د کرنې وزارت: سږکال افغانستان کې د زعفرانو حاصل څه باندې ۱۸ ټنه و
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په پرتله سږکال د زعفرانو د حاصل کچه ۲،۳ ټنه زیات شوی.
نوموړی زیاتوي چې د زعفرانو کښت ځمکه پنځه زره جریبه زیاته شوې او روان کال د افغانستان ۹۰ په سلو کې زعفران له هېواده بهر صادر شوي دي.