په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې یې ویلي و، له خپل هېواده نه وځي، بالاخره پرون ووت. د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، زابلون سیمینتوف چې له کلونو راهیسې په کابل کې یوازې اوسېده، په یوه الوتکه کې د امریکا په لور روان شو. تراوسه څرګنده نه ده چې ۶۲ کلن سیمینتوف به چېرې لاړ شي، خو مېرمن او نور خپلوان یې اسراییل ته تللي دي. ده د سږ کال په پسرلي کې ازادي راډیو ته ویلي و: "که طالبان واک ته ورسېدل، په لتو به یې وباسي." خو له دې سره-سره ده درې اوونۍ پخوا او مخکې... Читать дальше...
طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ. ملاحسن له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو د قیادي شورا غړی و او په نوي یمه لسیزه کې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د والي او د صدراعظم د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي. په واشنګټن کې د یوه څېړنیز انسټیټیوټ رييس هاشم وحدتیار ته د طالبانو کابینه له څلورو نظرونو د پام وړ ښکاري: "اوله خبره دا ده چې په دې کابینه کې ښځې نه شته، دوهم دا چې په دې کابینه کې یو تاجک او یو ازبک... Читать дальше...
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ د دفتر یا اوچا ویاند ینس لېرک پرون سې شنبه(د وږي ۱۶مه) په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستې ته اړتیا ده. لېرک زیاته کړه: "په افغانستان کې اساسي خدمتونه د له منځه تلو په حال کې دي، خوراکي مواد او لومړنۍ مرستې په ختمېدو دي. لکه څرنګه چې مو اورېدلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. موږ له نړیوالو مرستندویانو غواړو... Читать дальше...
طالبانو د کابل له نیولو څه باندې ۲۰ ورځې وروسته خپله کابینه اعلان کړه. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوس لپاره ټول د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه اعلان شوي دي. ښاغلي مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل. د طالبانو د کابینې مشرتابه غړي ملا محمد حسن اخند - د ریاستالوزرا سرپرست ملا عبدالغني برادر – د ریاستالوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالسلام حنفي – د ریاستالوزرا... Читать дальше...
دا اعلان د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد د سېپټېمبر پر اوومه نېټه په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ. هغه وويل چې د هېواد نوم به د افغانستان اسلامي امارت وي.
طالبانو په افغانستان کې د لاریونونو پر مهال ځیني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وهلي ډبولي او ځیني یې له ځان سره بیولي دي. یو شمېر دغه خبریالان او انځور اخیستونکي چې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» د خبري پوښښ لپاره د پاکستان ضد او د ملي مقاومت جبهې په ملاتړ د لاریونونو سیمو ته تللي وو وایي طالبانو دوی د څو ساعتونو لپاره بندیان کړي وو. سمېعالرحمن رحماني یو له عکس اخیستونکو څخه و، نوموړي وویل: "سهار ۹ بجې وې چې زه پروان ته د عکس اخیستلو لپاره لاړم، ښځو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ، کله... Читать дальше...
طالبان د سلګونو لاریون کوونکو د خورولو لپاره له هوایي ډزو استفاده وکړه. د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي په ګډون د خبریالانو د وهلو ټکولو راپورونه هم ورکول شوي دي. دا لاریون څو ساعت وروسته له هغه پیل شو چې د "مقاومت د ملي جبهې" مشر احمد مسعود له خلکو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې ملي پاڅون وکړي. که څه هم طالبانو د لاریون کوونکو او خبریالانو سره تاوتریخوالی رد کړی خو پر ټولنیزو رسنیو چې کومې ویدیوګانې د لاریون کوونکو له خوا خپرې شوي په کې له لاریون کوونکو سره فزیکي چلند او د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
جنوبي کوریا له طالبانو غواړي چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، که طالبان نړیوالو کنوانسیونونو او د وګړو اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او ترورېستانو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي، نو سئول تیار دی چې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره کار وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند چوی یونګ سام (Choi Young-sam) د جنوبي کوریا له یوې رسنۍ سره مرکه کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغو څرګندونو ته ځواب وایه چې سئولیې په کابل کې د سفارت پرانیستو ته هڅولی و او ډاډ یې ورکړی و چې د جنوبي کوریا د سفارت امنیت به خوندي وي. Читать дальше...
