Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2019

Новости за 08.12.2019

Mashaalradio.com 

په سوات او پېښور کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې

د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه چې ورته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښو مشرانو د اڅکزي پر ژوند او هڅو ویناګانې وکړې. دوی وویل چې که پښتانه د "خان شهید" پر افکارو عمل وکړي نو له اوسنیو ستونزو خلاصېدای شي. د سوات غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک له لارې په ننګرهار کې د ډاکتر تېڅو ناکامورا د وژنې غندنه وشوه. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د ټاکنو کمېسیون او ښکېلو غاړو ناسته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ستونزو د حل په هدف له سیاسي ګوندونو مدني ټولنو، د نوماندانو له استازو د څار له ملي او نړیوالو بنسټونو او بهرنیو مرستندویو ادارو سره معلوماتي غونډه جوړه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د زوی لپاره د ارزګانۍ مور یو ارمان پوره شو

د ارزګان د ترینکوټ ښار اوسېدونکې فاطمې هغه هیله پوره شوه چې زوی یې په یوه خصوصي ښوونځي زده کړې وکړي. د ۵۰ کلنې فاطمې د بیوزلۍ په اړه د ازادي راډیو د راپور تر خپرېدو وروسته، یوه خصوصي ښوونځي ومنله چې د هغې ۱۴ کلن زوی نجم ته په وړیا ډول د زده کړې فرصت برابر کړي. نور جزئیات یې د هیلۍ اسد په راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت غړي بیا ولایتونو ته سفر کوي

د سولې ولسي حرکت وايي چې دا ځل به د موټرو په یوه کاروان کې د سولې له پیغام سره د هېواد یوشمېر ولایتونو ته ځي. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې وویل، دا لړۍ له هلمنده پیلېږي او په هلمند کې به پای ته رسېږي. هغه وویل: "د ولسي ولسي حرکت داځلې له هلمنده تر هلمنده د موټریزو کاروانونو لړۍ پیلوي. دا لړۍ به دوه ورځې وروسته له غور څخه پیل شي، بیا تر بادغیس، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار، کابل او وروسته تر شمالي ولایتونو پورې غځول کېږي." ښاغلي وطندوست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هانګ کانګ کې د تېرو شپږو میاشتو اعتراضونو په دوام نن بیا لاریون شوی

د هانګ کانګ اوسېدونکو د تېرو شپږو میاشتو د اعتراضونو په دوام د مدني او بشري حقونو د دفاع لپاره نن ډلې ډلې، په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې چارواکو یې اجازه ورکړې وه. د ډیموکراسۍ دې پلوي معترضانو شعارونه ورکول چې له خپلو غوښتنو څخه به تېر نه شي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د مظاهرو اکثر ګډونوالو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د احتمالي حملو له وېرې خپل مخونه په نقابونو پوښلي وو. له دې مخکې د چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي وو چې یوولس کسان نیولي شوي او یوه تومانچه او ځینې نورې کوچنۍ وسلې ترې ترلاسه شوي دي.




Mashaalradio.com 

په پړانګ غار کې کروندګر ټماټرو ته خوشاله دي

د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې. همدا لامل دی چې د پړانګ غار کروندګر خوشاله دي چې دا ځل ښايي زیاته ګټه ولري. ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

په جبل نور کې د قران او نورو دیني کتابونو نسخې خوندي دي

د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي حاجي ولي محمد پیل کړ چې له وصیت سره سم، تر مړینې وروسته هم هلته ښخ شوی دی. سلانیان جبل نور ته د دیني کتابونو د تاریخي نسخو لیدو او عبادت ته ورځي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د دوحې مذاکرات؛ د امریکا او طالبانو د تېرو خبرو دوام که نوی پړاو؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د افغانستان حکومت او طالبان بېلابېل نظرونه لري. ارګ وايي، دا د مذاکراتو نوی پړاو دی، ځکه چې د کابل پر ځینو شرطونو هم په کې بحث کېږي، خو طالبانو یې د درېدلو خبرو دوام ګڼي.

Mashaalradio.com 

ګلنار: داعش وسله وال په "تبرګو" د وهلو دي

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي. نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان طالبانو په بلخ کې وژلی

په فاریاب ولایت کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان له خپلو یوشمېر همکارانو سره په بلخ ولایت کې وژل شوی دی. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل آزادۍ راډیو ته وویل سمونیار محمدخان احمدي له خپل یوه سرتېري سره تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په بابا عوض سیمه کې وژل شوی. ښاغلي عادل وویل چې احمدي د خپل یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره شولګرې ته تللی و، او د یو بل خپلوان په کور کې د طالبانو له خوا ووژل شو. ویاند زیاتوي چې طالبانو د دې قوماندان ځینې نور ملګري له ځان سره بیولي وو، چې څو ساعته مخکې یې پولیسو د یوه مړی موندلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات او سمنګان کې د ثبات او همپالنې د یو شمېر پلویانو اعتراض

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو په سمنګان او هرات ولایتونو کې د هغه څه پرضد چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي، مظاهره وکړه او د تقلب او تقلبکارانو پرضد یې شعارونه ورکړل. د نننیو مظاهرو ګډونوالو وویل، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه کړي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو د مخالفت له کبله د تلې د شپږمې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د حزب اسلامي یو قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لایق په نوم د حزب اسلامي یو قوماندان تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار آزادۍ راډیو ته وویل چې لایق د ملي پولیسو له درېیو سرتېرو سره په غلام بای سیمه کې پر یوې ګډې امنیتي پوستې د طالب وسله والو په برید کې وژل شوی دی. ښاغلي خانزاده زیاته کړه چې د حزب اسلامي او ملي پولیسو ګډه پوسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي دي چې په دې برید کې پوسته نیول شوې او اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشرۍ کاندید فرامرز تمنا د غني ډلې سره یو ځای شو

د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید فرامرزتمنا په مشرۍ د تدبیر او پراختیا ټیم د ولسمشراشرف غني له دولت جوړوونکي ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویل شوي چې د دواړو ټیمونو انتخاباتي کمپاین د پلانونو پربنسټ ولاړ و، نو ځکه دوی پریکړه کړې چې له یوبل سره ائتلاف وکړي. له دې مخکې د زلمي رسول او نورالحق علومي په ګډون یوشمیر نورو کاندیدانو هم له ښاغلي غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.

Pa.azadiradio.com 

د ټیټسو ناکامورا جسد سره خدای پاماني

افغانستان د خپل افتخاري تابعیت لرونکي له جسد سره خدای پاماني وکړه. د جاپاني الاصله افغان ټیټسو ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړو دولتي مراسمو کې د هغه تابوت ته اوږه ورکړه. ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د ناکامورا وژونکي به د افغان امنیتي بنسټونو له خوا ونیول شي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus