Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 13.06.2019

Pa.azadiradio.com 

په نړیوال جام کې د افغانستان لوبې څنګه روانې دي؟

د ازادي راډیو په دغه ټلویزیوني بحث کې د کرکټ په نړیوال جام او د افغان لوبډلې په سیالیو باندې خبرې شوي دي. افغان ټیم څنګه لوبې کړي؟ څه باید وکړي او د نړیوال جام غوره ټیمونه کوم کوم دي؟ دا ټولې پوښتنې په همدې بحث کې ځواب شوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي وايي داعش په افغانستان کې پر امریکا د برید لیوالتیا لري. د ایران رهبر ایت الله علي خامنه له امریکا سره د خبرو وړاندیز رد کړ او یو داسې کس در پيژنو چې ۳۶ کاله یې زېړ رنګي کالي اغوستي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د شانګهای په سرمشریزه کې د هند له صدراعظم سره ګوري

ټاکل شوې ده ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ د هندوستان له صدراعظم ناریندر مودي سره د شانګهای همکاریو سازمان په څنډه کې وويني. افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته رسېدلی دی. نن د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به په‌دې غونډه کې د خبرو تر څنګ د دې سازمان د غړیو هېوادونو له مشرانو سره ویني. تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنيو چارو مرستیال وزیر ونزوئلا ته ځي

د روسیې د بهرنيو چارو وزیر مرستيال په راتلونکو څو اوونیو کې ونزوئلا ته سفر کوي. روسي رسنيو نن د پنجشنبې په ورځ د سرګي ریابکوف له قوله په داسې حال کې راپور ورکړی چې مسکو د ونزوئلا په بحران کې د ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. د کاراکاس د سیاسي رژیم د مخالفانو مشر خوان ګواېدو چې د واشنګټن او تر پنځوسو زياتو نورو هېوادونو ملاتړ لري، څو مياشتې مخکې خپل ځان د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړی وو. روسیې او چین د مادورو ملاتړ کوي. روسیه چې د پیسو او وسلو په برخه کې له ونزوئلا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کندهار کې نیول شوي مشکوکه وسله وال رسنیو ته وښودل شول

د کندهار والي حیات الله حیات د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کې غلچکي بریدګر او پر سرکاري ودانیو او تاسيساتو بريدکوونکي وسله وال شامل دي. په نیول شويو کې یو یې وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له پاکستانه ورغلی دی. خو پاکستان تل په افغانستان کې له لاسوهنې انکار کوي. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني

Pa.azadiradio.com 

د تخار سیمه‌ییز چارواکي: د خواجه غار ولسوالۍ تصفیه شوه

د تخار ځايي چارواکي دې ولایت ته د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو له سفر سره پر یوه وخت په خواجه غار ولسوالۍ کې د تصفې خبر ورکوي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل، نن شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د دفاع وزیر اسدالله خالد او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک تخار ته رسېدلي دي. ښاغلي هجري زياته کړه چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتيجه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتې او سیمه تصفیه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

علي خامنه‌اي د ټرمپ له ادارې سره د خبرو وړاندیز رد کړ

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د خبرو وړاندیز رد کړ. دا وړاندیز نن د جاپان صدراعظم شینزو ابه په تهران کې له خامنه‌اي سره په لیدنه کې کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایرانیان دې له ده سره خبرې وکړي. خامنه‌اي په ځواب کې ويلي چې له امریکا سره په رښتینو خبرو باور نه‌لري. د ایران مشر نن د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره ولیدل:"زه د ټرمپ پیغام ته هېڅ ځواب نه وایم. تاسې ته ځینې مطالب وايم خو هغه ته هېڅ پیغام نه ورکوم. ځکه ټرمپ د پیغام د تبادلې وړ نه بولم. له... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي

نن پنجشنبه د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي دي. د ټانکرونو پنځوس د عملې غړي ژغورل شوي دي. تر برید وروسته ټانکرونو اور اخېستی وو. معلومه نه‌ده چې چا د عمان په خلیج کې د تیلو په دوو ټانکرونو برید کړی. د ایران دولتي ټلوېزیون د دغو ټانکرونو د سوځلو عکسونه خپاره کړي دي. رسنیو ویلي چې د ایران سمندري ځواکونو ۴۴ کسان ژغورلي. د جاپان حکومت اعلان کړی چې دغو ټانکرونو د دوی لپاره تیل انتقالول. تردې یوه میاشت مخکې د متحده عربي اماراتو فجیرې ته نږدې پر څلورو ټانکرونو برید شوی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانيې د کورنیو چارو وزیرد اسانج په لاس ورکولو امر لاسلیک کړی

د بریتانيې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد بي بي سي خبري رسنۍ ته ويلي چې امریکا ته د ويکي‌لیکس د بنسټ ايښودونکي جولیان اسانج په لاس ورکولو امر یې لاسلیک کړی دی. جاوېد وویل چې امريکا ته د اسانج د ایستلو اخري پرېکړه به د جون په ۱۴مه په يوه بریتانوۍ محکمه کې وشي. اسانج په امريکا کې په اتلسو مواردو د محرمو معلوماتو په خپرولو او د امریکا د پوځ له پخواني قراردادي چلسي ماننګ سره یو ځای د امريکا د دفاع وزارت د یوه پاسورډ په لټولو تورن دی. د امريکا د عدليې وزارت له‌خوا په‌دغو تورونو کې په قانون کې د جاسوسۍ اړوندې مادې له مخې تورونه شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې تر اوسه زرو کسانو راتلونکو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې

په کندهار کې تر اوسه زرو کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده. د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني ازادي راډيو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوم‌لېکنه کړې ده. هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوم‌لېکنې پاتې شوي وو. پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لېکنې لړۍ پيل شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هالنډ د اوبو بندونو د طرحو په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې هالنډ د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کوچنیو او سترو اوبو بندونو د طرحو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد له پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم په‌کې وو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني په‌دې ليدنه کې له اوبو څخه د ګټې اخېستنې او د تجربو شریکولو په برخه کې د هالنډ د همکاریو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus