په هلمند ولایت کې د مني موسم په رارسېدو سره د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ چې د مني جام په نوم نومول شوي چې د مرکز او ولسوالیو اته لوبدلې په کې ګډون لري.
د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي چې د هلمند د والیبال په ورزشي لوبغالي کې ترسره کیږي.
د دې لوبو موخه د والیبال برخې وده په ګوته شوې.