د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزارتونه وايي، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې ډېر ژر د کابل نړیوال هوايي ډګر ملکي الوتنو ته چمتو کړي، خو دوی زیاتوي چې لا هم د افغانستان له نویو واکمنو سره د دې هوايي ډګر د فعالیت د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه اوسمهال د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې شته او دا هېواد افغانستان ته تقریباً هره ورځ په بشري مرستو بار چارتر الوتنې تنظیموي. شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په دوحه کې له خپل امریکايي سیال انتوني... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هغه راپورونه رد کړل چې طالبان د مزار شریف له هوايي ډګره د امریکایانو وتلو ته اجازه نهورکوي، خو ښاغلي بلېنکن وویل طالبانو د امریکا چارتر الوتکو ته په دې خاطر د الوتو اجازه نهده ورکړې چې ځینو کسانو د مسافرت قانوني اسناد نهلرل. په تېرو دوو ورځو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د امریکایانو په ګډون شااوخوا زر کسان د مزار شریف په هوايي ډګر کې بند پاتې دي. ښاغلي بلېنکن په دوحه کې له خپل قطري سیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني او د امریکا له دفاع وزیر لوېډ... Читать дальше...
خو بيا يې خينې نوي لوبغاړي په ټيم کې شامل کړي دي لکه د پخواني کرکټر معين خان زوی اعظم خان چې يوازې څه باندې يوه مياشت مخکې يې د انګلېنډ خلاف په مېچ کولو سره خپل نړيوال کرکټ پیل کړ.
طالبانو نن په کابل کې د سلګونه معترضانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او یو شمېر معترضان او خبریالانیې ونیول. د بخښنې نړیوال سازمان پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د سولهییزو معترضانو او ژورنالېستانو پر ضد د طالبانو د تشدد له کبله سخته اندېښنه لري، خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې مظاهره کوونکو دولتي ودانیو ته د ننوتو هڅه کوله. ښاغلي وثیق زیاته کړه چې په دې ترڅ کې څو نیول شوي خبریالان وروسته خوشې شول: "مظاهره کوونکو له هغو امنیتي کسانو سره لاس... Читать дальше...
داسې مهال چې طالبان د پنجشېر په ګډون په افغانستان کې د خپل واک په ټینګېدو بوخت دي، د امریکا جمهور رئیس وايي، لا ډېر واټن شته چې دا ډله په رسمیت وپېژني. جو بایډن پرون په واشنګټن کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان به په رسمیت وپېژني او که نه؟ وویل د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره بېړه نهلري او په وینا یې "لا ډېر واټن شته". طالبان هم هڅه کوي چې نړۍ یې واکمني په رسمیت وپېژني، خو د افغانستان د ګاونډیو په ګډون لاهېڅ هېواد دا پرېکړه نهده کړې. ځینو هېوادونو د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وړاندې کړي. Читать дальше...
نن د سېپټېمبر اوومه د خواندګۍ نړیواله ورځ ده. د خیبر پښتونخوا او ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) یوه شریکه سروې وايي چې په قبایلي ضلعو کې ۵۲ فیصده خلک لیک لوست نه شي کولای. د پاکستان مرکزي حکومت شمیرې ښيي چې په ټول هیواد کې ۲۲.۸ ملینه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې ۱۲ ملینه جینکۍ دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې هم دا موضوع په پیښور کې مدني فعال او د بلیو وین په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې مشر قمر نیسم ، يوه زده کوونکې پشتنې اورکزۍ ، د حقونو فعالې نوشین ملک او د تعلیم څیړنیز مرکز الف اعلان یو مشر عمر اورکزي سره څېړل شوې ده.
وسلهوالو طالبانو د پوهنتونونو په ټولګیو کې د هلکانو او نجونو ترمنځ فاصله او پرده ایجاده کړې ده. ځینو کسانو د ټولګیو ترمنځ دغه جلاوالي ته په منفي نظر کتلي او د جنسیتي تبعیض پیلیې ګڼلی دی، ځینو نورو بیا د دې اقدام هرکلی کړی چې نجونې بیا هم کولای شي لوړې زدهکړې وکړي. خو د طالبانو چلند په بېلابېلو ولایتونو کې متفاوت دی، د بدخشان چارواکي وايي، وسلهوال طالبان له اووم ټولګي پورته ټولګیو ته د پرانیستل کېدو اجازه نهورکوي. اوس اندېښنه دا ده چې د پوهنتون د محصلانو په وړاندې هم ښايي د دوی چلند د وخت په تېرېدو سره بدل شي. Читать дальше...
