Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 12.02.2019

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې په هر راز خبرو کې باید افغان حکومت شامل وي. په دې خبرې ټولګه کې د افغانستان د سولې په اړه د ینس ستولتنبرګ څرګندونې لرو. د پاکستان د سمندري ځواکونو له تمریناتو مو خبرو او د نورو مهمو خبرونو ترڅنګ به دا وګورئ چې له یخي څرنګه هوټل ودان شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

سمنګان کې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر په ډېرېدو دی

بې‌ځایه شویو کورنیو د سمنګان ولایت ته مخه کړې ده. لسګونه کورنۍ د جګړو له اوله فاریاب ولایت نه سمنګان ولایت ته پناه وړې ده. د دغو بې‌ځایه شويو شمېر مخ په ډېرېدو دې خو له دوی سره مرستې محدودې دي. د ازادي ارديو خبریال بشیر احمد غزالي په‌دې اړه ویډیوي راپور لري چې ابراهیم صافی یې اوروي. اېډېټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو «د زهرو کاروان» پروګرام درملنې ته کاریږي

د ازادي راډیو د زهرو کاروان په نوم دغه پروګرام کې د خبرونو، راپورونو، مرکو، ګردي مېزونو تر څنګ، د معتادينو او د هغوی د خپلوانو د خاطرو او ډرامو په بڼه د نشه‌يي موادو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال په اړه اورېدونکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

ناټو: ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د سولې په اړه به یو توافق وشي؟

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي، ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د افغانستان د سولې په اړه به یو توافق وشي که نه؟ پر ټويټر په پيغام کې سټولټنبرګ زیاته کړې، پرون مو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازي سره وکتل او دا درېيم ځل دی چې له ده سره په تېرو څو اوونیو کې وینو. ناټو به سوله‌یيز حل ته د شرایطو رامنځته کولو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. په همدې حال کې د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلیمی خليلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي

د امريکا د بهرنیو چارو وزير مایک پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي. دا خبره ده مرکزي اروپا ته د خپل سفر پر مهال کړې. د ده د سفر هدف په سيمه کې د روسیې او چين د نفوذ کمول ښودل شوي دي. ده وویل:  "زه غواړم د سلواکيا خلک پوه شي چې امریکا دخيله ده او موږ بېرته راغلو." پامپیو دا خبرې په ګاونډي اتريش کې د ازادۍ د وره د یاد څلي په مراسمو کې د ګډون پر مهال وکړې. دا څلۍ د هغو ۴۰۰ کسانو په یاد جوړ شوی چې په ۱۹۴۵میلادي او ۱۹۸۹میلادي کال کې د هغه مهال چکوسلواکیا پر پولو په... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې ۵ پوليس وژل شوي

نن د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې موټر سايکل سپرو وسله‌والو پنځه پوليس وژلي دي. د دېره اسماعيل خان پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې په‌دې حمله کې دوه لارويان ټپيان شوي او بريد کوونکي تښتيدلي دي. خو د دېره اسماعيل خان روغتون يوه ډاکټر فريد الله مسود ازادي راډيو ته وويل چې دوی ته درې ټپي پوليس ور وړل شوي چې تر درملنې لاندې دي. د پاکستاني طالبانو يوې جلا شوي څانګې د دې پيښې مسئولیت منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

سرچينه: د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي

د انتخاباتو د قانون د تعدیل له توشيح سره پر یوه وخت د ولسمشر دفتر ته نږدې یوه سرچينه وايي چې د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي. سرچینه وايي، ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات نوي کمېشنران مديريت کړي. په همدې حال کې د ولسمشر د دفتر مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ازادي راډيو ته وويل چې نن سې شنبې د کابينې په غونډه کې د انتخاباتو د قانون مسوده تصويب شوه او افغان ولسمشر هم لاسلیک کړه. د ښاغلي مرتضوي په وينا، د انتخاباتو په نوي قانون کې د غوراوي کمېټې حذف له یو شمېر مواردو څخه دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

طالبانو د سولې خبرو لپاره ۱۴ کسيزه ډله اعلان کړه

افغان طالبانو د امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره د ۱۴ کسيز پلاوي اعلان کړی دی. دې وسله والې ډلې نن (د فرورۍ په دولسمه) مطبوعاتو ته لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پلاوی به د قطر سياسي دفتر مرستيال مشر، عباس ستاکزي په مشرۍ د امريکايانو سره خبرې کوي.

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې اوربند غواړو: عبدالروف

د افغانستان په روانو جګړو کې د کندهار معذوره شوی عبدالروف د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند غوښتنه کوي. نوموړي چې تازه‌ يې په کندهار ښار کې د سولې لپاره د پرلت خېمه وهلې وايي، د جګړې اصلي قربانيان افغانان دي او که جګړه دوام کوي نو افغانان به یې بيه پرې کوي. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډيټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: د افغانستان سوله باید د قربانيو ارزښت ولري

د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدل دي، نه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتل. ښاغلي خليلزاد پرون ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې له ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند د خپلو بحثونو په اړه ليکلي چې د افغانستان سوله باید د هغو قربانيانو ارزښت ولري چې دغه هېواد له څو لسیزو راهيسې ورکړي دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا خلاصه

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټرو په مخ پرانيستل شوه. د سالنګ د ساتنې او خونديتوب ادارې رئیس عبدالبصیر سالنګي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وويل چې واورین طوفان د دې لامل شو چې لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شي.  د ښاغلي حبيبي په وينا، پر دې لویه لاره د واورې کچه څلوېښت سانتي مترو ته رسېدلې ده. خو د سالنګ د ساتنې او خونديتوب ادارې رئیس ډاډ ورکړ چې مسافروړونکي موټر کولای شي چې پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ درې غړي وژلي

د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې پر يوه استوګنځای د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي. د تخار د والي وياند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل چې د پېښې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي. په وروستۍ پېښه کې په دشت قلعه کې د هاوان یوه مرمۍ پر يوه استوګنځای لګېدلې چې پکې د دوو کوچنیانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور يې ټپیان شوي دي. خو د ولایتي شورا منشي محمد اعظم عظيمي نن ازادي راډيو ته وويل چې د تخار... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په شبقدر کې د ۲۵ "لانجمنو کلیو" جرګه

د فبرورۍ پر ۱۱مه له شبقدر سره تړلی شوی ۲۵ "لانجمنو کلیو" د خلکو یوه جرګه وشوه چې پکې له حکومته د بجلۍ د بندیز د ختمولو، د تعلیمي او روغتیایي ادارو د جوړولو غوښتنه وشوه. دوی وايي، که غوښتنه یې ونه منل شي نو د روانې جمعې په ورځ به اجتجاجی لړۍ پیلوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ويډیويي رپورټ وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus