د امریکا متحد ایالاتونه وایي، په لسګونو زره افغانان چې دې هېواد ته ورغلي دي خطرناکه ناروغۍ یې امریکا ته له ځانونو سره وړي دي. یو شمېر امریکایي رسنیو د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز په وینا پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) خبر ورکړچې دغو افغانانو د ملاریا، شري او توبرکلوز ناروغۍ امریکا ته له ځانونو سره لېږدولې دي. دغو افغانانو ته ویل شوي دي چې د شري ضد واکسین وکړي. د راپورونو له مخې تراوسه د شري شپاړس پېښې ثبت شوي دي. کومو کسانو ته چې دا واکسین ورکړل شوی دی باید درې اوونۍ قرنطین شي. دغو افغانانو... Читать дальше...
پرتګال د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو یو شمېر غړیو ته پناه ورکړه. د راپورونو له مخې له افغانستانه د دې لوبغاړو د وتلو خبره له طالبانو سره وار له مخه شریکه شوې وه. دا نجونې د یکشنبې په ورځ پلازمېنې لیزبون ته ورسېدې. د کابل له هوایي ډګره د دې نجونو او د هغوی د کورنیو د ایستلو چارې څو ځله ځنډیدلې وې. تر دې مخکې د افغانستان د نجونو د فوټبال یو شمېرغړې پاکستان ته تللې وې. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي و چې دا لوبغاړې د وږې په ۲۴مه د تورخم له لارې اسلام اباد ته رسیدلې وې.
د هند صدراعظم ناریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له افغانستانه د ترورېزم احتمالي خپریدو ته اندېښنه ښکاره کړه. د هند د صدراعظم دفتر خبر ورکوي چې مودي له ښاغلي مکرون سره پرون د ټیلیفوني خبرو پر مهال همدا راز له افغانستانه د مخدر موادو، انسانانو او وسلو د قاچاق په اړه خبرې وکړې. د هند او فرانسې مشرانو ټینګار وکړچې باید په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخو کې ډاډ ترلاسه شي. تمه ده چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن سره هم خبرې وکړي.
د طالبانو سرپرست رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) په کابل کې د روسیې، چین او پاکستان له استازیو سره وکتل. د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاو یونګ سره د غونډې پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دوی د مالیې سرپرست وزیر هدایت الله بدري هم وو. ښاغلي متقي په خپل ټویټر کې د دې غونډې عکسونه خپاره کړي دي، خو نور جزییات یې... Читать дальше...
قطر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی منزوي نه کړي. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته دا خبره هم وکړه چې له افغانستان سره دې نړیوال بشري مرستې وکړي. نوموړي وویل: "موږ د نړیوالې ټولنې پر اهمیت ټینګار کووچې په دغه سخت حالت کې د افغانستان ملاتړ وکړي او د سیاسي اختلافاتو سربېره بشري مرستې ورسره وکړي. موږ همدا راز له طالبانو سره د خبرو د ادامې پر اهمیت ټینګار کوو ځکه چې دوی ته شا اړول اختلافات رامنځته کوي او عکس العملونه زیږوي... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر په توګه جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه. ده پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) په نیویارک کې عمومي غونډې ته وویل چې متحد ایالاتونه اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې ډپلوماسۍ په لور درومي. بایډن زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل مو وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل پرانیزو." ولسمشر بایډن زیاته کړه که چېرته له ترهګرو سره د مبارزې لپاره اړتیا... Читать дальше...
له تېرو څو ورځو ډېری ځوانان په خواله رسنیو کې «له خور پرته ښوونځي ته نه ځو» هشټک کاروي او په هېواد کې د نجونو د تعلیم د دوام غوښتنه کوي. دوی وايي، څنګه چې ټولنه تعلیم یافته وګړو ته اړتیا لري، نو طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې پرانیزي، څو هغوی وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. په غزني کې یو شمېر ښځینه محصلینې د ځوانانو دا کار ستايي او وايي، د نجونو له تعلیمه پرته د زده کړو بهېر نيمګړی دی. په غزني کې هم زرګونه نجونې په کور ناستې او پر مخ یې د زده کړو دروازې تړلي دي. Читать дальше...