د کابل په ګډون د افغانستان څو نورو ښارونو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې. سلګونه لاریون کوونکي د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي او په دې هېواد کې د پاکستان د مستقیمې لاسوهنې بندول غواړي او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي. په دغه لاریونونو کې لسګونه مېرمنو هم برخه اخیستې او د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي. دوی دغهراز د طالبانو په وړاندې په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ هم کوي او وایي دا جبهه د زور او استبداد سره مبارزه کوي. زهره یو له لاریون کوونکو څخه وايي: "موږ د خپلو ځوانانو د وینې دفاع کوو. Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د بشردوستانه چارو مرستيال افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان نيمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري. مارتین ګریفیتس په خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې له داسې خلکو سرهيې ليدلي چې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د ښاغلي ګریفیتس په خبره ''د افغانستان نيمايي وګړي له اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.'' جنت ګل د کابل ښار په يوه څنډه کې د سړک پر سر چرګان پلوري، خو اوسيې روزګار د پخوا په څېر نهدی. عمر يې ۵۳ کاله دی او د کورنۍ ۱۲ غړو سرپرستي ورله غاړې ده. Читать дальше...
ملګرو ملتونو له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د بسپنې ټولولو د نړیوال کنفرانس په درشل کې د ۶۰۰ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې ویاند یینس لایرکې نن په ژنیو کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو سیستم د ړنګېدو او د خوړو او د ژوند لپاره د اړتیا وړ موادو زېرمې د خلاصېدو په حال کې دي. په پام کې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په مشرۍ افغانستان ته د بسپنې د ټولولو په هدف د مرستندویو هېوادونو د بهرنیو... Читать дальше...
د ازادي راډیو او,نیز ژوند په شېبو پرګرام د بوټ ګنډونکي یا موچي ګرۍ د کسب تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د موچي ګرۍ کسب څه وخت رامنځته شوه؟ او څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې په قطر کې دی وايي، هڅې روانې دي چې د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره چارتر الوتکې په خوندي ډول له افغانستانه ووځي. ښاغلي بلېنکن په دوحه کې له خپل قطري سیال شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني او د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن په لږ شمېر هغه امریکایي وګړي تشخیص کړي دي چې غواړي د مزار شریف د هوايي ډګر له لارې بهر ته ووځي. له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې یو غړي ویلي و چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده. Читать дальше...
د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي جګړې، وچکالي او کرونا وبا شااوخوا اته میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دې فدراسیون نن په یوه بیان کې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده. په بیان کې راغلي دي چې لسګونه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي چې یو شمېر یې د ښاري سیمو په کمپونو کې خوړو او استوګنځي ته اړتیا لري. په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د جګړو له تودېدو وروسته خلک د ژوند له شرایطو څخه شکایت کوي... Читать дальше...
د لوګر اوسېدونکي وايي، ځینو ملکي ادارو ته د خپلو کارونو د اجراء لپاره له څو ورځو ورځي خو ادارې تړلي وي او له دې کبله يې کارونه له یوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي.
سلګونه کسانو نن د کابل په لږ تر لږه دوو سیمو کې د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه. په کابل کې نن سلګونه معترضان د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي وو او د ازادۍ شعارونه یې ورکول. د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې طالبانو د دې کسانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې. په دې ترڅ کې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. په دشت برچي کې هم نن لسګونه ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه. د پاکستان او طالبانو پرضد دا مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو د مخالفې مقاومت جبهې مشر احمدمسعود افغانان د طالبانو پر ضد عمومي قیام ته راوبلل. Читать дальше...
پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو په پلان جوړولو د تورن خالد شیخ او د هغه د څلورو ملګرو د محاکمې مقدماتي استماعیه غونډه نن د سېپټمبر په اوومه په ګوانتامو زندان کې بیا پیلېږي. دا غونډه له ۱۷ میاشتې ځنډ وروسته پیلېږي او دا په داسې حال کې ده چې متحدایالات د دې تاریخي حملې شلمې کلیزې ته تیاري نیسي. د سېپټمر د ۱۱مې په حملو کې نژدې ۳ زره امریکایان ووژل شول. له دې حملو وروسته، امریکا افغانستان ته خپل پوځي ځواکونه واستول او بیا د طالبانو او القاعده شبکې په غړیتوب مشکوک سلګونه کسان... Читать дальше...
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، له تېرو څلورو ورځو یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د دوی پر کورونو او سیمو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړي. د دوی پر خبره چې تر اوسه په کې دوه تنه ټپیان شوي، په لسګونه څاروي وژل شوي او خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي. د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر حاجي جمع خان ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څلورو ورځو پاکستانیو ځواکونو یو ځل بیا د خپلو درنو او سپکو وسلو خولې د دوی کلیو او سېمې ته سمې کړي او تر اوسه يې په سلګونه د توپونو او په زرګونه د سپکو وسلو ډزې کړي دي. Читать дальше...