تاجکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونديو هېوادونو سره، ښه اړیکې پالل غواړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، ازادي راډیو ته وویل، ښه همکاري د سیمې په امنیت نېغ په نېغه اغیز لري او دوی غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره، په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو بېلابیلو برخو کې ښه همکاري ولري. مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت درېځ دا دی چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري، غواړي چې ټولو سره همکار واوسي،... Читать дальше...
په افریقايي هېواد مډغاسکر کې د اب و هوا بدلون د اوږدمهالې وچکالۍ لامل شوی او اوسمهال یې شاوخوا ۴۰ فیصده وګړي د خوړو له زښت کمښت سره مخامخ دي. اخوا په مرکزي افریقايي هېواد کې حکومت هڅې پیل کړي چې د منګروف په نوم د یو خاص ډول ونې ځنګلونه وساتي. هغه ونه خورا زیات کاربن ډای اکسایډ جذبوي. په فضا کې کاربن ډای اکسایډ د تودوخې کچ لوړوي. په افریقايي هېوادونو کې د اب و هوا بدلون په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه انلاین غونډه به جوړه کړي. انتوني بلېنکن څرګنده کړه چې په دې غونډه کې به د کرونا وبا په اړه بحث وشي. ښاغلي بلېنکن په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د بهرنیو چارو وزیران باید په دې برخه کې مرکزي ونډه ولري چې څرنګه د دې وبا مخه نیولی شو او راتلونکې ته چمتو کیدلی شو. په دې غونډه کې به په نړۍ کې د کرونا واکسین د وېش په اړه هم خبرې وشي. ټاکل شوې ده چې دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
د امریکا د متحد ایالاتونو په یوه ژوبڼ کې دوه هاینه په کرونا ویروس اخته شوي دي. چارواکي وایي، دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د دې څارویو د اخته کېدو خبر تائیدیږي. د کولورادو په ډینور ژوبن کې مسوولانو وویل، یو هاینه دوه ویشت کلن دی، بل یې درویشت کلن دی چې ناروغۍ لږ ستومانه کړي، پوزې یې بهیږي او ټوخیږي، خو اټکل داسې دی چې ډېر اغېز یې پرې نه دی کړی، ژر به روغ شي. د ډینور ژوبڼ په ټویټر کې څرګنده کړه چې د دغو دوو څارویو د کرونا نتیجه د کلورادو د پوهنتون د ویترنري په لابراتوار، همدا... Читать дальше...