د خوراک نړیواله اداره وایي، په افغانستان کې ۹۳ فیصده خلک د خوراک له کمي سره مخامخ دي. دغه اداره وایي د طالبانو له راتګ وروسته خلکو خپل روزګارونه وبایلل او اوس دومره پيسې نه لري چې ځانونو ته درې وخته ډوډۍ تیاره کړي. د خوراک د نړیوال پروګرام ترمخه دا حالات هلته د ماشومانو پر روغتيا ډېر منفي اثر کولای شي او باید دې مسلې ته پوره پام وکړل شي. په دې اړه نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ چې فرخنده اسد پښتو کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره له افغانستانه د پاتې فرانسوي وګړو د ایستلو په اړه خبرې وکړي. ژان لودریان دوحې ته تر روانېدو مخکې پرون طالبان تورن کړل چې دروغ وايي. د ده په وینا طالبانو ویلي وو چې پراخ بنسټه حکومت به جوړوي او بهرنیان او افغانان به پرېږدي چې له افغانستانه ووځي خو دا ژمنې یې عملي نه کړې. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني او اړیکې به ورسره ټینګې نه کړي. ده دا هم وویل چې لا هم څو فرانسویان او څو... Читать дальше...
په نیویارک کې د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو په یاد مراسمو کې ګډونوالو د سهار په ۸ بجو او ۴۶ دقیقو د یوې شیبې لپاره چوپتیا غوره کړه. دا دقیقاً هماغه وخت وو چې شل کاله مخکې په همدې ورځ الوتک تښتونکو لومړنۍ الوتکه د نړیوالې سوداګرۍ له دنګې ودانۍ سره وجنګوله. په دغو مراسمو کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ، د امریکا ولسمشرجو بایډن او پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او بېل کلېنټن هم ګډون کړی وو او د وژل شوېو ۲۶۰۰ قربانیانو د کورنیو غړیو د خپلو عزیزانو نومونه واخیستل. پر نیویارک سربېره په دوو نورو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د یوه بشري ناورین د احتمال خبرداری ورکړل شوی، ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي. له افغانستان سره د بسپنې راټولولو په دغه نړیوال کنفرانس کې به چې سبا دوشنبې به یې د سویس جنیوا ښار کوربه وي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې نړیوال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د عاجلو مرستو ژمنې وکړي، څو په دې هېواد کې له میلیونونو بې وزلو کسانو سره د ژوند ژغورنې بشري مرستې دوام وکړي. Читать дальше...
د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې وایي، د دوشنبې له ورځې به د کابل نړیوال هوایي ډګر ته چارټر الوتنې پیل کړي. پې ای اې پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې د کابل هوایي ډګر کې د الوتکو د کښیناستو لپاره یې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې له خوا اجازه ترلاسه کړې ده. ټاکل شوې د پي ای اې یوه ایربس ۳۲۰ الوتکه سبا له اسلام اباده کابل ته الوتنه وکړي. د پاکستان هوایي شرکت ویلي چې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفارتونو او نړیوالو سازمانونو ورڅخه غوښتنه کړې وه چې د کابل هوایي ډګر ته الوتنې بېرته پیل کړي. ... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د قطر د هوایي شرکت په دوهمه چارټر الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره د جرمني ۴۵ اتباع او د هغوي کورنۍ ایستل شوي دي. د جرمني د بهرینو د وزارت یوه ویاند پرون شنبې(د وږي ۲۰مه) د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس ته وویل چې چارواکي په دې کار کوي چې د جرمني نور وګړي هم له افغانستانه وباسي. د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره د قطر په لومړنۍ چارټر الوتنه کې د جرمني پنځلس اتباع ایستل شوي وو. د تېرې میاشتې په پای کې د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره... Читать дальше...
د کابل د نړیوال هوایي ډګر د عملیاتو د برخې یو چارواکی وایي، له کله چې طالبانو کابل نیولی، متحده عربي اماراتو د دې هوایي ډګر له لارې په سوونو ټنه خوراکي مواد، درمل او نور توکي افغانستان ته لېږدولي دي. د جي اې اې سيGAAC د کمپنۍ سیمه ییز مشر ابراهیم معروفي ویلي، د سېپټمبر له درېیمې راهیسې د متحده عربي اماراتو حکومت افغانستان ته د مرستو رسولو یو هوایي دهلېز پرانستی او تر اوسه یې په ۱۱ الوتنو کې ۲۵۵ ټنه خوراکي مواد او روغتیایي توکي دې هېواد ته لېږدولي دي. د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې په متحده... Читать дальше...
