Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2019

Новости за 20.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو د سولې لپاره خپل تعهد په ډاګه کړ. ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او په فرانسې کې زړو ښځو فوټبال وکړ. ازادي سټودیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې له ۳۵ زرو ډېر ماشومان، ښځې او نارینه په نشه‌يي توکو روږدي دي

له ۳۵ زرو ډېر ماشومان ښځې او نارینه په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدي دي.   په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدې ښځې له حکومته د دوی د درملنې غوښتنه کوي. د ازادي راډیو خبریال نعمت الله احمدي د قیض اباد ښار یوې ځنډې ته تللی او د ځینو روږدو مېرمنو سره یې مرکه کړې   ایډيټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د امريکا سفیر پارلمان کې د شخړو په اړه اندېښمن دی

افغانستان ته د امريکا سفیر د افغانستان په پارلمان کې د شخړو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. جان بس د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د پارلمان وکیلان باید د اساسي قانون له مخې خپله دنده تر سره کړي. دا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ادعا رد کړه چې وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ولسي جرګې د لانجو قضیه سترې محکمې ته وسپاري. مخکې یوه چارواکي چې نه‌يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي و، که په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د نوي رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې حل نه‌کړي، ولسمشر به دا قضیه سترې محکمې ته وسپاري. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په یکه غونډ کې هم تاڼه پرانستل شوه

د مومندو په یکه غونډ کې د درېمې تاڼې پرانسته وشوه چې پکې قانوني رپورټونه او د سیمې د ولس ځینې قانوني دستاویزونه تیارېږي. په دې اړه شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي

د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي. د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت له‌خوا بلجیم ته وړل کېدل. د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده. د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی. د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه. په لومړي پروګرام کې خلکو دې خپرونې ته تر یو نیم میلیون زیاتې پوښتنې ورلېږلې دي. په‌داسې حال کې چې د روسیې پر حکومت د خلکو باور کم شوی، اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د ولادیمير پوتین د خوښوونکو شمېر ورځ په ورځ کمېږي، پوتین ویلي، په روسیه کې د ژوند، عاید، روغتیايي ستونزو او کثافاتو د مدیریت په اړه پوښتنې ورته ډيرې جالبې وې. پر ځينو موضوعاتو د پوتین ځوابونه ډېر روښانه نه وو. ده پر روسيه د لویديځ د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایتي شورا بیرته خپل کار پیل کړ

د هرات ولایتي شورا بېرته خپل کار پیل کړ. د هرات ولایتي شورا یوه غړي غلام حبیب هاشمي ازادي راډيو ته وويل چې د هرات د والي او څارنوالۍ د رئیس او ولایتي شورا د غړو په ګډ تفاهم د ولایتي شورا غړي په‌دې شورا کې د نښتو د مخنیوي په خاطر نه‌شي کولای خپل ساتونکي له ځان سره ولایتي شورا ته ننباسي. د غلام حبیب هاشمي په وینا، اوس هم د ولایتي شورا د رئیس ساتونکي د ژمنې خلاف ولایتي شورا ته ننوتلي او د لانجې رامنځته کېدو احتمال شته. د یکشنبې په ورځ د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران عليزايي ساتونکو د شورا له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عمرخوړلی کریم الله چې تازه له پاکستانه کندهار ته راغلی ژوند څنګه تېریږي؟

له ګاونډي هېوادونو کندهار ته د کډوالو کورنیو راتګ کې زياتوالی راغلی دی. افغان چارواکي وایي، زیاتې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوي او دوی ورته د اسانتیاوو برابرولو کې لپاره هڅې پېل کړي. عمر خوړلی کریم الله یو له دغه کډوالو څخه دی چې د پاکستان څخه کندهار ته راغلی او د ژوند سختې شپې سبا کوي. وبډیو: صادق رښتینی ایډيټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

د همالیا واروین کمرونه په تېزۍ ویلېږي: څېړنه

یوه نوې څېړنه ښيي چې د همالیا غره واورین کمرونه د روانې پېړۍ له پیل راهیسې په دوه چنده چټک رفتار ویلي کېږي چې دا د اسیا سلګونه میلیونه اوسېدونکو ته د اوبو رسولو عمل ګواښي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ: هڅه کوو څو د ملي لوبډلو لپاره نوي لوبغاړي وټاکو

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي هڅه کوي چې د ملي لوبډلو لپاره نوي او پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غوراوي کمېټې بهرنی غړی انډي مولز کابل ته رارسېدلی او اوس‌مهال د الف او له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تمریناني کمپ څارنه کوي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي مولز ویلي، په پام کې لري چې له یاد تمریناتي کمپ هغه غوره او تکړه لوبغاړي انتخاب کړي چې په خپلو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وي او له ډېرو وړتیاو برخه‌مند واوسي. نوموړي دغه‌راز وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هنګري کې یو افغان انساني قاچاق کوونکی په عمري حبس محکوم شو

انساني قاچاق کوونکی یو افغان او درې بلغاريايي ملګري يې په هنګري کې په عمري حبس محکوم شول. پر دوی د ۷۱ پناه غوښتونکو د وژلو تور دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په یوه لارۍ کې د ساه بندېدو له کبله مړه شوي وو او دا لارۍ يې په اتريش کې يوه کلي ته نږدې پرېښې وه. دا پېښه د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګسټ مياشت کې شوې وه. د هنګري د استېناف محکمې نن پنجشنبه دا پرېکړه وکړه.  ۳۲ کلن سمسور لاهو او د ده درې ملګري په انساني قاچاق او وژنه تورن وپېژندل شول. لومړی دوی په ۲۵ کلن حبس محکوم شوي وو، خو محکمې شواهد ترلاسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: ایران په نړیوال هوايي حریم کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

امريکایي چارواکو تأيید کړه چې د ایران له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي په نړيوال هوايي حریم کې یوه بې‌پيلوټه الوتکه ویشتلې ده. د رسنیو راپور وايي، دا الوتکه نظامي وه او د هُرمز تنګي په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده. رسنيو د امريکايي سرچینو چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، له قوله لیکلي چې د امریکايي قواوو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نن پنجشنبه ویشتل شوې. راپورونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له قوله ویلي و چې د یوې امریکايي بې‌پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا یې کړې وه. دوی ویلي و چې دا پېښه د ایران په جنوبي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د مالېزیايۍ الوتکې پېښه کې څلور تنه تورن

امریکا د اوکراین په ختځ کې په هغو څلورو کسانو د فرد جرم لګولو هر کلی کړی چې په مبینه توګه یې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي مسافر وړونکي الوتنې د غوځولو په پېښه کې لاس لرلو.

Pa.azadiradio.com 

"م.م" کې د افغانستان استازې: سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا پر ډاګه کړه. مېرمن راز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو انتقاد وکړ چې د دې په خبرې سولې ته متعهده نه‌دي. د افغانستان انتخابات او بشري حقونه د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یاد شول خو ډېر تمرکز پر سوله وو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د سولې لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړ: "د سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف او صادقانه دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین بهرنیو چارو وزارت: طالب پلاوی چینايي چارواکو سره غږېدلی

د طالبانو پلاوي په چین کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې پر موضوع خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ یوه خبري کنفرانس ته وويل چې په قطر کې د طالبانو استازي عبدالغني برادر او یو شمېر نور همکاران‌يې په‌دې وروستيو کې چين ته تللي. لوکانګ خبریالانو ته وويل: "دا خبرې د دواړو لورو لپاره مهمې وې او دوی توافق ته ورسېدل چې په تماس کې به اوسي او د افغانستان ستونزې ته به له سیاسي لارې او ترورېزم مسئلې ته به د حل لټولو هڅې کوي." د چين چارواکو له دوی سره ولیدل او د افغانستان د سولې د... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus