Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2020

Новости за 21.01.2020

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: له جمهوریت پرته سوله معنی نه‌لري

د دغې ورځپاڼې په نتیجه‌ګیرۍ کې راغلي، د افغانستان خلک اصلاً دې ته حاضر نه‌دي چې جمهوریت د یوې ډلې د غوښتنو قرباني کړي او په دې اړه پټې معاملې به هم نتیجه ونه‌لري.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني سویس کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کوي

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په داووس ښار کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې د هڅو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړي. ولسمشر غني په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په مقصد نن د سویس د داووس ښار پر لور وخوځېد. د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په مشرانو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح بهیر بیاپیلېږي

په پام کې ده چې نن د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د امریکا په مشرانو جرګه کې د ولسمشر ډونالد ترمپ د استیضاح بهیر بیا پیل شي. د ټرمپ د استیضاح بهیر به په اوونۍ کې شپږ ورځې دوام وکړي او سناتوران به یوازې د هرې یکشنبې په ورځ رخصتي کوي. پرون دوشنبې د ټرمپ مدافع وکیلانو د ډیموکراتانو پر ضد چې غواړي د اوکراین پر وړاندې د چلند په خاطر ټرمپ محکوم او له دندې لیرې کړي د دفاع مفصله طرح وړاندې کړه. د استازو په جرګه کې ډیموکراتانو پر ښاغلي ټرمپ تور لګولی چې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره‌یې له واک څخه ناوړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې توغندي توغول شوي

د عراق امنیتي چارواکي وايي، نن سه شنبې د پلازمېنې بغداد د مرکز په امنیتي کمربند کې دننه چې دولتي ودانۍ او نړیوالې مؤسسې په‌کې دېره دي، درې کاتیوشا ډوله توغندي ولګېدل. د عراقي پولیسو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته وویل، دا توغندي بغداد ته نږدې له زعفرانیه ناحیې څخه توغول شوي وو او د امریکا سفارت ته نږدې لګېدلي دي. یوه سیمه‌ییز ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی چې په برید کې هېڅوک نه‌دي ټپیان شوي او یوازې مالي زیان‌یې اړولی دی. نن سهارنی برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په عراق کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر کې طالب مرکچي پلاوي له خلیل‌زاد او سکاټ مېلر سره لیدلي

طالب مرکچیانو قطر کې له ډاکتر زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي دي. د طالبانو یو ویاند وايي د دې ډلې مرکچیانو تېر ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په کتنه کې د سولې د موافقې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سینما پېژندل شوی لوبغاړی جوانشېر حیدري ومړ

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر او د سینما پېژندل شوی لوبغاړی جوانشېر حیدري نن په حق ورسېد. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې حیدري د زړه د حملې له کبله د ۶۸ کلونو په عمر ساه ورکړه. د دې وزارت ویاند صابر مومند له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د حیدري ځای به د افغانستان په هنري کورنۍ کې تش پاتې وي. هغه زیاته کړه: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جوانشېر حیدري مړینه د هېواد په فرهنګي او سینمايي بهیر کې لویه ضایعه ګڼي، حیدري د دې ترڅنګ چې د افغانستان په سینما کې ونډه لرله د هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې اساسي قانون کې د تعدیل طرحه پارلمان ته وړاندې شوه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد په اساسي قانون کې د تعدیل یوه ټولګه پارلمان ته وړاندې کړې ده. ښاغلي پوتین د جنورۍ په ۱۵مه خپل ولس ته په وینا کې د روسیې په اساسي قانون کې د پراخو اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې وه. د دې وړاندیز شویو اصلاحاتو لایحه پرون دوشنبه د روسیې د پارلمان په وېب‌پاڼه خپره شوه. د دې لایحې پر بنسټ په روسیه کې د یو شخص د ولسمشرۍ دوره دوه پړاونو ته راکمېږي او پارلمان دا واک ترلاسه کوي چې صدراعظم وټاکي. تمه کېږي چې د روسیې د استازو جرګه یا دوما به له نن سې شنبې څخه پر دې وړاندیز شوې ټولګې بحثونه پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې ژورنالېستانو سازمان اظهار الحق وحید خوشې کېدل غوښتي

د بې‌پولې ژورنالېستانو سازمان له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دې دغلته یو نیول شوی خبریال خوشې کړي. د راپورونو له مخې اظهار الحق وحید څلور ورځې مخکې د هغه څه په خاطر چې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د دولت ضد مطالبو خپرول بلل شوي، په لاهور ښار کې ونیول شو. د یوې سیمه‌ییزې محکمې قاضي د دوشنبې په ورځ د هغه د خوشې کولو غوښتنه رد کړه او د بندي کولو امر یې وکړ. د بې‌پولې خبریالانو نړیواله ټولنه وايي، ښاغلي وحید له "چینل ۵" ټلوېزیوني شبکې او خبرین ورځپاڼې سره کار کاوه او ښايي درې کاله په بند محکوم شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد

په یمن کې د یوه راکټي برید د قربانیانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېد. د راپورونو له مخې دا توغندی د شنبې په شپه د مارب په ښار کې پر یوې مدرسې لګېدلی دی. توغندی په داسې حال کې په دې مدرسه ولګېد چې د یمن ولسمشر ته وفادار ځواکونه هلته موجود وو. چارواکو همدارنګه ویلي چې ۱۴۷ کسان تر دې مهاله ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید یو ترورېستي برید او د ایران پلوه حوثي ملېشو کار بللی دی. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم دا برید غندلی و. یمني حوثي یاغیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران ته په جاسوسۍ تورن افغان جرمني کې محکمې ته حاضر شو

یو افغان ترجمان چې د جرمني له پوځ سره‌یې کار کاوه، پرون ایران ته د جاسوسۍ په تور د جرمني په یوه محکمه کې حاضر شو. "عبدال س"  چې ۵۱ کاله عمر لري، د دوشنبې په ورځ د خیانت او د دولتي اسرارو څخه د سرغړاوي په ۱۸ مواردو تورن شو. دا کس د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې له خپلې ۴۰ کلنې مېرمنې "اسیه س" سره یوځای نیول شوی وو. "عبدال س" تورن دی چې د ۶۰ زرو یورو په بدل کې یې د چاودېدنکو موادو په شمول، د جرمني د پوځ اسرار د ایران له استخباراتو سره شریک کړي دي. که نوموړی مجرم وبلل شي، په ۱۵ کاله زندان محکومېږي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني کابل کې د یوې کورنۍ د وژونکو د پیدا کولو امر کړی

ولسمشر محمد اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی چې کابل کې د وژل شویو درېیو ماشومانو او یوې مور د قتل عاملان پیدا کړي. دا څلور تنه د یکشنبې په شپه  ناوخته د جنګلک په سیمه کې ناڅرګندو کسانو د تېشې په ګوزارونو وژلي دي. د ارګ د یوې خبرپاڼې په بنسټ ولسمشر غني پرون دوشنبه ماښام وویل چې د دې پېښې عاملان باید عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي. ښاغلي غني ویرجنې کورنۍ ته د بېړنیو مرستو د رسولو امر هم کړی. د دې څلورو تنو مړي چې په‌کې دوه واړه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او مور یې شامل وو، د دوشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي

په داسې حال کې چې د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نورو واورو او بارانونو د ورښت وړاندوینه شوې، چارواکي وايي په لوګر کې سړې هوا د پنځو کسانو ژوند اخیستی. د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې د مرکز اړوند د کډوالو په کمپ کې د بېلابېلو کورنیو څخه دوو ماشومانو، یوې مېرمنې او دوه سړیو ساه ورکړې. د ښاغلي لونګ په وینا که څه هم لومړني معلومات ښيي چې دا کسان به سړې هوا وژلي وي، خو ولایتي ادارې یو هیئت ټاکلی څو د دې مړینو دقیق علت معلوم کړي. د نوموړي په وینا له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لپاره سیمې ته یو هیئت هم استول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سېلاب قول اردو: د پاکستان ۲۰۰ راکټي بریدونو ته ځواب وویل شو

په سیمه کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي ازادي راډیو ته وویل، د دوشنبې په ورځ  پاکستاني پوځیانو لږ تر لږه ۲۰۰ توغندي د کونړ پر څو سرحدي سیمو ویشتي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus