د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې رییس له لویدیځ سره د ایران د اټمي تړون پر سر د خبرو د بیا پیلېدو د هڅو په ترڅ کې نن یکشنبه (د وږي ۲۱مه) ایران ته ځي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې رافایل ګروسي به په تهران کې د ایران د ولسمشر له مرستیال اسحق جهانګیري او د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې له رییس محمد اسلامي سره وګوري.
ښاغلی ګروسي داسې مهال ایران ته ځي چې ادارې یې په وروستي راپور کې پر ایران انتقاد کړی او ویلي یې دي چې تهران د فبرورۍ له میاشتې راهیسې له اټمي تاسیساتو د دې ادارې د څارنې په وړاندې جدي خنډونه جوړ کړي دي، خو د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ټینګار کوي چې هېواد یې شفاف چلند کړی دی.
د امریکا متحده ایالات او اروپا هڅه کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون بېرته احیا کړي. واشنګټن په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له دې تړونه ووت او پر تهران یې بېرته بندیزونه ولګول او تهران هم له هغې راهیسې په دې تړون کې کړې ځینې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.