هېواد هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د تپل شوې جګړې په اړه د سيمې او ګاونډ اجماع ته اړتيا ده. د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ شواهد موجود دي چې پاکستان د ترهګريزو ډلو نورې ملېشې هم افغانستان ته د جګړې د لا شدت لپاره را استوي او په دې هڅه کې دی چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلې خوښې ملېشې پر افغانستان واکمنې کړي. وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي افغانستان کې د طالبانو ټپي شوي جنګيالي او مړي پاکستان ته وړل کېږي او د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي. Читать дальше...
ډیپلوماټ ډیپلوماټ خپرونې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې قلمرو په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دی، ایا د افغان طالبانو مشرتابه چې د ادعاوو پر اساس په پاکستان کې مېشت دي، له هغه هېواده ولاړ او افغانستان ته لاړ شي؟ د خپرونې په لیکنه، یو شمېر لاملونه شته چې دا ډله به په نیږدې راتلونکي کې دا کار ونه کړي. په مقاله کې وړاندې راغلي چې لومړی دا چې پاکستان طالبانو ته د ستراتیژیک عمق داسې سرچینه وړاندیز کړې چې دا ډله په اضطراري وضعیت کې ورڅخه استفاده کولای شي. خپرونه لیکي... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د بازار تاریخچې ته ځانکړې شوې ده، په پیل کې به واورئ چې: بازار څه وخت رامنځته شو؟ بازار څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د ملي مصالحې عالي شورا په افغانستان کې د جګړې شدت، د اندېښنې وړ وباله او سولې مذاکرو پر ګړندیتوب یې ټینګار وکړ. د دې شورا یوه ویاند فریدون خوځون پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ناوخته له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "جګړه په هېڅ حالت کې حل لاره نه ده، یوازې حل لاره خبرې اترې او مذاکرې دي. هېڅ لوری باید پر جګړه ټینګار ونه کړي، تمرکز باید پر خبرو اترو وشي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري او تیار دی چې هدفمند او اساسي مذاکرات پرمخ یوسي." ښاغلي خوځون د طالبانو له مذاکراتي غړو غوښتنه وکړه چې اساسي بحثونو ته کښېني. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی. محمد حنیف اتمر، تېر ماښام له اریانا نیوز سره په مرکه کې وویل، دا موضوع یې له خپل پاکستاني ساري شاه محمود قریشي سره هم شریکه کړې ده. نوموړي وویل:"د طالبانو د رژیم په څېر د یوه رژیم بېرته راتګ چې سیمه ییز او نړیوال تروریستان هم ورسره وي، نه ستاسو، نه زموږ او نه د نړۍ په ګټه دی. دا خو خپله ستاسو د بربادۍ سبب کېږي. زموږ ګټه په دې کې ده چې طالبان د مذاکرو مېز ته راولو، څو له افغان... Читать дальше...
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په افغانستان کې وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی. جنرال سکاټ مېلر، پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وسله والو طالبانو له خوا د ولسوالیو نیول د اندېښنې وړ موضوع ده: "دا مهال په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی، دا هغه څه دي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تشخیص شوی دی. په داسې کې چې موږ د وتلو پروګرام تعقیبوو، افغان ځواکونو ځینې مناسبت اقدامات عملي کړي دي." په افغانستان کې د جګړو د شدت زیاتېدو ته پام، په افغانستان کې د بهرنیو... Читать дальше...
ټاکل شوې، د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جېل بایډن سبا پنجشنبه (د چنګاښ ۱۰مه) په فلوریدا ایالت کې د یوې ودانۍ د نړېدو د قربانیانو د کورنیو له غړو سره وګوري. سپینې ماڼۍ پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دواړه به د فلوریډا ایالت د میامي ساحې ته هم لاړ شي چې تېره پنجشنبه په کې د یوې ۱۲منزله ودانۍ یوه برخه ونړېده. د دوشنبې په ورځ د دوو نورو مړو په موندل کېدو سره د مړو تایید شوی شمېر ۱۱ ته ورسېد، خو ۱۵۰ نور کسان تر اوسه تري تم دي. ولسمشر بایډن د قربانیانو... Читать дальше...
د مسکو پولیسو د یوه تحقیقاتي وېبسایټ د څو وتلو ژورنالیستانو کورونه تالاشي کړل. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې دغه وېبسایټ په یوه راپور کې پوښتنه وکړه چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولڅیف او د هغه خپلوانو څنګه شتمني ترلاسه کړې ده. د پروجکټ په نوم دغه وېبسایټ پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) د خپل ټلیګراف په چینل کې لیکلي چې پولیسو د دوی د مسوول مدیر رومان بادانین او بلې همکارې ماریکا ژولوبووا کورونه تالاشي کړي دي. پروجکټ وېبسایټ وايي، پولیسو د دوی یو بل همکار د هغه د پلار کور ته بیولی او هغه کور یې هم تالاشي کړی دی.
د اروپا د ملتونو جام د مسابقو په لړ کې تېره شپه دوې مسابقې وشوې چې لومړۍ یې د جرمني او انګلستان او بله د سویډن او اوکراین ترمنځ وه. په لومړۍ مسابقه کې انګلستان وتوانېد دوه د صفر په وړاندې د جرمني ټیم ته ماتې ورکړي او بل پړاو ته ووځي. دا له ۱۹۶۶میلادي کال را وروسته لومړی وار دی چې په یوه ټورنمنټ کې انګلستان جرمني ته ماتې ورکوي. د فوټبال په دویمه مسابقه کې د سویډن او اکراین ترمنځ وشوه چې تر ډېره یو د یو په وړاندې مساوي روانه وه، خو بالاخره اوکراین د اضافي وخت په ۱۲۰مه دقیقه کې بل ګول وواهه او له سویډن یې وګټله. Читать дальше...
د افغانستان د حکومت یوه مطبوعاتي مسوول، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه وبلله. د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په دې ډول طالبان واکمنول غواړي: "د طالبانو روان جنګ، بې له شکه د پاکستان په ملاتړ روان دی. دوی د دې لپاره د طالبانو حمایت کوي چې طالب واک ته ورسوي." خو د طالبانو یو ویاند وايي، په ګڼو ولایتونو کې د دوی د وسله والو فعالیت دا ثابتوي چې دغه ډله په افغانستان کې دننه فعاله ده. ذبیح الله مجاهد له پاکستان... Читать дальше...
د متحده عرب اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ، د اول وار لپاره د اسرائیل د یوه تر ټولو لوړ رتبه ډیپلومات کوربنه ده. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لَپید (Yair Lapid) پرون سې شنبه) د چنګاښ ۸مه) متحده عرب اماراتو ته لاړ چې له خپل سیال عبدالله بن زید النهیان سره وګوري. النهیان د لپید د هرکلي پر مهال وویل چې دی متحده عرب اماراتو ته په خپل تګ سره تاریخ جوړوونکی شو. بل خوا د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپید پرون په متحده عرب اماراتو کې د اسرائیل د سفارت تر پرانیستو وروسته وویل: "اسرائیل له خپلو ټولو ګاونډیانو سره سوله غواړي. Читать дальше...
د کرملین ویاند وايي، په روسیه کې د وروستیو ورځو شمېرې ښيي چې د کرونا ضد واکسین لګولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده. دمتري پیسکوف، پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) په یوه ټیلیفوني کنفرانس کې وویل:"دا ښکاره خبره ده چې د روان کال تر سېپټمبر میاشتې پورې د روسیې د ۶۰ سلنه وګړو واکسین کول به ممکن نه وي، خو موږ روانه اوونۍ ولیده، د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې غواړي واکسین شي. که څه هم دولت د واکسین ټول امکانات برابر کړي دي، تر دې مخکې له بده مرغه دا شمېر خورا کم و. د خدای شکر دی اوس واکسین ته زیات خلک... Читать дальше...