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره هر څومره ژر چې کیدای شي، بشري مرستې وکړي. محمد بن عبدالرحمن الثاني دغه غوښتنه له خپل روسي سیال سرګي لاروف سره تر کتنې وروسته پرون شنبې (د وږي ۲۰مه) په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وکړه او ویې ویل چې که په افغانستان کې وضعیت لا خرابیږي نو هېڅ یو ګاونډی به یې له ناوړه اغېزو خوندي نه وي. الثاني زیاته کړه: "قطر او روسیې موافقه وکړه چې دې ته اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او ورسره سمدستي مرستې وشي. همدارنګه زموږ له نظره دې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پر ادارې انتقاد وکړ. ټرمپ چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبرورۍ کې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړی، پرون شنبې (د وږي ۲۰مه) پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو له شلمې کلیزې څخه په استفاده د بایډن اداره بې کفایته وبلله چې د ده په وینا له له افغانستانه یې په بیرونکي ډول امریکایي ځواکونه وایستل او په دې هېواد... Читать дальше...
ګارډین د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان او عراق کې د متحدو ایالاتونو د پوځ لګښتونو ته اشاره کړې ده او دا موضوع یې په یوه تفصیلي راپور کې چې عنوان یې دی د افغانستان او عراق پنځه تریلیونه ډالره لګښتونه څه شول؟ څېړلې ده. د راپور په یوه برخه کې راغلي د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د خپل پوځي ماموریت د ملاتړ لپاره د پوځي عملیاتو په تقریباً ټولو برخو کې په بې ساري ډول پر خصوصي قراردادیانو متکي و. د ګارډین د راپور له مخې له پوځي وسایطو نیولی بیا تر الوتکو، هلیکوپټرو، بې پیلوټه الوتکو،... Читать дальше...
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، اوکراین باید اروپا ته د روسیې د ګازو د لېږدولو په برخه کې د یوه ټرانزیټ یا د صادرونکي هېواد په توګه پاتې شي. مېرکل چې د روانې سېپټمبر میاشتې په وروستیو کې به خپله دنده پریږي، دغه څرګندونې پرون شنبې (د وږي ۲۰مه) د پولنډ له صدراعظم ماتیوز موراویسکي سره په وارسا کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. مېرمن مېرکل چې شپاړس کلونه یې د جرمني د صدراعظمي دنده مخ ته وړې، د روانې سېپټمبر میاشتې په ۲۶ مه له پارلماني انتخاباتو وروسته خپله دنده پریږدي. نوموړې په دې وروستیو کې له... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې رییس له لویدیځ سره د ایران د اټمي تړون پر سر د خبرو د بیا پیلېدو د هڅو په ترڅ کې نن یکشنبه (د وږي ۲۱مه) ایران ته ځي. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې رافایل ګروسي به په تهران کې د ایران د ولسمشر له مرستیال اسحق جهانګیري او د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې له رییس محمد اسلامي سره وګوري. ښاغلی ګروسي داسې مهال ایران ته ځي چې ادارې یې په وروستي راپور کې پر ایران انتقاد کړی او ویلي یې دي چې تهران د فبرورۍ له میاشتې راهیسې له اټمي تاسیساتو د دې ادارې د څارنې په وړاندې جدي... Читать дальше...
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، که یو ځل بیا پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن په افغانستان کې دود شي د افغانستان د شته اقتصادي ودې له منځه وړلو لامل به شي. دوی وايي، د افغانستان بانک او طالب چارواکي باید د اقتصادې ودې په موخه په افغانستان کې د نورو هېوادونو اسعارو ترویج او سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورنه کړي. په افغانستان کې په ځانګړې ډول د دغه هیواد په سرحدي ولایتونو کې، د تېر حکومت له خوا په پاکستاني کلدارو او ایراني تومنو له بندیز لګولو وروسته ډېر راکړه ورکړه به افغانیو ترسره کېده چې... Читать дальше...