Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2019

Новости за 11.02.2019

Mashaalradio.com 

اصغر خان کېس: تورن کسان به سزا وويني؟

د پاکستان سپريم کورټ د فرورۍ په يوولسمه له دفاع وزارت غوښتي چې په يوه مياشت کې دې د هغو پوځي افسرانو په اړه پلټنې بشپړې او رپورټ عدالت کې جمع کړي چې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې پرې سياستوالو ته د پېسو ورکولو تور دی.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امريکا سرپرست دفاع وزير ويلي: سپينې ماڼۍ تر اوسه امریکايي ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو امر نه دی کړی. د ايران د انقلاب د څلوېښت کلونو لمانځلو لپاره په تهران کې زرګونو کسان لارو کوڅو ته راووتل.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو په کوټه کې د یوه ماشوم د نیولو هڅه کوي

د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې. دی وايي، زوی یې بلال نومېږي او اوس مهال دوه نیم کلن دی. د اڅکزي په خبره، زوی یې د ۱۵ میاشتو و چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلل او تور یې پورې کړ چې بلال ورباندې ډزې کړي دي. د کوټې پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

په کوټه کې پولیسو د ماشوم پر ضد پرچه دایره کړې

د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پر ضد پرچه (اېف ای ار) لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې. دی وايي، زوی یې بلال نومېږي او اوس مهال دوه نیم کلن دی. د اڅکزي په خبره، زوی یې د ۱۵ میاشتو وو چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلل او تور یې پورې کړ چې بلال ورباندې ډزې کړې دي. د کوټې پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

مزاریان وايي، د ښې غوښې ښه پلو وي

خلک وایې د ښې غوښې ښه ښوروا وي، خو د مزار خلک په دې اند دي چې ښه پلو جوړولو لپاره ښه غوښه ضروري ده، دوی د ګډ په غوښه کې ورېژي پخوي. مزاري پلو د کونځلو په تېلو کې پخېږي او ځايي خلک وايي، هم خوندور او هم له صحي پلوه ګټور وي. د امریکا غږ اشنا تلویزون پرې یو ویډیويي راپور لري چې دلته یې کتلی شئ.




Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر نن د سولې په اړه د یوې مشورتي جرګې د جوړېدو وویل

افغان ولسمشر د سولې د بهیر د ګړندي کېدو په هدف د یوې مشورتي جرګې د جوړېدو خبر ورکوي. اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د سولې د مشورتي شورا په لومړنۍ غونډه کې وکړه. ښاغلي غني د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې خپل سلاکار محمد عمر داودزي ته دنده وسپارله چې د حوت د میاشتې په وروستیو کې د دغې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره تیاری ونیسي. له طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې پر ملي مشورتي بورډ سربېره دغه یو دولس کسیز حکومتي پلاوی هم ټاکل شوی دی. ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولیس: په بغلان کې د طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو مسؤل ونیول شو

د بغلان پولیس په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مسؤل د نیول کېدو خبر ورکوي. د بغلان د پولیسو مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د نیول شوي کس نوم نه دی ښودلی او یوازې دومره یې ویلي چې هغه تېره شپه د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې له درې میله وسلې سره یوځای نیول شوی دی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب کې دوه نیول شوي مولداویایي پیلوټان بېرته خوشې شوي

هغه دوه مولداویایي پیلوټان چې په افغانستان کې یرغمل شوي وو، له درې نیمو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوي دي. دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دودان نن د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه. دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي. هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی. د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو استقلال لوبډله د فوټسال د ژمنیو سیالیو اتله شوه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د نجونو د فوټسال د ژمنیو سیالیو په پایلوبه کې استقلال افغان کلب ته درې د صفر په وړاندې په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. د دې فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکز کابل د دولسو لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې. ښاغلی شاداب وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدل او ورزش ته د نجونو هڅول د دغو سیالیو لوی هدفونه وو.

Pa.azadiradio.com 

د شفیق ستانکزي پر ځای اسدالله خان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شو

افغان کرکټ بورډ وايي چې د شفیق الله ستانکزي پر ځای اسدالله خان د دغه بورډ د نوی سرپرست اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی. د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تأييد د پخواني اجرائیوي رئیس ستانکزي پر ځای اسدالله خان سرپرست ټاکل شوی دی. اسدالله خان له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړی پاتې شوی او په یو شمېر نورو برخو کې يې هم کار کړی دی. د یادولو وړ ده چې شفیق ستانکزي له تېرو څلورو کلونو راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسدالله خالد نن په کابل کې د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره وکتل

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په کابل کې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې له خپل امریکایي سیال د دفاع له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې. د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلي شاناهان له افغانستان سره د پوځي مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ښوونې او روزنې او ښې سمبالتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې پرې نږدي.  د امریکا د دفاع سرپرست وزیر چې په یوه ناڅاپي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي په تخار کې د طوفان ۲۴ په نوم عملیاتو کې د بریاوو خبر ورکوي

افغان امنیتي چارواکي د تخار ولایت د کوکچې سیمې په ولسوالیو کې په پیل شویو تصفیوي عملیاتو کې د بریاوو خبر ورکوي. په شمال ختیځ زون کې د ۲۰مې فرقې قوماندان جنرال حیات الله اقتاش نن وویل چې په دغو عملیاتو کې چې پرون پیل شوي، وسله والو ته تلفات رسېدلي دي. دی وایي: "د طوفان ۲۴ په نوم عملیات پرون د تخار د کوکچې په شااوخوا ولسوالیو کې پیل شول چې په لومړۍ ورځ لس وسله وال طالبان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول." د ۲۰مې فرقې قوماندان دغه راز ټینګار وکړ چې دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي چې سیمه بشپړه له وسله والو پاکه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: په ننګرهار کې د جیش محمد ډلې دوه غړي نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په ننګرهار کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرې جیش محمد ډلې دوه غړي نیولي دي. دغه ریاست نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه دوه تنه پاکستاني اتباع یاد کړي چې په وینا یې، پر ډیپلوماتیکو اهدافو د حملو لپاره افغانستان ته را استول شوي وو چې خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شول. د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو تورنو اعتراف کړی چې دوه میاشتې ورته په بلاکوت مانسهره او په تیرا کې د حملو روزنه ورکړل شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان ـ کندهار لویه لار د طالبانو له شتونه پاک شوې

چارواکي: د ارزګان ـ کندهار لویه لار د طالبانو له شتونه پاک شوې. دغه لاره چارواکو تر ۱۲ ورځینو عملیات وروسته د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وايي، د یادې لارې امنیت به داځل د تل لپاره ساتي ویډيو :شریف الله شرافت اېډېټ: لېمه هادي


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus