Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2019

Новости за 13.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به بشپړې شي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به ډېر ژر بشپړې شي. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې سترې اقتصادي پروژې تخنیکې چارې نږدې اتیا په سلو کې بشپړې شوي او د پایپ‌لاین ساختماني عملي چارې به هم ژر پیل شي. ښاغلي مطفي د عملي کار دقیقه نېټه ونه‌ښوده خو ويې ویل چې د دې تخینکې مطالعات پای ته رسېدلي، د لارې مسیر يې تعین شوی، چاپيریالي مسایل يې څېړل شوي او د استملاک په مسئله يې د افغانستان د ښار جوړولو له وزارت سره خبرې روانې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ به په جاپان کې له ولسمشر پوتین سره وګوري

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې د پرمختللو جي شل ډلې د هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري. که څه هم کرملین تر اوسه نه‌ده تأیید کړې چې د دې کتنې لپاره یې د واشنګټن بلنه ترلاسه کړې، خو ټرمپ له پوتین سره د کتنې خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه. دغه څرګندونې د دواړو مشرانو د کتنې په اړه د ابهام وروستۍ بېلګه ده. ټرمپ تېره میاشت د جي شل په سرمشریزه کې له پوتین سره د لیدو خبره کړې، خو کرملین هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان: امریکا قانع کوم څو دې انقرې پر وړاندې له ګواښه په شا شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هیله مند دی چې متحدو ایالاتونو ته به قناعت ورکړي چې د انقرې په وړاندې له کړې ګواښه په شا شي. واشنګټن ګواښ کړی چې که ترکیه له روسیې د هوایي مدافعې د پرمختللو توغندیو د پیرلو پریکړه بدله نه‌کړي، انقره به د «F-35» جنګي الوتکو له پروګرامه بهر کړي. اردوغان پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، دی لېواله دی چې پر دې مسئلې به سبا یعنې نن پنجشنبې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه به قانع کړي چې له دغه اوسني وضعیته چې رامنځته شوی، بېرته پخواني حالت ته چې دوی پیل کړی و، ور وګرځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال جام کې هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي

د کرکټ په نړیوال جام کې به نن د پجشنبې په ورځ هند او نیوزیلنډ لوبه وکړي. نیوزیلنډ تر اوسه درې لوبې کړې دي، درې سره یې ګټلې دي او د دغو یو ورځنیو لوبو د جدول په سر کې دی. هند دوه لوبې کړي دي او دواړه یې ګټلې دي. په انګلستان او ویلز کې د دې یو ورځني نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون د چهارشنبې په ورځ اسټرالیا د پاکستان ملي تیم ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان لوبه د شنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره ده.

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي

تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي. دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې نن د پنجشنبې په ورځ پیلیږي. د دې غونډې په اړه د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې نن ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهاي سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ شي. ولسمشر به په‌دې غونډه کې وینا وکړي او د یو شمېر هېوادو له مشرانو سره به چې په‌دې غونډه کې یې برخه اخېستې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو امریکايي جنرال: داعش له افغانستانه پر امریکا د حملې نیت لري

وروسته له هغې چې له افغانستانه پر متحدو ایالاتونو او نورو اروپایي هېوادونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا په نژدې راتلونکي کې د احتمالي حملو په اړه یو شمېر امریکایي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط اندیښنې...

Pa.azadiradio.com 

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته ورسېدل

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجورد له لارې ترکیې ته ورسېدل. دوی د افغانستان له هراته دا سفر پیل کړی وو. دغو افغانانو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې ۴۱۱۸ کیلومتره لار ووهله او پرون د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د استانبول اروپایي برخې ته ورسېدل. په استانبول کې د دې بایسکل ځغلونکو تر رسېدو وروسته په‌دغه ښار کې د افغانستان جنرال کونسل زکریا بارکزي ترکي رسنیو ته د خبرو پر مهال د لاجورد لارې پر اهمیت ټینګار وکړ. له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده. د دې لارې تړون د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین غواړي چې د سولې د خبرو کوربه شي

چین د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه‌توب ژمنه وکړه.په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ دا ژمنه د چهارشنبې په ورځ وروسته تردې وکړه چې د افغانستان او پاکستان لپاره...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو د عراق پر یوه شرکت بندیزونه ولګول

د امریکا متحد ایالاتونو د عراق پر یوه شرکت بندیزونه ولګول. دا بندیزونه د ایران له سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وسلو په قاچاق کې د مرستې په خاطر لګيدلې دي. د امریکا خزانې وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دا بندیزونه په بغداد کې د جنوبي شتمنیو د سرچینو پر شرکت او د دې شرکت پر دوو رئیسانو لګیدلي دي. اعلامیه څرګندوي چې د دې شرکت دوه مشران مکي کاظم عبدالحمید الاسد او محمد حسین صالح الحسني د ایران له سپاه قدس ډلې سره ارتباط لري. په اعلامیه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جاپان صدراعظم: په سیمه کې باید د هر راز جګړې مخه ونیول شي

د جاپان صدراعظم شینزو ابه د امریکا د متحد ایالاتونو او ایران ترمنځ کړکېچ ته په اشارې وویل چې په سیمه کې باید د هر راز نښتې او جګړې مخه ونیول شي. شنیزو ابه پرون د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره تر لیدو وروسته خبرې غونډې ته وویل: "موږ ګټورې خبرې سره وکړې چې څرنګه کړکېچ راکم کړو، په سیمه کې د هر راز شخړو مخه ونیسو او څرنګه په سیمه کې ثبات وساتو او سوله ټینګه کړو." د جاپان صدراعظم پرون تهران ته په‌دې نیت ورسېد چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به د کړکېچ په کمېدو کې مرسته وکړي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus