Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2019

Новости за 12.12.2019

Pa.azadiradio.com 

د پلچرخې زندان د بندیانو په لاس د جوړو شویو آثارو نندارتون

د کابل په پلچرخي زندان کې د بندیانو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستی دی. د یوه محبوس له خوا د قرآنکریم له لیکل شوې خطي نسخې نیولې د کور تر تزییني وسایلو پورې په دې نندارتون کې بېلابېل شیان لیدلای او پېرودلای شئ. هیلۍ اسد دې نندارتون ته ورغلې ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا دفاع وزارت وايي له افغانستانه د یو شمېر سرتیرو په ایستلو غور کوي. په بریټانیا کې نن پنجشنبه پارلماني انتخابات وشول. په نیویارک کې د کریسمس د جشن لپاره د نڅا پروګرام جوړیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

شهرزاد اکبر : بشري حقوق باید دسولي دخبرو اساسي موضوع وي

دافغانستان دبشری حقوق دخپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وايي دامریکا او طالبانو ترمینځ مذاکراتو کې دبشري حقوق په هکله خبرې نه دې شوي او دا موضوع باید دبین الافغانی خبرو اساسي مسئله وي . میرمن اکبر داخبره فیروزې عزیزي سره مرکه کې کړې .

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور تنه یې ټپیان کړي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې یو څلور کلن ماشوم وژلی او ۴ تنه یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن ماسپښین یوه بجه د خوګیاڼو ولسوالۍ په کرم خېلو سیمه کې شوې ده. په پیغام کې راغلي چې چاودنه د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې ټپیان د خوګیاڼو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Pa.azadiradio.com 

روسیې په متقابل اقدام کې د جرمني دوو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی

روسیې په یوه متقابل اقدام سره اعلان وکړ چې دوه جرمني ډیپلوماتان به وباسي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني سفیر ګیزا اندریاس وان ګیر احضار کړی او ورته یې ویلي چې دا دوه ډیپلوماتان اووه ورځې وخت لري چې له دغه هېواده ووځي. جرمني تېره اوونۍ دوه روسي ډیپلوماتان وروسته له هغه وایستل چې د ډسمبر په څلورمه د فدرال څارنوال دفتر وویل، کافي دلایل شته چې په برلین کې د یوه ۴۰ کلن سړي زلیم خان خانګوشویلي د وژلو امر یا د روسیې حکومت او یا هم د چیچنیا جمهوریت ادارې ورکړی دی. دا کس د اګست میاشتې په پای کې په برلین کې په یوه پارک کې په ډزو ویشتل شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د شطرنج د دوستۍ جام سیالۍ پیل شوې

په دغو سیالیو کې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه شااوخوا ۸۲ ښځینه او نارینه لوبغاړو ګډون کړی دی. د شطرنج فدارسیون د مسوولینو په وینا په دغو سیالیو کې د شطرنج د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ۷ پړاوه په سویسي سیسټم سیالۍ ترسره کیږي. دغه سیالۍ به اووه ورځې دوام وکړي.




Mashaalradio.com 

د مومندو په سرو کلیو کې د مرمرینو کاڼو منډۍ

د مومندو کېمور، ګمبتي، زیارت، خانکاه او د بایزو د غرونو کاڼي کارخانو ته تر رسېدو وړاندې د یکه غونډ په سرو کلي کې د پلورلو لپاره وړل کېږي او هلته ورته له پېښوره او نورو سیمو خریدار راځي او اخلي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت: سږکال افغانستان کې د زعفرانو حاصل څه باندې ۱۸ ټنه و

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۱۸،۳ مټریک ټنو ته رسیږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په پرتله سږکال د زعفرانو د حاصل کچه ۲،۳ ټنه زیات شوی. نوموړی زیاتوي چې د زعفرانو کښت ځمکه پنځه زره جریبه زیاته شوې او روان کال د افغانستان ۹۰ په سلو کې زعفران له هېواده بهر صادر شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ګرځندويۍ له درکه سږکال ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

افغانستان روان لمریز کال د ګرځندويۍ صنعت له درکه ۳۳ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، چې روان کال کې شااوخوا ۲۰۰۰ ګرځندویانو له درېیو ولایتونو بامیان، بدخشان او هرات څخه لیدنه کړې.​ ښاغلي مومند زیاته کړه: ​"د عوایدو په برخه کې مو ۲۷ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو موږ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، یعنې موږ له ټاکل شوي هدف پنځه میلیونه زیات عواید ترلاسه کړي." د هغه په خبره، د تېر کال په پرتله روان کال افغانستان ته د ګرځندویانو راتګ زیات شوی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اپوزیشن ګوندونو مشرانو ضمانتونه جوړجاړی که نور څه؟

په پاکستان په ورستیو کې د اپوزیشن ګوندونو نیول شوي مخکښان په ضمانتونو پریښودل شوي. د مسلیم لیګ یو مشر او پخوانی وزیر اعظم نوازشریف او د هغه لور مریم نوازشریف په نومبر کې په ضمانت خوشی شوي او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري ضمانت د ډېسمبر پر ۱۱مه منظور شو.

