ولسمشر غني سویس کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کوي
ولسمشر غني په نړیواله اقتصادي مجمع کې د ګډون په مقصد نن د سویس د داووس ښار پر لور وخوځېد.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.