د هند صدراعظم ناریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له افغانستانه د ترورېزم احتمالي خپریدو ته اندېښنه ښکاره کړه.
د هند د صدراعظم دفتر خبر ورکوي چې مودي له ښاغلي مکرون سره پرون د ټیلیفوني خبرو پر مهال همدا راز له افغانستانه د مخدر موادو، انسانانو او وسلو د قاچاق په اړه خبرې وکړې.
د هند او فرانسې مشرانو ټینګار وکړچې باید په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخو کې ډاډ ترلاسه شي.
تمه ده چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن سره هم خبرې وکړي.