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا کې عمومي انتخابات؛ له اروپايي اتحاديې د وتلو برخلیک هم روښانه کېږي

د بریتانیا خلک نن د ډسمبر په ۱۲مه، په داسې انتخاباتو کې ګډون کوي چې یا به د دې هېواد لپاره له اروپايي اتحاديې د وتلو لار خلاصه کړي او یا به یې د بلې یوې ټولپوښتنې پر لور بوځي چې له اروپايي اتحادیې د وتلو پرېکړه لغوه کولای شي.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمېسیون نن پرېکړه کوي چې قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو د لومړنیو یا هم قسمي پایلو د اعلان لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون د وخت او د پایلو د ډول په اړه نن بحث کوي. بل‌خوا بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي، کمېسیون د پایلو اعلان ته بشپړ چمتو دی، خو په دې اړه د کمېسیون رهبرۍ رسما پرېکړه نه‌ده کړې او په دې اړه غونډه روانه ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ولسمشرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ کې ۴۰ یرغمل کسان خوشي کړي

طالبانو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ هغه ۴۰ اوسېدونکي خوشې کړي چې درې ورځې مخکې یې په سیمه کې د ولسي پاڅونوالو له یوه مشرسره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي وو. د فیض اباد ولسوال الف شاه عطایي نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه څلویښت تنه نن خوشې شوي، خو ۴ تنه نور تراوسه له طالبانو سره یرغمل دي. د پاڅون کونکو مشر الله بیرن چې د شبرغان او مزارشریف ترمنځ د لویې لارې د امنیت چارې یې سمبالولې، درې ورځې مخکې د شبرغان اندخوی پرلاره په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو. دغو کسانو غوښتل د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي چې طالبانو برمته کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران پر یوې دولتي اداري انټرنټي حمله شنډه کړې

ایران وایي، پر یوې دولتي الکترونیکي ادارې یې سایبري یا انټرنټي حمله شنډه کړې ده. ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی. هغه ویلي، دغه سایبري حمله په لوړه کچه تنظیم شوې وه، خو بیاهم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه یې معلومه کړي. ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی خو ژمنه یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپورخپور کړي. دا نه ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او نیجر د "جي پنځه" سرمشریزه د راتلونکي کال لومړیو ته وځنډوله

د فرانسې او نیجر مشرانو نن موافقه وکړه چې د "جي پنځه" په نوم ډلې سرمشریزه به د ۲۰۲۰ کال لومړیو ته وځنډوي. ټاکل شوې وه د افریقا د وچې د ساحل سیمې پنځو هېوادونو بورکینافاسو، موریتانیا، مالي، چاد او نیجر د مشرانو دغه سرمشریزه روانه میاشت په فرانسه کې جوړه شي. د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون دفتر وویل، دغه وړاندیز د نیجر له ولسمشر سره په ګډه شوی دی. په دې اړه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې پرون له مالي پولې سره نږدې د نیجر پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري ووژل شول. د نیجر دفاع وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کمپنۍ د نړېدلي پل نه جوړېدو لاملونه څه دي؟

دغه پل چي پلازمېنه کابل له میدان وردک او یوشمېر جنوبي ولایتونو سره نښلوي او دغه شان پرې سلګونه واړه او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي د روان لمریز کال د حمل په ۳۰ مه د سختو سیلابونو د راوتلو له امله ونړید. دا چې تراوسه ولې نه دی رغول شوی، په اړه یې د ازادي راډیو خبریالې لیمه هادي ویډیويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

نن بریتانیا کې خلک په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي

نن بریتانویان په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي چې نتیجه به‌یې د برېکزېټ یا له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي. د رأی ورکولو مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانیستل کېږي او د شپې تر ۱۰ بجو به د رأی ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي. کاندیدان په بریتانیا کې د ۶۵۰ انتخاباتي حوزو له لارې هڅه کوي چې مرکزي پارلمان ته لاره ومومي. په بریتانیا کې د نظرپوښتنې شپږو مؤسسو روانه میاشت وموندله چې خلک تر ډېره د صدراعظم بورېس جانسون محافظه‌کار ګوند چې غواړي له اروپایي ټولنې بریتانیا وباسي، له نورو غوره بولي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus