Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 26.02.2019

Mashaalradio.com 

'د لاس جوړه کافي مې په نړۍ کې امن راوستلای شي'

د وییت په مرګز هینوی کې یو کافي جوړوونکی وايي، د ده د لاس جوړه کافي په نړۍ کې امن راوستلای شي. دا وايي،دی له هګیو دغه کافي جوړوي چې ډېره مقبوله ده او هیله لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به یې وڅکي. ټاکل شوې چې دواړه مشران د فبرورۍ پر ۲۷مه او ۲۸مه په هینوی کې سره وګوري. د رویټرز خبري اژانس ویډیو وګورۍ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

د هند او پاکستان نانندرۍ له بمبارۍ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د استعفی له پخلی او د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر له لیدنې کتنې مو دلته خبرو او په سعودي عربستان کې ښایسته عربي اسونه درښکاره کوو

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د پېښور ښځینه جامو نندارتون

په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا له پېښوره شپږ فېشن ډيزاينرانو د خپلو جامو نمايش وکړل. دې ډيزاينرانو چې د پېښور له یو شخصي پوهنتون څخه یې په فېشن ډيزاينګ څانګه کې ماسټري کړې وايي،د هېواد نورو مشهورو فېشن ډيزاينرانو پشان په دې څانګه کې خپل نوم پېدا غواړي.په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ولس دې خپل چاپیریال سمسور کړي: خوستي فعالان

د فبرورۍ پر ۲۶مه د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د نیالګیو د کېنولو په یوه مېله کې له خلکو وغوښتل، چې د سپرلي پدې شپو ورځو کې نیالګي کېنوي او پدې توګه د خپل چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.




Pa.azadiradio.com 

د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ

د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ. پر ده تور و چې د ایران لپاره‌يې جاسوسي کوله. د محکمې غونډه د قضيې د حساسيت له کبله په محرمه توګه وشوه. سيګيف له ۱۹۹۵ میلادي څخه تر ۱۹۹۶میلادي کال پورې د انرژۍ وزير و او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ورباندې تور پورې شو چې له هالنډه‌يې اسرائيل ته ۳۲۰۰۰ په چاکلېټو لړلي د مخدره موادو ګولۍ قاچق کړې وې. دغه پخوانی وزير په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له زندانه راخوشې شو او په نايجريا کې يې شااوخوا ۱۰ کاله ژوند وکړ چېرته چې ده د طب په برخه کې کار... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

''د ملګرو ملتونو یو کمېشن دې سمیع الله اپرېدي وژنه وپلټي''

د ډاکټر شکیل اپرېدي د وژل شوي وکیل سمیع الله اپرېدي زوی په پېښور پرېس کلب کی په یوه خبري کانفرنس کی غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو یو کمېشن دې د هغه د پلار د وژنې پلټنې وکړي. سمیع الله اپرېدی څلور کاله وړاندې په پېښور کي وژل شوی وو چې ذمه واری یې د جماعت الحرار په نوم یوې وسله والې ډلې منلې وه. ډاکټر شکیل اپرېدي په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژلو د پېښی وروستو نیول شوې وو. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث د سمیع الله اپرېدي له زوی سره خبرې کړې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ ۵۰ اوورېزه سیالۍ سبا پیلیږي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځوس اوورېزه سیالیو لړۍ سبا د افغانستان پر وخت نېږدې ۲ بجې په دهرادون ښار کې پیلیږي. افغانستان په‌دې سفر کې له ایرلنډه د شل اوورنو د سیالیو لړۍ درې د صفر په وړاندې ګټلې ده. دغه دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه تېسټ سیالۍ لري چې د پنځوسو اوورنو د لوبو لړۍ به يې سبا پیل شي. د افغانستان کرکټ بورډ هیله ښودلې چې ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې د پنځوسو اوورونو په سیالیو کې هم د پام وړ لاسته راوړنه ولري.

Pa.azadiradio.com 

د میوند د فوټبال لوبډلې پامیر ته په ماتې ورکولو سره مخکې لاړه

د افغانستان د فوټبال د ۱۸ کلنو ځوانانو د فوټبال په نننۍ سیالۍ کې میوند لوبډلې پامیر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره مخکې تګ ته لاره هواره کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلامیې د معلوماتو له مخې په‌دغه سیالۍ کې میوند پامیر لوبډلې ته ۷ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. په اعلامیه کې راغلي چې د دغه سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې بیا عدالت لوبډلې اریا ټارګیټ لوبډلې ته ۳ د ۲ په وړاندې ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه. د دغه سیالیو لومړی پړوا د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې او د راتلونکي جمعې په ورځ پای ته رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

د غور د فوټ‌سال د غوره‌لیګ سیالۍ پای ته ورسېده

د غور ولایت د فوټ‌سال د غوره‌لیګ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ اووه ورځې وړاندې د اووه لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې په پایلوبه کې يې اتحاد لوبډلې ارین سکلیټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو اتلولې يې خپله کړه. د دغو سیالیو دوهم مقام ارین سیکلټ او درېیم مقام بیا توپان لوبډلې خپل کړ.

Mashaalradio.com 

'پښتونخوا کې ۲۰ ژبې په ورکېدو دي'

مورنۍ ژبه ولې مهمه ده؟ ژبې څنګه ورکېږي؟ او دا وخت په خیبر پښتونخوا کې څومره ژبې د ورکېدو له خطر سره مخ دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې په دغه موضوع بحث کوو.

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد: نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وايي، نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي. شاه محمود قریشي نن د سې شنبې په ورځ د دې هېواد دننه د هندوستان د حملې په غبرګون کې وويل: "له تاوتریخوالي ډک اقدام چې یوازې د سياسي ګټو لپاره تر سره شوی دی، کولای شي د سيمې سوله له خطر سره مخامخ کړي." ښاغلي قريشي د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو يادونه ونه‌کړه، خو په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله تېره اوونۍ ويلي و چې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان هر ډول اقدام به د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې اغېزمنې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې عملياتو ۱۸ وسله‌وال وژلي

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې دا عمليات په کندهار کې مېشتو د «صفر درې قطعې» ځواکونو کړي دي. د کندهار د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په‌دغو عملياتو کې چې د ارزګان د مرکز ترينکوټ په سور مانده سيمه کې شوي، يو مشکوک کس نيول شوی او يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي: د ولسي پاڅون‌والو ۸ تنه په تېروتنه وژل شوي

د غزني ولايت ځايي چارواکي وايي، په جاغوري ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۱۲ ولسي پاڅون‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي پاڅون‌والو پر یوه پوسته برید شوی چې په نتيجه کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. نوموړی زیاتوي: "تېره شپه د جاغوري اړوندې په حُدقُل سيمه کې سهواً د ولسي پاڅون پر پوسته عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې د ولسي پاڅون اته تنه په شهادت رسېدلي او څلور نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د یوه روغتيايي وضعیت نازک او درېيو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus