Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2019

Новости за 28.01.2019

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې

زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې ده. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره نن نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کړې ده. نوموړي ویلي، د دې چوکاټ مسوده د دواړو خواوو ترمنځ چمتو شوې، خو باید پر جزیاتو یې کار وشي. ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا د قناعت لپاره هر هغه اقدام کوي چې یو وار بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي. د ښاغلي خلیلزاد په وینا، طالبان به د دې ژمنې لپاره ضمانت هم ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملین ونزویلا ته د روسیې د یوه امنیتي شرکت د سرتېرو په لېږلو شک کړی

کرملین ونزویلا ته د روسیې د یو خصوصي امنیتي شرکت د څلور سوه سرتېرو د استولو په اړه چې دغلته به د ولسمشر نیکولاس ماډورو ملاتړ کوي، شک څرګند کړی دی. د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف پرون وویل، په دې اړه راپورنه ناسم دي، خو نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نورو پوښتنو ته ځواب ووايي، یوازې د راپورونو په ردولو اکتفا وکړه. د جنورۍ په ۲۵ مه د روېټرز خبري اژانس د دوو سرچینو په حواله چې نوم یې نه و یاد شوی، راپور ورکړ چې د روسیې په پوځ پورې اړوند خصوصي نظامي قراردادیان ونزویلا ته روان شوي دي. د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشر وايي هڅه کوي چې د یوه منظم پلان په اساس د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته راټیټ کړي. امریکايۍ سناتورې کمالاهاریس اعلان وکړ چې په ۲۰۲۰ کال کې به د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیده وي او د سویس په الپ غرونو کې د واورو پر سر د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د بایسکل ځغلونې فدراسیون ادعا لري چې د المپیک کمېټه منصفانه چلند نه کوي

د دغه فدراسیون مسؤلین او لوبغاړي د المپیک د ملي کمېټې د دروازې مخې ته په یوه اعتراضیه غونډه کې ادعا وکړه چې د دغې کمېټې مسؤلین له لوبغاړو سره دوه ګونی چلند کوي او حقوق یې نه ورکول کېږي. خو د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مشر بیا دا ادعا رد کړه. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی




Pa.azadiradio.com 

ملي اردو: په کندهار او زابل کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

د افغانستان ملي اردو وايي، د یکشنبې له ورځې راهېسې یې په کندهار او زابل کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په کندهار کې د ۲۰۵ میوند قل اردو ویاند احمد صادق عیسی وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. ښاغلي عیسی همدارنګه وویل چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځمکنیو ځواکونو په بريدونو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره، په ترسره شوو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر پټنځايونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سایبریا کې ځینو ادارو ته د بمي چاودنو خبرداری ورکړل شوی

د روسیې په سایبریا کې د بمي چاودنو له یوه خبرداري وروسته د دولتي ادارو، روغتونونو او ښوونځیو زرګونه کارکوونکي د خپلو کار ځایونو پرېښودو ته مجبور شوي دي. د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د بمي برید خبرداری نن د ایمېل په وسیله بېلابېلو ادارو ته استول شوی دی. په استول شویو ایمېلونو کې ویل شوي چې ظاهراً بمونه په هغو دفترونو کې ځای پر ځای شوي چې ایمېلونه ورته استول شوي دي. راپورونه وايي، له دې خبرداریو وروسته د سایبریا په مختلفو سیمو کې دفترونه خالي کړای شوي دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ایمېلونه چا یا کومې ډلې استولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې نن ایران او جاپان لوبېږي

د ایران او جاپان د فوټبال ملي ټیمونه نن د اسیا د د فوټبال د اتلولۍ جام په نیمه پایلوبه کې د یو بل په وړاندې میدان ته وځي. د ایران د ټیم روزونکي کارلوس کوویروز خبریالانو ته وویل چې ایراني لوبغاړي په پوره ډاډ سره لوبه وکړي. د فوټبال د اسیايي اتلولۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او نننۍ لوبه به یې د العین په حزه بن زید لوبغالي کې وي. د جاپان او ایران تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به سبا د اماراتو او قطر ترمنځ د کېدونکې لوبې له ګټونکي ټیم سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووځي. ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي: د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړل شوی

په کندهار کې چارواکي وايي، نړيوالو ځواکونو په کندهار کې د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړی.  پر ياد مرکز هوايي بريدونه وړمه شپه ترسره شوي دي. نړيوالو ځواکونو د وسله‌والو ياد مرکز د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې له‌منځه وړی. د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې په هوايي برید کې وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. دی زیاتوي: "وسله‌والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. ۱۹ کسان‌یې وژل شوي دي، او ۱۱ نور یې ټپیان دي." عزيزي وویل چې وسله‌والو له دغه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus